
منصوری، ۱۳۹۶ هش
مقدمه
د اداري واحد په توګه د پکتیکا ولایت اوږده سابقه نلري او د ولایت په حیث تر تشکیل مخکې دورو کې د موجوده پکتیکا ولایت نیمه برخه د غزني د ولایت او بله برخه یې د پکتیا د ولایت مربوطي وي. سره لدې چې د موجوده پکتیکا ولایت سیمي د وخت د دولتونو لپاره ستراتیژیک اهمیت درلود چې د دوو لویو ولسوالیو اویوی حاکمی ( د اورګون او کټواز لویی ولسوالی او د ګومل حاکی) منظوري یې یوه ښه نمونه ده، اما بیا هم د موجوده ولایت هغه پخوانۍ دوه نیمي خواوي د غزني او پکتیا په اداري واحدونو کې له نظره لویدلي، لریي پرتي او فرعي سیمي شمیرل کېدي. له دغه ځایه څخه د هر ډول خدماتو، د تعلیمي اسانتیاوو په شمول، څخه کمي برخمني او د ډیري کمي توجه وړ وي.
په لاندي پاڼو کې د موجوده پکتیکا په جغرافیي کې د تعلیمي اسانتیاو، د تعلیمي نهادونو اشکالو او مختلفوابعادو د نزدي تاریخ په اړه معلومات وړاندي کېږي. دا چي پدې اړه لیکلي اثار نشته نو دغه معلومات د لیکونکې تر ځانې تجربو او حلقو پوري محدود دي او پدې ترتیب سره یې د مسئلې د ټولو ابعادو په اړه یوه نمونه بللای شو. هیله کیږي چې دغه لیکنه به، که نیمګړی هم وي، د نورو علمي لیکنو لپاره لږ تر لږه یوه پیلامه وي.
د ولایت تر تشکیل مخکی په سیمه کی د تعلیم وضعیت
د موجوده ولایت په ساحه کې تر ۱۳۵۷ هش کال مخکي یوازې درۍ لیسي (علي بابا، بالیشواو سلیمان بابا لیسي) موجودي وي. د ولایت په نورو سیمو کې 35- 40 پوري ابتدائیه او متوسطه ښوونځي فعال و، چي یوازې د هلکانو لپاره و او د جنکیانو لپاره هیڅ ډول تعلیمي اسانتیاوي نه وي. له دغو رسمي مکاتبو پرته د دولتي تعلیمي خدماتو کوم بل ډول تعلیمي اسانتیاوي او مرکزونه نه و موجود.
کله چی په هیواد کی په ۱۳۵۷- ۱۳۵۸ هش کال د پکتیکا ولایت رسمآ تشکیل او شرنه د ولایت مرکز تعین شو، په دغه سیمه کې یوازي د سلیمان بابا د پخوانۍ لیسي له خام نیمه جوړ تعمیر څخه ماسوی بل کوم خاص ځای نه و. دولتي مرکز یوازي د دولتي مقاماتو د هستوګني او د فتري امورو مرکز و او د ولس تګ او راتګ ور ته نه وو .
په کلیو او د کلیو په مسجدونو کی، د سیمی او هیواد د نورو سیمو په شان، درسونه بیا د ولسونو لخوا تمویلیدل چی د اکثرو لویو کلیو په مسجدونو کې د طالبانو لپاره د درس ویلو اسنتیاوي وي. په هره سیمه کې چې به د سیمي کوم مشهور عالم امامت درلود، نو د مسجد په حجره کې به د سیمي او منطقي طالبان ور سره دیره کیدل او سبقونه به یې ځیني ویل. د سبقونو یو شمیر دغه ډول مشهوري حجري په یو شمیر لویو کلیو کی، لکه سروضه ( د کلي په دریو حجرو کي )، مغوله (ندۍ )، یحی خیل، ملیزي، مشخیل، سپینه او نورو کې دوام درلود.
