ایران: په مظاهرو کې شخړې شوي

(روهي ـ ۱۳۹۹لمریز، مرغومي ۱۰مه) ویل شوي، چې په ايران کې تیره ورځ د حکومت ضد اعتراضونو په درېيمه ورځ د لاریونوالو او پوليسو ترمنځ شخړې شوې دي.
تر دې دوه ورځې وړادې د پنجشنبې په ورځ په سلګونو کسان د ايران په څو ښارونو کې لاریونونو وکړل.
د ورکړل شویو راپورنو لهم مخې، لاریونوالو د دولت پرضد شعارونه ورکول او اصلی هدف یي ایران کې ۲۰۰۹ میلادې کال د ناکراریو پای ته رسیدل وو.
بل خوا په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډوګانې خپرې شوې، چې د پولیسو او لاریونوالو په کې نښتې ښکاري.
په دغه هېواد کې تیره ورځ د تهران پوهنتون ګڼو محصلانو هم د شنبې ورځ په لاریون کې یې برخ واخیسته او د دولت پر ضد یې شعارونه ورکړل.
د ایران پولیسو پر پر لاریونوالو اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ايران حکومت لاریونونو او د خلکو غونډو ته په ډیر کم حالاتو کې اجازه ورکوې.