
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۴مه) په خيبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي پخوانى ايالتي مشر پروفیسور ابراهیم ویلي، د تحریک انصاف په مشرۍ ايالتي حکومت له نصابه د "سکيولر" وګړو نومونه لېرې کړي.
هغه له اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلې؛ له تحريک انصاف سره، په حکومت کې د جماعت اسلامې د ور گډېدو يو شرط همدا و چې د ده په وينا له نصابه به ټول هغه سکيولر توکې وباسې چې د نېشنل عوامي گوند حکومت له لوري په تعليمي نصاب کې ځاى کړل شوي وو.
ښاغلي ابراهيم زیاته کړې، چې عوامي نیشنل او پیپلز گونډونو له تعليمي نصابه د اسلامې شخصیتونو په تړاو شته مواد لېرې کړي او د خان عبدالغفار خان، راجا داهر او رنجیت سنګ په څېر د ځينو سکيولر څېرو په اړه څپرکي ور زيات کړي و.
ویل شوي، چې د یوه هېواد تعلیمې نصاب د ولس په اخلاق جوړولو کې مهمه ونډه لري.
بل خوا عوامي نشنل گوند لا په دې تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى.