درې سوه(300) کرښې دريمه برخه

ليکوال :طالب منګل
۱۸۲
کرښه :کله چې تاسو د څه په لیدلو زیات حیرانه سئ نو په زړه لاس کېږدﺉ، الله (ج) دا دنېا رنګ په رنګ جوړه ده
۱۸۳ کرښه : شاعران اکثره وخت په مینه کې له غمونو سر ټکوي خو په دې ځان نه خبروي چې خوشالي یې تر لاسه ده.
۱۸۵ کرښه :تاسو دمور قدر وکړﺉ چې زړه مو ارام پیدا کړي.
۱۸۶ کرښه :دکلي له منځ نه د اذان اواز راغی ،څومره خوږ و، ما دمسجد دتلو نیت وکړ او زړه ته ارام ولېده.
۱۸۷ کرښه : دا خزان تېرېدونکی دی که تاسو یوه زره هیله هم لرﺉ.
۱۸۸ کرښه : دښار په منځ کې مې ملګري تر شا زما په سترګو لاس کېښود،او وایې ویل زه څوک یم ؟
ماغبرګه کړه شکر چې الله (ج)اواز درکړﺉ دی کنه دخلکو دپیژندو به نه وﺉ.
څه چې الله (ج)در کړي دي په هغه څه شکر وباسﺉ.
۱۸۹ کرښه :د ګورګورو څانګه مې راټیټه کړه ، او یو څو ګورګورې مې خولې ته واچولې،تا وویل :ستاسو ښه ځواني ده.
زه غلی وادرېدم او الله (ج)ته مې سر پورته کړ او وامې ویل :یالله (ج) ما وبښه ما دخپلې ځوانۍ له پاره ډېر کم کار کړﺉ ،ته زما ځواني له دوزخ څه وساتې.
تاوویل :امین.
۱۹۰ کرښه : واوره وارېده،او لارې او کوڅې یې په سپین رنګ پوښلې وې،زه دکلی په کوڅه کې کور ته روان وم ،اوپښو مې واوره ماتوله او دخرپ غږ مې په کوڅه کې په ما پسې روان و،تا زما دپښو خرپ واورېده،او دکور داروازې ته راغلې،زه د ژوند او بقا په سوچ کې له کوڅې تېرېدم ،ناڅپه درب شو او د ولو په منځ کې مې درد واخیست،ما په تیزۍ سره څنګ ته مخ واړو ،ته په دروازه کې په ملا ماته ولاړه وې،او په پستو ګوتو دې دواورو د یوه بل غونډوری په جوړه ولو اخته وې،او په شونډو کې دې موسکه په سپن مخ خوره وه ،ما سر واڅنډه او وامې ویل ،لیونۍ.
۱۹۱ کرښه :ټکه عرمه وه او لمر مې په څپو،څپو له سترګو منډه کوله،په کلي خاموشي خپره وه،کله ،کله به د چیرچڼو،شور دکلي خاموشي ماته کړه، د کلي د درمندونو دتوتانو لاندې ماشومانو لوبې کولې،ما په سر څادر اچولی و اوپه چټکۍ سره دستاسو ترکوڅې تېرېدم ،دبنګړو شورشو ،او په تېزۍ سره یې اواز زما غږونو ته نېږدې کېده ،سترګې مې پورته کړې ،ته په منډه وې او په دروازه دې ټول ځان ورپرېښود ،د داروازې ځېنځېر وشرنګېده ،تا شونډې دغاښونو لاندې کړې ،او په مخ کې دې واړنګه تېره شوه،او په بیړه ،بیړه دې سا تر خولې تیره وله،او د معصومتوب راز دې په مخ راخور شو،او خمارې سترګې دې ځم
کې ته واچولې.
