
زه کوم ليکوال نه يم او خدای شته خپل ژوند رانه يو دوه غلط کړي دي. خو بيا هم دغه ليکنه له ډېره غمه ليکم. په خپل دفتر کې ناست وم او د ټول افغان د کرکټ برخه مې د کرکيټ د نوې مالوماتو په خاطر راخلاصه کړه. چې په يوه سرليک مې سترګې ولګېدې چې د لوبې ډاکټر او مالي چارو مسول استعفاوې ورکړې. که څوک له حقيقته خبر نه وي نو ډېر زيات به خوشاله شي چې سم بدلون دی. خو که ددې خبر سره جوخت د دغې پانې د کرکټ په اړه نور خبرونه ولولي نو پوه به شي چې ستونزه چېرته ده او قربانې يې څوک شول.
کله چې د مالې وزير محترم ډاکټر زاخېلوال د کرکټ بورډ مشر شو ايمل شينواري د هر راز واسطو څخه کار واخيسته چې ځان په کرکټ کې مقرر کړي هماغسې وشول او ايمل دنده ترلاسه کړه. سم له واره يې د پيسو سرچينه خپل ورور عبد العلي ته په واک کې ورکړه، چې هر څه د وخت په تېرېدو سره په خپل مينځ کې وويشي. خو وخت ورسره ملګرتوب ونکړ.
هو په دغه وچو کې د ټيم ډاکټر نورالله هم وسوځېده چې د کرکټ زيات لوبغاړي پرې خفه دي ځکه د ډاکټر شتون د هر ټيم سره لازم او ملزوم دی. د پخوا څخه څو ځل ايمل کوشش وکړ چې د لوبډلې ډاکټر له دندې ګوښه کړي او پرځاي دده يوه ملګری دی وګماري. چې هغه هم لکه د ايمل غوندې د طب څخه په ..........
کله چې د مالي وزير د خپلوانو خبره را پورته شوه نو ايمل ته بانه جوړه شوه او ډاکټر يې له دندې ګوښه کړ. که د خپلوانو مسله وي خو ايمل د مالې وزير د خور مېړه دی، دا ولې نه لرې کيږي چې نه يې کرکټ مسلک دی او نه په کرکټ پوهيږي او له دي ورآخوا ترې ټول لوبغاړي سرټکوي او دده په شتون کې لوبه او سپانسر په صفر کې ضرب دي. او تر ټوله مهمه داده چې د کرکټ د نړيوالې شورا نيوکه او اعتراض د لوبې په ډاکټر نه وو بلکې اعتراض يې د لوبې په ادارې کسانو وو چې د لوبډلې سره هر وخت ملګري وي. کله چې ايمل ته د ويزې تر لاسه کولو کې ستونزه پيدا شوه نو د کويټ لوبې لپاره يې خپل ورور عبدالعلي ولېږه يانې دېته ښکاره سرغړاوي وايي چې د کرکټ د ادراې له خوا کيږي. او دا ځل ويسټ انډيز ته د کرکټ د نړيوالې ادارې له دومره اعتراضونو سره بيا هم ايمل لاړه . دا ځکه چې د کابل د مرکزي دفتر کارونه که شاړ هم وي پروا نکړي خو چې نوموړي د دغه سفرخرڅ پنوم د دولت نه ډالر تر ګوتو کړي .کله چې ځينې لوبغاړو په اسلام اباد کې د لندن وېزې اخيستې نو ايمل شخصي پاسپورټ سفارت ته ورکړ چې د سفارت له خوا رد شو. د افغانستان د قانون له مخې نوموړی بايد د ندې ( سرويس ) پاسپورټ استعمال کړي چې پدې کار سره هم ټول لوبغاړي خپه دي، چې دا هم د قانون څخه سرغړاوي دي. حال دادي چې ټول لوبغاړي. فزيو، ډاکټر، ټراينراو کوچ سرويس پاسپورت استعمالوي.
دا چې زه هيڅ يو هم نه پېژنم او نه ورسره اړيکې لرم د دوۍ پېژندګلو مې د کرکټ په سر شوي ده چې زه يې مينه وال يم او تل ورته لاس په دوعا يم. خو دا چې بايد د وجدان له مخې د حق طرافداري وکړم نو دا ليکنه مې وکړه. زه د مالې وزير ډاکټر زاخيلوال او د شهزاده مسعود څخه هيله لرم چې بايد د حق طرافداري وکړي. داکټر نورالله د کرکټ ډلې سره په ډېره سخته کې دنده تر سره کړي او دا مهال د کرکټ په اړه کافې تجربه هم لري او دهغه اړتيا هم ده او مسلک يې هم دی بايد پدې حساس وخت کې له دندې ګوښه نشي. او ايمل شينواری چې چې نه يې مسلک دي او نه هم د کرکټ نړيوالي شورا قوانيونو ته ژمن دي او موخه يې يوازې خپل ډالر ترلاسه کول دي. او نه هم ورڅخه لوبغاړي خوشاله دي. بايد پدې پرېکړو له سره غور وشي. او حال داسې روان وي نو کرکټ به ډېر ژر له مينځه لاړ شي او دشمنان به خوشاله شي او خيرات به وکړي.
زه په اخر کې بيا وايم چې دا ليکنه ما د احساس او د کرکټ د ورځنيو معلوماتو پر بنسټ کړې زه نه نورالله پېژنم او نه هم ايمل يوازې دوۍ د کرکټ له برکته پېژنم.
ستوری مومند
کابل افغانستان