په پیکېنګ کې د افغانستان،پاکستان او چین غونډه روانه ده

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۵مه) د افغانستان، پاکستان او چين د لوړپوړو ډیپلوماټانو تر منځ خبرې نن په پيکېنګ کې دوام لري.
ویل شوي، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خواجه اصف او د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يې پر سیمه ییزو او اقتصادي همکاريو خبرې کوي.
د دغو هېوادونو تر منځ د بهرنیو چارو وزيرانو پر کچه مذاکرات نن پیل شوي او اوس هم لا دوام لري.
تمه ده؛ د دې غونډې په پای کې مشترکه اعلاميه اعلان شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال صبغت الله احمدي وايي،
تر دې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وياند مرستيال هيله څرګنده کړې وه چې پاکستان به دا ځل له خپلو ژمنو سره سم عمل کوي.