د مسجد د حجرو له درس څخه پرته د پکتیکا په سیمه کې یو کم شمیر دیني مدرسي هم فعاله وي. یوه له دغه ډول پخوانیو دیني مدرسو څخه د اورګون په سیمه کې د حاجی صاحب قلندر مدرسه (له نن څخه کم او زیات ۱۲۰ کاله پخوا د هغه په شخصي شمتنۍ تآسیس شوي وه) وه. د باباجي صاحب په نوم بله دغه ډول مدرسه هم د اورګون په سیمه کې فعاله وه. دسروبي په سیمه کې بیا د مرحوم عبدالرحیم اخدزاده مدرسه وه چې د ۱۳۴۸ هش کال شاوخوا کې تآسیس شوي وه. په ۱۳۴۹ هش کال د مرحوم مولوي صاحب ارسلا رحماني ترلارښووني لاندي د سپینه په کلي کې یوه دیني مدرسه پیل شوه چی د ولس په مرسته او اعانو د سلو تنو طالباونو لپاره د لیلیی او تدریس لپاره تعمیر هم ور ته جوړ شوی و. د یحی خیلو په سیمه کې هم مدرسي ته ورته د حجرو درسونه موجود و.
د هیواد او سیمی په شان، په پکتیکا کی هم د کلیو په مسجدونو کې د وړو ماشومانو لپاره بیا لومړني تعلیمات تقریبآ هر چیري او هر چاته میسرو. دغه ډول تعلیم به د مسجد د امامانو لخوا وړو ماشوماونه ته معمولآ د ژمي په موسم کې (چې ماشومان به د کور له نورو کارونو څخه بېخي وزګارو) ور کول کیدل. د کلي د مسجد د مربوطه مقتدیانو واړه ماشومان به سهار یا ماسپښین (ماپشین) او یا هم دواړه وخته مسجد ته ورتلل او د مسجد امام به په انفرادې توګه هر یوه ته سبق وایه. وړو ماشومانو به معمولا بغدادی قاعده، د قرآن کریم لومړی سپاره ( اول په ټکي بیا په رواني)، لمونځ، حساب (شمیر او اعداد)، خط (سلام خط = دوعا او سلام)، پنج کتاب، رشید بیان او ځینو خو به تر خلاصي، قدوري او ګلستان پوری لا هم سبقونه پکې ویل.
د معاملاتو د شرعی اسنادو د لیکلو فن هم د مسجد د سبقونو له لاری زده کیده خو دغه ډول پوهه او تعلیم ډیر خاص او محدود وو. یو علت یې د دغه فن د ماهرینو نشتوالی وو. سره لدې چې مشهور علما او مدرسین به د معاملاتو (راکړي ورکړي او بیعي) د فقهی قواعدو بشپړ ماهرین وو خو په خط لیکلو کې به همیشه داسي نه وو. هغه څوک چې دغه ډول پوهه به یې لرله محرر به بلل کیده. هر دینی عالم به محرر نه وو، یا به یې نه غوښتل چې محرر شي. پدې ترتیب نو محرر عالمان به ډیر کم وو.
د معاملاتو اړوند د شرعی اسنادو یوه مجموعه به یې « ملاطفه» بلله. ملاطفه به، د هغه وخت په اصطلاح ، د محرر لخوا «پخیده»، یعنی د ملاطفي مشمول ټول اسناد به یې له معنی سره حفظ کړي، په لیکلو تمرین کړي او د مختلف ډول اسنادو جوړښت او شکل به یې زده کړی و. د ملاطفي تصور او شکل یوازي په پکتیکا پوري محدود نه و، بلکه د سیمي د اسلامي او عنعنوي تعلیم یو شکل و. له همدي امله د ملاطفی څخه په پیروي په سیمه کې ( او حتی د ټول هیواد په سطحه) د معاملاتو د لیکلو اسنادو ژبه دری شوي ده. د ملاطفي مشهور اومعمول اسناد له دوعا و سلام (سلام خط)، اقرار خط، د حسنه قرض حجت، قباله خط (د بایبات (بیع بات) او ګروی (بیع جایز او بیع سلم) اسناد) ، وکالت خط، اختیار خط، او فیصله خط څخه عبارت وو.
محرر به حتمي لوی عالم نه وو اما دیني تعلیمات به یې لرل. داسي معلومیږي چې په سیمه کې شاید دغه ډول محررین ډیر کم و. یو د دغه ډول مشهورو محررو عالمانو له جملي څخه، چې زه یې هم په دریم لاس له فیض څخه برخمن شوی یم، مرحوم ملا محمود نومیده چې د سپینه د کلي اوسیدونکی و. نوموړي یو شمیر شاګردان روزلي و چي پدې ترتیب سره د سیمي د ولسونو د معاملاتو د اسنادو لیکلو ستونځي به یې حل کولي.
