هغه پنځلس (۱۵) درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري (لومړۍ برخه)

هغه پنځلس (۱۵) درمل چې ښځې يې د اميدوارۍ (حمل/ډکوالي) په وخت کې بايد ونه خوري (لومړۍ برخه) 
ژباړه: ډاکټر نيک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې بنسټګر او  مسوول مدير 
 
اميدوارو ښځو ته ډېر وخت مختلفې مشورې ورکول کيږي او دوی هم په دې فکر کې وي، چې کوم څېزونه تر سره کړي او کوم نه؛ کوم شيانو وخوري او کوم نه؛ کومه دوا ښه پايله ورکوي او کوم درمل بيا د مور او ماشوم لپاره ضرري دي؟
 
د مور او کورنۍ لپاره دواړه، د مور او ماشوم ژوند او روغتيا مهمه ده، او په همدې اړه اندېښنې لري. 
په دې لېکنه درته هغه پنځلس درمل په ګوته کوو، چې د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
 
۱- اسپيرين Aspirin ګولۍ: اسپيرين هغه درمل دي چې د سر دردۍ، تبې او ځينو نورو دردونو لپاره خوړل کيږي، دا درمل د يادو ناروغيو او ستونزو لپاره په رېښتيا هم ښه پايله ورکوي، خو د اميدوارۍ په وخت کې يې بايد له خوړلو څخه ډډه وشي.
د اميدوارۍ په وخت کې په ډېره اندازه د اسپيرين خوړل شونې ده، چې ارثي ستونزې لکه له پېداېښت وړاندې د جنين د زړه د رنګونو بندېدل، د جنين د زړه د ضربان د درېدو او نورو سبب شي.
۲- کافين Caffeine: کافين يو ډول خوړونکي او انرژي ورکونکي ماده ده، چې په قهوه، چاي، کاکائو او نور بوټو کې پيدا کيږي. کافين تحريک کوونکي درمل دي، چې د زړه ضربان زياتوي او پايله کې يې د وينې فشار هم زياتيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د کافينو په ډېر شمېر سره خوړل له دې وجې نه دي ګتور، چې په عادي ډول د انسان وجود د دې وړتيا لري، چې کافين وخوري او د مېتابولېزم عمليه پرې ترسره شي، خو کله چې د اميدوارۍ په وخت کې کافين وخوړل شي، د وجود دننه جنين دا وړتيا نه لري چې په کافينو باندې د مېټابولېزم عمليه ترسره کړي.

د جنين زړه د تېز ضربان او د هغې له امله د وينې د لوړ فشار وړتيا نه لري، په کمه اندازه سره د کافينو خوړل کومه ستونزه منځ ته نه راوړي.

۳- د کرچک غواړي Castor Oil: د کاستور غواړي له نباتاتو څخه لاس ته راتلونکي غواړي دي، چې د صابون، پلاستيک او نورو شيانو په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي. 
دغه غواړي د پوستکي لپاره کارول کيږي، ترڅو پوستکی غوړ، نرم، ښوي وساتي او د اضافي وېښتانو مخنيوی وکړي.
د اميدوارۍ په وخت د ځينې ميندو له خوا دغه غواړي په نس (خېټه) باندې وهل کيږي، ترڅو په خېټه کې پيدا شوې ګونځې هوارې کړي، چې په دې سره د نس پوستکی په خپل منځ کې سره ټوليږي او د جنين لپاره د مور رحم کوچنی او تنګيږي.

۴- Bismuth subsalicylate: دغه درمل د معدې د درد، ګاز او د معدې د جوش لپاره کارول کيږي. د اميداورۍ په وخت کې د يادو درملو خوړل ماشوم معيوب پيدا کوي او د جنين لپاره زهري دي. 
د بېسمت سبسالېسېلېټ خوړل له د ماشوم له پيدا کېدو وروسته هم تر هغه وخته پورې غوره نه دي، ترڅو چې ماشوم د مور شيدې خوري، دا ځکه چې ياد درمل يوه اندازه زهري دي، نو د شيدو له لارې کولی شي د ماشوم وجود ته هم دننه شي.

۵- برامفېن - اراماين Bromphen-iramine: دغه دوا د زکام او مختلفو نورو حساسايتونو لپاره خوړل کيږي. دغه درمل د زړه ضربان ډېروي او د وجود اوبه کمه وي، د اميدوارۍ په وخت بايد د يادو درملو له خوړلو څخه ډډه وشي، ترڅو جنين له دغه ستونزو څخه خوندي وي.
 
۶- ايبوپروفن Ibuprofen: په ټوله نړۍ د درد وژنکي يا Painkiller مشهور درمل Ibuprofen دي. ايبوپروفن د درد او سوځېدنې مختلف ډولونه له منځه وړي، ياد درمل د ګولۍ، مايع او شربت په ډول په ټولو درملتونو او روغتونو کې پيدا کيږي.
کله چې د اميدوارۍ په وخت کې ايبوپروفن وخوړل شي، نو د جنين په بڼه او شکل باندې بد اغېز کوي او ماشوم بد شکله نړۍ ته راځي، نو په دې اساس پرته د ډاکټر له مشورې يې له خوړلو ډډه وکړئ.

۷- ناپروکسن Naproxen: ناپروکسن هم د التهاب، درد، د ټپ شوې برخې د سوځېدو او په لويه کې درد وژونکي يا Pain Killer درمل دي. هغه کسان چې، چې د زړه اړوند ناروغۍ، نفس تنګي، د معدې زخم لري بايد ناپروکس ونه خوري، اميدواري ښځې هم په دې لړ کې شاملې دي، چې د اميدوارۍ په وخت کې بايد د ناپروکسن له خوړلو ډډه وکړي.
د اميدوارو ميندو لپاره دا توصيه کيږي، چې په ډېره کمه اندزه دغه درمل وخوري او هغه هم د ډېر زيات ضرورت په وخت کې، د اميدوارۍ په لومړنيو درېيو مياشتو او همدا ډول کله چې ماشوم د مور شېدې خوري، بايد دغه درمل ونه خوړل شي.

۸- ايزوترتينوئين Isotretinoin: ايزوترتينوئين د پوستکي دوا ده، ايزوترتينوئين په پوستکي باندې د بخار، دانو او سوروالی لپاره کارول کيږي. د اميدوارۍ په وخت کې د يادې دوا خوړل د ماشوم په ظاهري څېره باندې اغېز کوي او دا شونتيا هم شته چې ماشوم له پيدا کېدو سره يوځای معيوب پيدا شي.

يادونه: که کمه په اندازه او د زياتې اړتيا په وخت کې پورته ذکر شوې درمل خوړل شي، نو ډېرې ستونزې منځ ته نه راوړي، خو که چېرې ميندې اميدوارې وي نو بيا د اميدوارۍ په وخت کې، د نورو نارغيو له پيدا کېدو سره غوره ده چې له اړوند ډاکټر سره پرې وګوري.

نور بيا.........