
روهي (دوه نۍ/۱۱ د مرغومي)، د شمالي کوريا ولسمشر کيم جونګ اون د ۲۰۱۷ زيږديز کال په ورستۍ ټلويزوني وينا کې ويلي، چې ټوله امريکا د شمالي کوريا د اټومي بم د بريد لاندې راتلی شي، دا دې امريکا لپاره يو حقيقت دی ګواښ نه.
نوموړي زياته کړي، چې د اټومي بم ټنۍ زما د ميز په سر پرته ده، نو امريکا به هېڅکله ونشي کولی چې د جګړې پرېکړه وکړي او جنګ پيل کړي.
کيم جونګ اون ويلي، چې د المپيک سياليو ته به خپل ټيم سويلي کوريا ته واستوي.
کله چې د امريکا له ولسمشر ترمپ څخه د کيم جونګ اون د څرګندونو په اړه پوښتنه وشوه، نو نوموړي په لنډ ځواب کې وويل، "مونږ به يې وګورو.......مونږ به يې وګورو...."