نيويارک: اورلګېدنې ۱۲ کسان ووژل او ډېر شمېر نور يې سوځولي او ټپيا ن کړې دی

روهی (جمعه/۷ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتونو د نيويارک ښار، په برانګس سيمه کې په يوه اپارټمان کې د اورلګېدنې له امله نېږدې ۱۲ کسان مړه شوي او په ډېر شمېر نور سوځېدلي او ټپيان دي.

د اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی مالوم، خو چارواکي وايي چې اور د اپارټمان په لومړي پوړ کې ولګېد او ډېر زر د اپارټمان نورو برخو ته ورسېد چې ياده مرګ - ژوبله يې منځ ته راوړه.

که څه هم اور وژونکو د ۱۲ کسان ژوند ژغورلی، خو د روغتيايي مسوولينو په وينا، په ټپيانو کې د ۴ کسانو حالت د اندېښنې وړ او نازک دی.

په تېرو څو کالونو کې دا په نيويارک ښار کې ترټولو وژنکې د اور لګېدنې پېښه وه.