د شورویاتو د تهاجم په دوره کې د ولایت په داخل کې تعلیمي اسانتیاوي
تر ۱۳۵۸ هش کال وروسته د ولایت په ساحه کې هم د ولایت د مرکز ښرنی تر څنګ یوازی د مټاخان، اورګون او خیرکوټ ولسوالیو مرکزونه د دولت په کنترول کې و چه د خیرکوټ سره نزدي ولسونه یې هم مهاجر شوي یا نورو سیمو ته کوچیدلي و او د اورګون سیمه خو بشپړ تخلیه شوي وه. پدې ترتیب سره که کوم مکتب یا بل ډول تعلیمي مرکز هلته موجود هم و، نو یوازي د دولتي ملکي او نظامي اراکینو د اولادونو لپاره په دغو دریو مرکزونو کې و او ولسونو ته هیڅ ډول دولتي خدمات نه رسیدل . تر ۱۳۶۰ هــ ش پوري دولایت ټولي سیمي د دولت له کنترول څخه د باندي وي نو د دولت لخوا د تعلیمي خدماتو په شمول ټول خدمات په هیڅ شکل نه و موجود. تر هغه وروسته په یو شمیر ګڼ میشته سیمو کې د غیردولتي مؤسساتو لخوا، په خاصه د مرکز تعلیمي په نوم د یوي مؤسسي او د افغانستان لپاره د سویدن کمیټی او لجنته الدعوه لخوا، د لومړنیومکتبونو یو محدود شمیر مراکز په ډیر ابتدائیه شکل شروع شول . اکثریت دغه ډول مرکزونه د رضاکارو معلمانو لخوا په مخ بیول کیدل چه ډیره کمه اندازه مواد او وسایل یې لرل. برسیره پردې ډیر له دغو مکاتبو څخه محض په نوم وو او ريشتینئ وجود یې نه درلود او بیله کوم ډول احصائیی او پلان څخه د یو او بل په خوښه تآسیس شوي وو. د ولایت په یو شمیر ولسوالیو لکه برمل، نکه، زیړوک، وړممۍ، تروی، ډیله کې هیڅ مکتب فعال نه و او حتی د سویډن د کمیټی لخوا اکمالیدونکی مکاتب هم په دغو سیمو کی نه وو. سره لدې هم دغه د مؤسساتو لخوا چلیدونکي مکاتب که هر څه وو خو د دولت د نشتون په هغه حالت کې د پکتیکا په شان په یوه سیمه یو غنیمت و.
د ۱۳۶۰ مي لسیزي په اخر کې بیا د مرکزتعلیمی په نوم مؤسسي خپل کار پریښوود او هر څه یې ختم کړل. وروسته بیا د پامرلنی په نوم د یوي مؤسسي لخوا د ولسی ښوونځیو په نوم یو محدود شمیر تعلیمي نهادونه د ولایت په یو څو مرکزی ولسوالیو کی تآسیس شول. د پاملرنی د مؤسسي د مکاتبو معلمانو معاش د ولس لخوا ور کول کېده. د سویډن د کمیټي لخوا بیا د مکاتبو د تاسیس لپاره یو معیار وضع شو چه د هغه معیار له مخي د مکتب د تآسیس اولویت هغه ځای ته ور کول کیده چي ولسونه به پکې پاته و او هلته به تر جنګ مخکي کوم دولتي مکتب موجود و. دغه کار د سویډن د کمیټی د محدودو امکاناتو څخه د ښې او اغیزمني استفادي لپاره ډیره مرسته وکړه او نه یوازې په پکتیکا بلکه په نورو ولایاتو کې هم دغه اصل په نظر کې ونیول شو. څه وخت وروسته چی د مکاتبو لپاره د تعمیر (معمولا شپږ صنفي خام یا ډبرین تعمیر) جوړولو امکانات پیدا شول، نو بیا هم د دغه اصل له مخې اولویت هغه ځای ته ور کول کېده چي هلته پخوا دولتي مکتب موجود و. د مکاتبو د تعمیر په جوړولو