ټپيزې

که دا حکومت ووما کوى شـــــو
ما پسې بوش له منځه وړى شــو
زمانه ټول جهان لوګى شـــــــــو
که جنګ د تورو وو ما كړى شو
جنګ د نصيب دې وارخطا ولاړه يمه

ستا توهمتونه په ما پــــــــــورې
شونډې مې ګورې وچې سپورې
وخت همغه دې کيسې نــــــورې
څنګه خواږه خواږه راګــــــورې
لمن دې ونيسه چې زړه در واچـــــومه

ستا د چارګل غمې خو مــات دى
غم د زړګي مې دومره زيات دى
د کلي کوز سرته يې جومـات دى
حسن دې کم ظلم دې زيـــات دى
خلک د حسن مطابق ظلم کـــــــــوينه
 
 
 
دمينې لفظ مې پر زبـــــــان دى
له ډېره درده مې زړه وران دى
سلګۍ وهم وروستى ارمان دى
ټبر دې ټول راباندې ګــران دى
زه ستا لپاره د وړو ســــــــلام کومه
 
زما دښمن کره مېــــــــله شوې
دخپل جانان په صدمـــــه شوې
لاړې د بل د کور ډېـــوه شوې
بړستن دې واغوسته ويده شوې
په زړه دې نه شته ديارۍ سوي داغونه
 
دزړګي سره نا اشنــــــا شوې
جانانه ته چې دبل چــــا شوې
لاړې له غرونو نه پنــــاشوې
سترګې مې ډكې له ژړا شوې
ورځېنې غواړي ديارۍ مـــــلاقاتونه

لاړې د غرونو غرڅنى شـــــوې
زه شوم ماڼو ته سپېلنى شـــــــوې
زه خو دې خپل وم ته پردى شوې
په سپينه ږيره لېونى شـــــــــــوې
په لنګوتي پورې دې بنګ تړلــــــي دينه

كار د ثواب وو عذاب نـــه وو
ځانته زما جانان خـــــو نه وو
غمى يې وو پېزوان يې نه وو
اول مې فــــــــكر درته نه وو
اوس مې د زړه ستنې كږې درپسې دينه
 
پښې دې ماتې دريبار شــــــه
ګل راكوه تېر له بهاره شــــه
رقيبه ټول بچي دې خوار شه
غمونه ټول پر ما انبارشــــــه
ته دې د ګل په شان تازه اوسې مينه
 
افغان په بده لاره نـــــــه ځي
دجنګ ميدان نه بېرته نه ځي
پـښتون عاشق خوپه شانه ځي
څوك په رضا له ملكه نه ځي
يا ډېر غريب شي ياد يارله غمه ځينه
 

جانان چې ماسره ياري كړي
رقيب پخپله خودكوشي كړي
ځان دې په مينه باوري كړي
غماز دې خپله غمازي كړي
زماجانان په وعده ټينك دى رابه شينه
بختيارتلاش ، جلال ابادښار