۱۹۲ کرښه : دګلونو وګمې دکلي له کورونو تېرېدې ،ګلونه ګل و،دبېکاڼو ونې دکورونو په انګړونو کې سیورې اچولې وې، دونو لاندې سپین ږېري په خوږه خوب وېده وو،او دکټ څنګ ته ورته دیخو اوبو منګي اېښودي وو او په سر یې جامونه نسکور وو،ته دخپل کور په انګړ کې دونې لاندې ناسته وې او په سپینه ټوټه کې دې سره تارونه پیل او دسپین رومال په کونج کې دې دګلاب ګل دغوټۍ دجوړېدو ورستۍ شېبه وه ،تا رومال له سترګو لرې کړ او په خوند سره دې څو ځله په داسې حال کې وکوت چې سر به دې ورته کوږ شو،اوبیا دې په بېړه یو او بل خواته وکتل او خپل لاسونه دې په تېزۍ سره زړه ته یووړل،او رومال دې کلک په سینه پورې ونیو او په شونډو دې نرې مسکا خوره شوه او په کاږو سترګو دې دپلار کټ ته وکتل.
۱۹۳ کرښه : په کلي کې اوسېدل تاسو ته دژوند زده کړه درکولی شي.
۱۹۴ کرښه : د دوبي میاشت وه ، پلار راباندې غږ وکړ ،زویه پاڅه ناوخت دی،هسې نه چې د لمونځ وخت درنه تېر شي ،دپلار په دې خبره راپاځیدم ،لمونځ مې وکړ او دچای ځښلو له پاره دکور د ډوډۍ او دناستې کوټې ته لاړمه،مور مې اوس هم په مسله ناسته ده او الله (ج) یادوي زه یې څنګ ته ورنېدې شوم،او دمور په څنګ کې مې یو څو شېبې ځان ارامه کړ ،دپیالو اوز مې تر غوږ شو چای راوړل شو او ما په منډه ،منډه یوه پیاله چای وڅیښ ،زه په دغه ورځ له کور څخه لرې چیرته په سافر روان وم ، دکوټې په دروازه کې مې تیار شوي بکس ته وکتل ،ماشومان دباندې په درنه خوب وېده وو،زه رپاځېدم او د روانېدو تکل مې وکړ،دمور په سترګو کې مې اوښکې راغلې ،دمور اوښکومې زړه نرۍ کړ،خو څه به مې کول ،د کور له له دروازې راتېر شوم اود الله په اماني مې له ټولو سره وکړه،دا مهال زه دکلي په کوڅه کې روان وم او بکس مې په څنګ پورې ځړېده،د کلي خلک وېده وو او دکورونو په انګړونو کې یې دکټ په سر خوبونه کول،زه خوښ شوم او ومې ویل څوک چې سهار دوخته پاڅیږي دمنزل لاره به یې لنډه شي.
۱۹۵ کرښه : څوک چې سهار دوخته پاڅیږي دمنزل لاره به یې لنډه شي.
۱۹۶ کرښه : دغنمو دلو وخت پای ته راسېدلی و ،دکلي په پاټو کې کې عواوې څېرې دې ،ستا په لاس کې نرۍ لښته وه ،او سپنې غواوې دې ترمخ په ټیټ سر روانې وې او نیم وچ او شنه و واښه یې په خپلو ژبو د غاښونو لاندې کول،ستا نیم پټ مخ له لرې ځلا کوله او د کلي د پاټو مازدیګر یې خوندور ساتلی و.
۱۹۷ کرښه : د چینې له خولې سپنې اوبه را راوانې وې،او تا په سرو لاسو منګي ته پورته کولې،او دچینې په منځ کې شګو شنه ځلا جوړه وه او په سپینو اوبو کې دې سپین مخ په مزا ټالۍ وهلې،تا خپل مخ په اوبو کې ولیده، او په لاس دې اوبه یوې اوبلې خواته وشندلې او له ځان سره نیمه خوا موسکۍ شوې.