کې، سره لدې چی ډیر ارزان بیه او کوچني تعمیرونه به و، خو د ولس لخوا شل فیصده ونډه اخیستل هم یو شرط و. د یادوني وړه ده چی د پکتیکا په ساحه کې دغه ډول د ولس همکاري او ونډه تر ډیرو نورو سیمو ښه وه. پدې ترتیب سره د پکتیکا په ولایت کې د سویډن د کمیټی لخوا د چلیدونکو مکاتبو شمیر تقریبا تر څلویښتو پوري و. بله مهمه مسئله چي یادونه یې لازمه د ه داده چی د سویډن د کمیټي لخوا د جنکیانو لپاره د ګوملي د و لسوالۍ د خیر مینځو په سیمه کې لومړی مکتب په ۱۳۷۱ هش کال تآسیس او د ولایت په تاریخ کې لومړنۍ ښځینه معلمه مقرره شوه- لومړنۍ معاش اخیستونکي ښځینه په ولایت کې! تر هغه وروسته د مکاتبو لپاره د تعمیرونو په جوړولو کې هم د یوه اصل له مخې اولویت او ترجیح هغه مکتب ته ورکول کیده چې د جنکیانو څانګي به یې هم لرلي. پدې تریب سره د پکتیکا په ولایت کې د دولت له نشتون سره سره بیا هم د جنکیانو تعلیم رواج پیدا کړ. د سویډن د مؤسسي لخوا تمویلیدونکو ډیرو مکاتبو د هلکانو تر څنګ د جنکیانو لپاره هم څانګی درلودی. دغه د جنکیانو څانګی به په مکتب کې یا د مکتب د الحاقیي په نوم په نزدې کلی کې فعالیت کاوو. پدې ترتیب سره د طالبانو تر راتګ پوري تقریبآ ۱۰۰۰ جنکیانی په ابتدائیه ښوونځیو کې په تعلیم مشغولي وي.
د سویډن د کمیټې لخوا چلیدونکو مکاتبو د طالبانو د حکومت په دوره کې هم دوام وکړ. د طالبانو تر سقوط مخکي د ولایت په ساحه کې د سویډن د کمیټي په مرسته او تشویق یولس لیسي فعالي وي چې دریمي برخي یې دولسم ټولګی ته رسیدلي وي او نوري یې هم ور په لاره وي. یوه له دغو لیسو څخه د جنکیانو لپاره نیمه مدرسه لیسه وه چي د سروبي د پاسنو په کلي کې د مرحوم مولوي صاحب سیدګل تر مشري لاندي یې فعالیت کاوو. له دغي لیسي څخه وروسته بیا شاوخوا ۱۷ تنو جنکیانو د لیسي دوري فراغت هم تر لاسه کړی و.
د هجرت په دیار کی د پکتیکاوالو لپاره تعلیمی اسانتیاوی
د پکتیکا ولسونه د شورویانو د تهاجم په دوره کې د ډیورنډ خط سره نژي په وزیرستان سیمو کې میشت شوي و. له بده مرغه چه د دغو سیمو ولسونه پخپله هم له هره اړخه، خو په خاصه بیا د تعلیم او تربیي له اړخه په هغه وخت کې شاید د نړۍ په مخ وروسته پاتي سیمي وي. داسي ښکاریده چی دولتونو هیڅ نه شمیرل او هیڅ ډول تعلیمي اسانتیاوي پکې نه وي. لکه چی برتانوي لیکوال ډیوید لیون پخپل کتاب کې ورته اشاره کړي، داسی ښکاریده چې پاکستاني حاکمانو د وزیرستاناتو په شمول د ټولو قبایلي سیمو لپاره هغه د انګریز الفینستون په نسخه، چې دغه ولسونه یې غیرمتمدن او نه اصلاح کیدونکي بلل، عمل کاو. شاید دا علت وي چې په دغو سیمو، په خاصه په وزیرستان کې د افغان مهاجرو تر ورتګ مخکي هیڅ ډول پرمختګ خو لا څه چې د سیمي د پرمختګ دولتي ارداه هم نه ښکاریده.
