دعلم ډیوې

د بی علمۍ په تیاریکۍ کې خپل جانان نه وینو
جانان لا څه ړانده په سترګو یو خپل ځان نه وینو
سر مې د ځمکې په دودونو د بارودو ډک کړو
د ورځې لمر د شپې سپوږمۍ او کهکشان نه وینو
مونږ به سپوږمۍ ته د ختو خبره څنګه منو
په سپینه ورځ چې په رڼو سترګو اسمان نه وینو
څوک چې ګیله کوي له مونږ پښتنو ګرم دي په مونږ
مونږ چې په خپل وطن کې اختیار دخپل ځان نه وینو
راځئ د علم ډیوې واخلو تیاریکۍ ماتې کړو
تر څو به نه وینو جانان څو به مکان نه وینو