۱۹۸ کرښه : ستاسو دکور دتوت په ځنګه کې زوړ ټیم راځوړند و،او سپنه توتاکۍ یې څنګ ته ناسته وه،ته له کوټې راوتې او په لاس کې دې کوندوری نیولی و او توتاکۍ دې خواږه،خواږه وکتله او بیادې کوندوری ټک واهه او دبنګړو شور پورته شو،له کوندوري څخه د وچې ډوډۍ وړې ،وړې ټوټې په سپنه خړل شوي ځمکه راولوېدې ،ته لږه لرې شوې او د بلنې خوږ نظر دې توتاکۍ ته پورته کړ.
۱۹۹ کرښه :سپنې لچې دې بډوهلې وې،پستې کوتې دې په لندو اوړو ککړې وې،له تنور څخه د سکروټو ګرمي راپورته کېده ،لمر په نیم اسمان ولاړ و، تا دوهمه ډوډۍ په تنور ووهله ، او په ړستوني دې خپله سپینه ټنډه له خولو پاکه کړه ،او پخې شوي ډوډۍ ته دې په خواږه نظر وکتل او په مخ کې دې دخوشالۍ وړانګه تېره شوه.
۲۰۰ کرښه : که تاسو مینه نه وي کړې نو تاسو دخړو اوبو په خوړ(توی) کې ولاړ یاست
۲۰۱ کرښه :د ژوند په هره لار کې خنډونه شته خو یواځې د اسلام لار ده چې په ورېښمو پوښل شوي ده او انجام یې رڼا دی،تاسو په دې ښه پوهیږﺉ خو بیا هم د ازغو خواته ځان کش کوﺉ.
۲۰۲ کرښه : دسپرلي اوله ورځ وه ما دګلونو ګېډۍ جوړه وه غوښتل مې په دې نیت دستا درګاه ته درشم چې نورمې له حزان څخه ژوند وژغورم.
۲۰۳ کرښه : ارمانونه ځکه نیمګړي پاتې شي چې تاسو له خدای(ج)څخه مرسته نه غواړﺉ او ځان الله (ج)ته نه سپارﺉ.
۲۰۴ کرښه :په سترګو کې دې اوښکې ډنډ شوې او په خواره خوله دې وویل بیا کله راځې؟
ما په ډاډه زړه سره ځواب در کړ ،کله چې دالله (ج)خوښه شوه.
۲۰۵ کرښه : له هر څه سره ډېر خیال کوه خو مینې ته ټول زړه ورکړه.
۲۰۶ کرښه : کله چې په بد کار پېښمانه شوﺉ نو تاسو دکمیابۍ په لور یون پیل کړ.
۲۰۷ کرښه : دبندي سره دملاقات په وخت کې شکر وباسﺉ ،چې تاسو په خپل واک کې یاست نو دعبادت له څنګه لرې مه ځﺉ.
۲۰۹ کرښه : دشپې په مزل کې خبرې مه کوﺉ او دپښو تګ ته بدلون ورکړﺉ ،دا دستاسو په ګټه ده.
۲۱۰ کرښه : په خړو اوبو کې مه لمبۍ ،تاسو به له پښو وغورځۍ، دوکه کول خړې اوبه دي چې تاسو به له پښو وغورځوي.
۲۱۱ کرښه :دګڼې ګوڼې په ځای کې له دو شیانو سره پام وکړﺉ.
اول:د خپل عزت سره .
دوهم:له خپل مال سره.
۲۱۲ کرښه :له توبې ورسته دبلې توبې چانس مه اخلۍ.
۱۱۳ کرښه : ما ډېر خلک لیدلي چې د منډې په وخت کې خپل بوټونه پرېږدي، که تاسو په چاپسې منډه کوﺉ نو بوټونه ورته وباسﺉ ،که له بل چا منډه کوﺉ نو بوټونه مو مه پرېږدﺉ.
۲۱۴ کرښه : په کلي کې په ټیټ سر حرکت کوﺉ ،په بیابان کې یو او بل خوا ته ګورﺉ ، په ځنګل کې هر خواته خپل نظر کوﺉ خو په غره کې په اختیاط سره دخپل قدم ځای وګورﺉ.
۲۱۵ کرښه : دمستۍ او دخندا له ځایه دا ښه ده چې هدېرې ته لاړ شﺉ.
