ایران کې د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه تړل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۱مه) وروسته له هغې، چې د ایران حکومت پر وړاندې ګن خلک را پاڅېدل او له څو ورځو راپدیخوا په لاریونونو اخته دي، نو هلته د ټولنيزو شبکو مهم ويبسايټونه وتړل شول.
ویل شوي چې لاریونوالو هڅه کوله، ترڅو د څلورمې ورځې لپاره هم په حکومت ضد لاریون کې سره راغونډ شي.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، په دغه لاریونونو  کې تر اوسه د دوو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى دی.
دا لاریونونه د ٢٠٠٩میلادي کال د ولسمشرۍ تر لانجمنو ټاکنو وروسته د ايران رهبرۍ ته يو جدي ګوارښ ګڼل کېږي.
 
د انسټاګرام او ټلګرام کاروونکي تیره ورځ نه شو کولاى چې دغه ټولنيزې شبکې وکاروي.
 
لاریونوال په ايران کې د بيو پر لوړېدو او د ولسمشر حسن روحاني د ژمنو پر نه پوره کېدو په غوسه دي، روحاني د بيان او غونډو د ازادۍ د تضمين ژمنه کړې وه.
 
روحاني تر اوسه په ايران کې د وروستيو اعتراضونو په اړه څه نه ده ویلي.