۱۳ ګرامه وزن درلودونکی د نړۍ تر ټولو کوچنۍ موبایل

په نړۍ کې د تکنالوژي چټک پرمختګ که وکتل شي هر وخت مختلفې کمپنئ ډول ډول زیرک موبایلونه نړۍ ته وړاندې کوي مګر دا بل ډول نوښت دی، یوې بریطانوۍ کمپنۍ ۱۳ ګرامه وزن درلودونکی کوچنی موبایل جوړ کړی دی.
زینکو ټایني ټي۱ نوم لرونکی کوچنی موبایل ۱۳ ګرامه وزن لري او د سکرین(ښیښې) اوږدوالی یې ۰.۴۷ انچه ښودل شوی دی.

د جیو نیوز د ویبپاڼې په حواله ویل شوي چې د انسان د ګوتې هومره کوچني موبایل کې که څه هم د یوه زیرک موبایل په څیر اسانتیاوې نه لري مګر د پیغام لیږلو سربیره ورباندې خبرې او دوه جي انټرنټ هم کارول کیدای شي.
اوبله د حیرانتیا خبره خو دا ده چې داخلي حافظه یې ۳۲ جي بي ښودل شوی ده.
دا کوچنی موبایل به په لومړي ځل راتلونکی میاشت خرڅلا ته وړاندې شي چې بیعه به یې ۵۰ امریکایي ډالره وي.