۲۱۶ کرښه : په ماشوم دښکلولو په وخت کې خپل غاښونه مه لګوﺉ ، کنه تاسو به بې مینې کړي.
۲۱۸ کرښه : دشپې دکلي په کوڅه کې درې شیان کلک درسره وساتی.
اول :خپل عزت.
دوهم:خپل قدم.
دریم :خپل اواز.
۲۱۹ کرښه :له پردو ښځو څخه دتېرېدو په وخت کې خپل سترګې له سر څخه لرې کړﺉ.
۲۲۰ کرښه :کله چې تاسو له څه شي ټوپ کوﺉ ن نو دوه شیانو ته اختیاط وکړﺉ.
اول:دبدن غړو ته .
دوهم:خپلې ناپوهۍ ته.
۲۲۱ کرښه : کله چې څوک په ژړا ګورﺉ نو خندا مه کوﺉ.
۲۲۲ کرښه: سیند ته ټوپ اچول ښه دي نه دویالې په غاړه کښېناستل.
۲۲۳ کرښه : کله چې له چاسره خبرې کوﺉ نو خپل لاسونه دضرورت په اندازه وښوروﺉ ،کنه تاسو به کم غقل ور وپېژندل شﺉ.
۲۲۴ کرښه : چا پسې شا ته پټ تګ مه کوﺉ کنه تاسو به ورسته پاتې شﺉ.
۲۲۵ کرښه : شرپ شو او ګوته یې په لور غوڅه کړه.
وړوکي زوی یې ور منډې کړې او د پلار په ګوته یې د تړلو پیل وکړ.
ښځه یې د پټي په بله ځنډه کې د غنمو په لو اخته وه .
کله یې چې خپل خاوند ته فکر شو نو د غنمو ګېډۍ یې په لاسونو کې پاتې شوه او د ټکري له څنډې یې خپل سپن مخ د لسو ورځو د سپوږمۍ په څیر يرېښود او خپلې تورې سترګې یې د خاوند په نورني ټنډه ولږېدې.
۲۲۶ کرښه :په کټ کې له پاسه ځان مه راخلاصوﺉ داسې نه چې تاسو دکټ کړي.
۲۲۷ کرښه : خپل ملګرﺉ دمخ له لوري مه ګورﺉ ،هغه دشا له لوري وګورﺉ ،کنه تاسو به خپل ارزښت له لاسه ورکړﺉ.
۲۲۸ کرښه : دژوند مالګه عبادت دي.
۲۲۹ کرښه : دیارانو په محفل کې د خپلې خولې دروازه نیمه وساتۍ.
۲۳۰ کرښه : کله چې نه ډارېږﺉ او ګناهونه مو زیاتیږي نو هدېرې ته لاړ شي دغه ځای به تاسو سره د ښه ژوند مرسته وکړي.
۲۳۱ کرښه : لیونې روغ لیونی بولي او روغ لیونی، لیونی بولي،که تاسو بې اختیاطه یاست نو تاسو هم لیوني لیوني ګڼل کېږﺉ.
۲۳۲ کرښه : هر دروازه په اختیاط سره خلاصه کړﺉ کنه تاسو به د دروازې د خلاصولو لایق نه شی.
۲۳۳ کرښه : د ستا کوڅه کې دګلونو باران
۲۳۴ کرښه : د پاڼ په سر ودرېدل او کوهي ته کښته کېدل یوه خبره ده ،که تاسو بې مسلکه یاست.
۲۳۵ کرښه : د ژرندې تاواول ښه دي نه بې ځایه ګرځېدل.
۲۳۶ کرښه : مرچ وخورﺉ خو ګوړه مه خورﺉ کله چې دخوړلو په چل نه پوهیږﺉ.
۲۳۷ کرښه : دملګري سره په لاره کې خبرې مه اړوﺉ ،کنه تاسو به ملامت شی.
۲۳۸ کرښه : دپردیو کورونو دروازو ته مه ګورﺉ که تاسو ړنده هم یاست.
