
(روهي ـ ۱۳۹۶لمریز، مرغومي ۹مه) د سعودي ولیعهد شهزاده ښاغلي محمد بن سلمان عبدالعزیز په کابل ښار کې د وروستي خونړی برید په اړه تازه غبرګون ښودلی دی.
شهزاده محمد یو لیک افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته لېږلی دی.
په لیک کې، د کابل ښار وروستی خونړی برید په کلکو ټکو غندلی شوی دی.
د لیک له مخې، شهزاده محمد په کابل ښار کې د وروستي خونړی برید په اړه خواشیني څرګنده کړې، چې په ترڅ کې یو شمېر کسان وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.
په پلازمېنه کابل ښار کې د پنجشنبې په ورځ د داعش اړوند وسله والو پر یوه ټولنیز مرکز او خبرې اژانس برید کړ، چې په ترڅ کې ګن شمېر کسان وهم ووژل شول.
بل خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي و، په دغه برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او کابو ۹۰ نور ټپيان دي.
د دغه برید مسوولیت په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو په غاړه اخیستی دی.