
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، ۱۱مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي نړۍ ته جدي خبردارى ورکړی دی؛ هغه ویلي چې د ناانډولۍ، نشنليزم او له نورو د کرکې او د بالقوه اټمي جګړې د خطرونو په وړاندې يې د يووالي غوښتنه کړې ده.
هغه پرون د نوي ميلادي کال په مناسبت په خپل یوه ويډيويي پيغام کې ویلي، چې دی نړۍ ته جدي ګواښ کوي، تر څو شخړې هواري کړي خو د یو موټي والي غوښتونکی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، کال مخکې چې ده دا وظيفه واخيسته د ٢٠١٧میلادي کال لپاره يې د سولې غوښتنه کړې وه، خو د ده په وينا له بده مرغه چې نړۍ په اساسي لارو کې شا ته لاړه.
ګوترش، اوس شخړې ژورې شوي او نويو خطرونو سر اوچت کړى دى.
د ده په خبره له سړې جګړې راوروسته د اټمي وسلو په اړه هم نړيوالې اندېښنې لوړ حد ته رسېدلي دي.