۲۳۹ کرښه : بلۍ ته لاړه لوپټه د مینې.
۲۴۰ کرښه : دستا تصویر ته په کتو ستړی شوم.
۲۴۱ کرښه : کله چې بې ځایه په چا پسې خندا کوﺉ نو دوه شیان یاد کړﺉ ، دخر غږ او دسپي غاپه .
۲۴۲ کرښه : ته له همځلو سره لږوبې کوه.
۲۴۳ کرښه: که تاسو د کړنګونو په سر تګ کوﺉ نو تاسو یو ښه تګ کونکی کېدﺉ شی ،خود ښه انسان ځای نیول تاسو ته له هر څه ښه دي.
۲۴۴ کرښه : تاسو به له کور څخه ونه شړل شی که چیرته دخپلې کورانۍ احترام وکړﺉ.
۲۴۵ کرښه : شهورت له دو شیانو راتلی شي .
اول: د بد کار له لارې.
دوهم :د ښه کار کولو په برکت.
خو تاسو هر څه دالله (ج) د رضا له پاره وکړﺉ نه دشهورت له پاره.
۲۴۶ کرښه : دا منم چې وخت سره زر دی ،خو تاسو به الماس پاتې شی که چیر ته یو نېک انسان وواسی.
۲۴۷ کرښه : وایې واهه اوس لږه پاتې، همت له لاسه مه ورکوه که خدای (ج) کول اوس به چاپه شي.
هغه دوه نور د تبر ګوزرونه هم ترې پورته کړل .
د پټي له پولې یو غږ وکړ سر ته پړۍ ور واچوﺉ چې د غنمو له پټي څخه بلې خواته ولویږي ، دا خو ګڼه ونه ده هسې نه چې زما فصل خراب کړي.
۲۴۸ کرښه : دښمن سره د مخامخ کېدو په وخت کې، خپل لاسونه شاته مه وړﺉ ،
۲۴۹ کرښه : وادرېږه ! د ستا له لاسه خو موږ تابه او بر باد شو،ته ولې هغه دپورې کلي ځمکه نه خرڅه وې؟.
دستا زړه غواړي چې موږ دې له لوږې مړه شوو؟
او یو ځل بیا یې د پلار ګرېوان ته لاس واچوو او خبره یې له خولې څخه په داسې ډول ووته چې له خولې یې سپنې لیاړې توېدې.
تاته وایم تا دا ځمکه د څه له پاره ساتلي؟.
پلار یې سر پورته کړ او وایې ویل: تاسو په یو بل ځای کې ځمکه هم لرﺉ خو هلته به تاسو په اورونو کې اوسی.
۲۵۰ کرښه : دخپلو وروڼو احترام وکړﺉ کنه تاسو به د خپل نوم په یادولو شرمېږﺉ.
۲۵۱ کرښه :ما د هره کرښه په اختیاط سره ولیکله ،اوس یې تاسو په غور سره ولولی.
۲۵۲ کرښه : د شعر نوم یو دی خو شاعر یې بېل،بېل دی،تاسو په بدو شعرونو وخت مه تېره وای.
۲۵۳ کرښه : د کوترو سېل د کلي په سر تاوېده ،ماشومانو دکلی په کوڅو کې لوبې کولې او زه له بازار څخه ستړی ستومان راغلمه ،ته دبام په سر ولاړه وې او دمازدیګر دا رنګینه شېبه دې په خپل رنګ ساتلي وه ،تا زه ولېدمه په منډه له بامه کښته شوې ،خو سبا تا رویبار راولېږه چې زما په کښته کېدو خو خپه نه شوې؟
ما ځواب در غبرګ کړ ، او رویبار ته مې دا خبره ورکړه،چې د پښتانو پېغلو حیا هر څه ده که تا دا کار نه وای کړی نو زما له پاره به هیڅ وې.
۲۵۴ کرښه : دشین چای پیاله یې راته مخې ته کېښوده او ویې ویل ،دستاسو نوم؟
ما خپل نوم واخیست.
