
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۱۰مه) د پاکستان هېواد دفاع وزیر ښاغلي خرم دستګیر تیره ورځ د دغه هېواد له یوخصوصي ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي دي، چې دوی نه شي کولی په خپله خاوره کې د افغانستان لپاره جګړه وکړي.
نوموړي وویل، چې د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو شبکه له منځه وړل شوې او دا نظر سم نه دی چې په پاکستان کې لا هم د ترورېستانو ځالې شته.
بل خوا په ورته وخت کې افغانستان او امریکا تور پورې کوي، چې د طالبانو او نورو سخت دریځو پناه ځایونه په پاکستان کې دي.
سربیره پر دې، د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر په وروستیو کې له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو او نورو سختدریځو پناه ځایونه له منځه یوسي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې هم د امریکا او نورو هېوادونو دا ادعاوې ناسمې بللې، چې ګواکې په پاکستان کې لا اوس هم د ترهګرو پټنځایونه شته دي.
هغه ویلي و چې پتنځایونه په پاکستان کې نه بلکې په افغانستان کې دي.