
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۱مه) څو اونۍ له هغه وروسته چې امریکا بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه وپېژاند د فلسطین کورواکه ادارې د "سلا" لپاره خپل استازی له واشنګټن ور غوښتی دی.
وروسته له دغې پرېکړې د فلسطین ادارې مشر محمو عباس ویلي و، چې نور د متحده ایالتونو په منځګړتوب کوم د سولې پروګرام پاتې نه دی.
ویل شوي، چې ډونلډ ټرمپ په دې پرېکړې سره په منځني ختیځ کې د سولې په تړاو د خپل هېواد پخوانی سیاست بدل کړ.
هغه اسراییل د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پر رسمیت پېژندلو سربېره وویل چې د امریکا سفارت هم دغه ښار ته لېږدوي.
پر بیت المقدس د اسراییل ولکه تر اوسه کوم بل هېواد په رسمیت پېژندلې نه وه.
د امریکا دې پرېکړې په فلسطیني سیمو او نوره نړۍ کې لاریونونو ته لاره برابره کړه.
د دې پرېکړې په اعتراض کې ترسره شویو لاریونو له امله، په رامنځ ته شویو نښتو کې ۱۳ فلسطنیان وژل شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د فلسطینادارې مشر محمود عباس بیت المقدس "د فلسطین تلپاتې پلازمېنه" په توګه یاد کړ.