هغه په خندا سره وویل بښنه غواړم له ما دستا نوم هېر و.
ماوویل: کومه خبره نه ده له ما هم همدا هیر و چې د لوړې چوکۍ ورسته دملګري پوښتنه ، دجوارو دیوې ګېډۍ عمره ارزښت درکوي.
۲۵۵ کرښه : زه له هغه څه سره مینه کوم،چې زما په ګټه وي.
۲۵۶ کرښه : په حجره کې دشعر اوشاعرۍ بنډار ښه ګرم و ، یو ځوان پورته شو او نورته یې وویل ،زه یواځې یو غزل وایم تاسو یې واورﺉ، زه دحجرې په منځ کې دشعر داورېدو له پاره ناست وم،ځوان یو بیت وړاندې کړ.
ناستو وویل: واه بیا یې ووایه!
ماوویل :هغه څه چې ارزښت نه لري دبیا اورېدو تمه یې مه کوﺉ.
۲۵۷ کرښه : د ژمي میاشت وه ،په کوڅه کې روانو کسانو ځاڼونه په ټوکرو کې پټ کړي و ،دخپل او پردي پېژندل ګران کار وو،تا تر شا وټپولم ،ما مخ درواړه و، دستا په مخ کې یواځې دوه غټې،غټې تورې سترګې ښکارېدې.
تاپه تړلي خوله وویل:بحښنه غواړم ،ما دبل چا ګومان درباندې وکړ.
ماوویل:کومه خبره نه ده ما تاسو وپېژندﺉ.. چې په پېژندلو کې تروتنه کوﺉ
۲۵۸ کرښه :د کلي په وړه ویاله کې اوبه روانې وې، ما د اودس له پاره مټې بډوهلې او دویلې په څنډه کښېناستم ،سوچ راولېده او له څه خاموشۍ ورسته مې وویل ،دښه کار له پاره ړستوني بډ وهی،خو دبد کاره له پاره د ړستونو بډ وهل دستاسو دواړه دونېاوې خرابه وي .
۲۵۹ کرښه :شپلۍ د غره له ډډې غږول کېده او غږ یې موږ ځان ته ورکش کړو،ټولو ملګرو غوږونه ونېول،د شپلۍ اواز ورک شو ،ملګرو بیا خپلې خبرې پیل کړې ،خو داځل لږ څه لرې بیا دشپلۍ اواز واورېدل شو ،داځل ملګرو سرونه پورته کړل او دشپلۍ د اورېدو خوند یې اخیست، یوه شېبه ورسته بیا هم دشپلۍ اواز ورک شو ،ملګري بیا په خپلو منځونو کې په خبرو بوخت شول،ما وویل: تاسو ښې خبرې وکړﺉ او خپل غږ مو خوږ کړﺉ که غواړﺉ چې د نورو پام ځان ته راواړوﺉ.
۲۶۰ کرښه:دخوست مازدیګر و او له جلال اباد څخه مې ملګري راغلي و،موږ ټول په ګډه دپروژې باغ ته لاړو ،باغ رنګینیو په سر اخیستی و،ملګري خوشاله ښکارېدل ،یو ملګري مې وویل رښتیا چې په مازدیګر کې زړه ته ارام پیدا کیږي،ما وویل: ارام به مو نور هم ډېر شي که تاسو دخپل وطن مازدیګری وګورﺉ. (ټولو وخندل)
خوست په مازدیکر کې له رنګنو ډک وي.
۲۶۱ کرښه : دچنار له شاخونو باد په تېزۍ سره تېره ده، ما خپل څادر کلک نېولی و،ناڅه خرپ شو،دچنار څانګه باد ماته کړه ،ماشومانو رامنډه کړې،او په بېړه یې څانګه کش کړه او دکور په دروازه یې وردننه کړه، ما چنار ته وکتل او بیا مې دکور دروازې ته .
