
روهي (درې نۍ/۴ د مرغومي)، د روسيې په مرکز مسکو کې د بس يو چلوونکي بس موټر له کنټرول ووت او د پلي خلکو په لور رهي شو، چې په پايله کې يې ۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۵ نور ټپيان کړل.
ځايي پوليسو پېښه تائيد کړې او ياد کس يې نېولی دی. د پوليسو په وينا چې ډاريور ياده کړنه قضداً او يا د کومې ترورېستي موخې لپاره نه ده کړي بلکي ډاريور خپل کنټرول له لااس ورکړل.
په ټولنيزو رسنيو کې د پېښې خپره شوې وېډيو د پېښې داسې انځور ورکوي، چې موټر له عمومي سړک څخه وځي، د پياده په لور ځي او د خپلو ټېرونو لاندې عام خلک پّ وينو کې پرېږدي.
د سرچينو له قوله، شونې ده چې د مرګ - ژوبلې شمېر ب لوړ شي دا ځکه چې پېښه د ګڼې - ګوڼي په ځای کې شوي او د خلکو شتون زيات وو.