د روسيي په سن پیټرزبورګ ښار کې چاودنه شوي

روهي (پنځه نۍ/۷ د مرغومي) د ارپورنو پر بنسټ له مسکو څخه وروسته د روسيي په دويم تر ټولو ستر ښار سن پیټرزبورګ کې د لاسي بم په وسيله په يو سوپر مارکيټ بريد شوي او د لومړنيو راپورنو پر بنسټ لس کسان په کې ټپيان شوې دي خو د وژل شويو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.

د سن پیټرزبورګ پوليسو هم ياده پېښه تائيد کړي او په وينا يې چې پلټنې روانې ترڅو لامل او ترسره کوونکي يې مالوم کړي، خو روسيي چارواکو تر اوسه د بريد تړاو د کومې ترهګرې موخې له امله نه دی بللی او نه هم کومې ترهګرې ډلې د بريد مسووليت منلی.

دا بريد په داسې وخت کيږي چې په روسيه او يو شمېر نورو اروپايي هېوادنو کې د نوي ۲۰۱۸ کال د کريسمېس د جشن لپاره تياري روان دي او ښارونه له ګڼې ګوڼې ډګ دي.