۲۶۲ کرښه : دکلي په درمندونو کې د جوارو د ټمټو دالۍ ولاړې وې ، باد یوې بلې خواته د جوارو ټنټې ښوروالې ،اسمان له سهار ه
برګ،برګ و،خو کلیوال په خپلو کارونو بوخت و ،ټمټو ته یې دومره پام نه و،شړک شو او باران د خاورو څخه ګرد پورته کړ، کلیوالو منډه کړې او دخپلو ټمټو په پټولو بوخت شول ،او وچې جامې یې د الله(ج) په رحمت لندې شوې.
۲۶۳ کرښه : په اسمان کې کړس شو او ماشومانو غوږونو ته لاسونه پورته کړل ،کلی وېرې په سر واخست او کلیوالو اسمان ته سترګې غړاولې، یو څو شېبې ورسته له اسمان څخه پاسته څاڅکي راورېدل،او په کلي کې دماشومانو خواږه اوازونه خپره شول.
۲۶۴ کرښه: ته د کرګڼو په وطن کې اوسې.
۲۶۵ کرښه :د کلي په کوڅه کې موټر تېر شو او ورسته پسې ماشومانو منډې وهلې.
موټروان له کړکۍ سر راویست او ماشومانو ته موسکۍ شو.
۲۶۶ کرښه : هغه د لرګیو په ماتولو بوخت و.
دتبر غږ تر درېمې کوڅې تېرېده،او د کلي فضا مازدیګر رنګینه ساتلې وه.
چرچڼو د کوټو په برانډو کې ،دکلي خاموشي ماته وه،او کله ،کله به دستا دبنګړو شور پورته شو،او په اوله کوڅه کې به یې زه پښه نیولی کړم.
۲۶۷ کرښه : دکلي په خوړ کې سرې اوشنې جامې ښکارېدې،د غرمې او دماسپښین وخت یو اوبل ته غاړه ورکوله.
تا دادې په خاطر خپلې جامې راوړې وې چې د خوړ اوبه ګرمې وې او لمر یوه نېزه راکښته و.
تاپه پټ مخ دجامو ګراېوان د وینځلو په نیت کلک نیولی و.
۲۶۸ کرښه : په تیزۍ سره موټر د سرک په سر زما ترځنګ تیر شو.
لږ څه وړاندې تېر شوی موټر دسر ک څنګ ته وادرېده.
له موټر څخه یو کس راکښته شو او زما خواته یې په منډو پیل وکړ ،ما شا ته وکتل ،زما شا ته څوک نه وو نو زر مې مخ بیا د منډه وهونکي خواته تاو کړ.
دا وخت د موټر څخه کښته شوي کس،سرک ته سر ورټیټ کړ، او خپله خولې یې راوخیسته او بېر ته د موټر خواته په منډو شو.
۲۶۹ کرښه : د انتظار شېبه دومره وغځېده چې نور دستا د راتلو څه پاتې نه و،خو ته په ورخطایۍ سره د کوڅې په کونج راتاوه شوې ، زما د انتظار شېبه غوڅه شوه،او ټول پام مې دستا خواته واوښت ،کله چې ته زما له څنګه دټول عمر له پاره تېره شوې.
خو اوس هم نه پوهیږم چې ته چیر ته لاړې؟.
۲۷۰ کرښه : کله چې تاسو په مینه کې ماتي خوړلي نو تاسو څه فکر کړﺉ؟.
همدا فکر چې څومره کم نصیبه یم؟.
په اصل کې تاسو ماتي نه ده خوړلي،د ستاسو مینې ماتي خوړلي ده ،چې تاسو بیا پرې بریالي کېدی شی.
۲۷۱ کرښه :پښه یې وښوېده او په ځمکه راولوېده.
اخ غږ یې له خولې بهر کړ او ورته نېږدې کسانو مخونه ورواړاول.
غورځېدلي کس ، ځان ته وکتل او په ډاډه زړه یې لاسونه په ځمکه کېښودل او پورت شو ،دا ځل یې خپل لومړی قدم په اختیاط سره پیل کړ.
۲۷۲ کرښه : هغه د توت څانګې ته لغت راخلاصه کړه او د توت لاندې له غنمو نیمه رېبل شوي ځمکه له سپینو توتانو ډکه شوه.
ماشومانو ور منډه کړې او په واړو لاسونو یې د توت سپنې دانې خولې ته واچولې.
۲۷۳ کرښه :هغې ماشوم کلک په لاس نیولی و او د موټرو له ډک سړک نه په پوره اختیاط سره د سړک هغې خواته پورې شوه.
دسړک هغې خواته دسړک په غاړه یوې هاتۍ ته وادرېده او څه ناڅه سودا یې واخسته.
لا یې هم ماشوم په لاس نیولی و خو هاټۍ وال ته دپیسو د ورکولو په وخت کې یې ماشوم پرېښود او دواړه لاسونه یې خپل فرض ته ور دننه کړل.
ماشوم شاته مخ واړه و او دسړک بلې خواته یې په پوکاڼیو سترګې ولګېدې او د پوکاڼیو خواته یې په تګ پیل وکړ.
شړپ شو او دسړک د غاړې له ویالې څخه اوبه پورت شوې او دښځې په مخ ولږېدې،هغې په قهر سره مخ راواړه و،خو دا مهال یې سترګې په خپل زوی برابرې شوې چې دښار په نه پاکه ویاله کې یې لاسونه ټپول.
د ښځې خوله وازه پاتې شوه او روپۍ یې له لاسه ولوېدې خو لا روپۍ ځمکې ته نه وې راسېدلي چې ما ویالې ته ور ټوپ کړ.
۲۷۴ کرښه : زه په دې مطمین یم چې زما کرښې به چاته توان ونه رسوي خو تاسو به هله د کرښو د ګټو او توان په اړه مطمین شی چې زه له دنېا څخه سترګې پټې کړم.
۲۷۵ کرښه :د ستا تصویر په اوښکو لوند ساتمه.
۲۷۶ کرښه : په مینو خلکو کې غریب او مالداره نه وي.
۲۷۷ کرښه : مینه د هر چا په نصیب کې شته ،که تاسو یې ولټوﺉ.
۲۷۸ کرښه : خلکو دکلي څاه(کوهي)ته ورمنډه کړې او کوهي ته له نېږدې کورونو څخه دښځو دچیغو اوزونه پورته شول، ما هم ورمنډه کړې ،الله (ج) رحم وکړاو یواځې د کوهي دلوټې(بوشکې) پړی (رسۍ) پرې شوی و.
۲۷۹ کرښه : دتوت لاندې ماشومانو لوبې کولې او یو ماشوم توت ته د توت د دانو دخوړلو له پاره پوره شوی و.
خرچ شو او په ماشوم پسې د توت څانګه ماته شوه.
ما ټکر وخوړ او پاس مې توت ته نظر په منډه ورپورت کړ.
ماشوم په یوه بل څانګه پورې کلک لاسونه تاو کړي و او بدن یې یوې او بلې خواته ټالۍ وهلې.
ما چاپلکۍ ویستې او په منډه دتوت په سټه ور وختم.
۲۸۰ کرښه : په حسن زړونه ړنګېدلی شي خوتاسو د ړنګېدو سوچ مه کوﺉ
۲۸۱ کرښه : څلور دټوپک ډزې وشوې، له کورونو څخه خلک راوتل یو اوبل ته یې په سترګو کې ویل چې څه خبره؟
نورې ډزې پسې ورکې شوې،د کوڅې په کونج کې دوه کیوال سره په خبرو شول.
ــ ډزې ډېرېنږدې وې.
ــــ هو دټوپک خول ټیټه ښکارېده .
ــــالله (ج) دې خیر وکړي .
ډنګ،ډنګ اواز راعی دخلکو په مخونو کې دویرې نښې ورکې شوې او دخوشالۍ انځور یې په مخونو کې په ګډا شو.
غږ راعې :سلطان ته یې جېنۍ په نامه کړه!.
د کلي ځوانانو په ځڼو لاسونه کش کړل.