د مهاجرو په کمپونو کې نه یوازي دا چه امکانات نه و، بلکه ذهیت هم منفي و او داسې څوک هم نه و چه یا یې زړه خوږیدلئ او یا یې د نورو زړه سواندو سره د ولس د معارف په هکله همکاري کړای. نتیجه دا شوه چه د پکتیکاوالو مهاجرو په سیمو کې د ۱۳۶۰ هـ ش لسیزي تر نیمایي پوري د یادوني وړ تعلیمي مرکزونه نه و. وروسته بیا ورو ورو د ځینو سیاسي احزابو او افغان کمیشنرۍ لخوا مکاتب پیل شول. سره لدې هم دغه ډول تعلیمي مراکز د د واړو کیفیت او هم کمیت له اړخه ناکافي، بې پلانه او د مقتدرو اشخاصو په خوښه و او د ولس اړتیاوي په پام کې نه نیول کیدي او تر دې مهمه ولسونه د تعلیم ترلاسه کولو ته هم نه تشویق کیدل.
سره لدې چې وروسته بیا د تعلیم مرکزونه په دغو سیمو کې یو څه را پیدا شول خو د پکتیکا میشتو د اړتیا پوره کولو لپاره بالکل ناکافي وو. وروسته بیا د واڼه په سیمه کی د شهید عبدالرحیـــــم نیازی په نامه یوه لیلیه لیسه تآسیس شوه چې د نورو تر څنګ یوه با کیفیته لیسه وه او دا چي د لیلیي اسانتیاوي یې لرلي نو د مسافرو شاګردا نو لپاره هم یو غنیمت و. له بده مرغه چه دغه لیلیه لیسه تر پیل څو کاله وروسته د مالي امکاناتو د نشتوالي له وجي یې اول لیلیه برخه له منځه ولاړه او وروسته یې د معلمانو معاشونه هم نه وو او پدې ترتیب یې سقوط وکړ.
یو شمیر پکتیکاوال د پاکستان په نورو ښارونو – کراچۍ او لاهور کې میشت وو. د یو شمیر کورنیو ځوانانو یې وکولای شول چه په پاکستاني مکاتبو کې تعلیم وکړي. یو محدود شمیر یې ښه تعلیم تر لاسه کړ چې ځینو یې حتی د ماستري درجي هم تر لاسه کړي.
د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته د پکتیکا په ولایت کې د معارف وزارت په خلاص لاس د تعلیمي فعالیتونو لپاره هر راز امکانات په کار واچول. د معارف وزارت مقاماتو د لیسه کیدو لپاره هیڅ موانع نه ایجادول ، دیني مدارس هم زیات شول، د ولایت په مرکز کې یوه لیلیه لیسه جوړه شوه، دارالحفاظونه جوړ شول، لومړی اساسي دارالمعلمین لومړی د اورګون په ولسوالي کې جوړ شو او وروسته بیا د ښرنی په مرکز هم جوړ شو.
د پکتیکا په ولایت کی بله یوه هیله د کابل په مرکز کی د رحمن بابا او خوشحال خان په لیلیه لیسو د پکتیکا د مختلفو لری پرتو سیمو د ځوانانو لپاره د لیسی د تعلیم تکمیلولو اسانتیا ده،. په دغو دوو لیسو کی هم یو شمیر پکتیکاوال په تعلیم بوخت دی چی د غریبو او لری پرتو او نا امنو سیمو د ځوان نسل لپاره، چی د تعلیم کولو بله لاره ور ته نه وی، ډیر لوی ارزښت لری.
فعلآ (۱۳۹۶ هش) د اسنادو له مخی د پکتیکا په ولایت کی 427مکاتب فعالیت کوی چی 4700 تنه ښوونکې پکی 135000 ماشومانو ته تدریس کوی. دهیواد د نورو سیمو په شان د پکتیکا د ولایت تعلیمی اسانتیاوی د کیفیت او کمیت دواړو له اړخه په ټیټه درجه کې راځی. ډیرئ ماشومان، مخصوصآ د ټولنو غریب قشر، جنکیانی، د غرنیو سیمو لری پراته کلیوال، او نور تعلیمی اسانتیاوو ته لاسرسئ نلري. د کیفیت له اړخه خو د هیواد په سطحه د تعی\لیم له کیفیت څخه نارضایتی عامي دي خو د پکتیکا د معارف کیفیت د ځینو شاخیصونو په اساس تر نورو سیمو هم خراب ښکاري. مثلآ د ولایت د موجوده معلمانو له جملی څخه یواځې ۱۳۰ تنه ښځینه ښوونکي د ي چی هغه هم اکثرآ پخپله حتی د لیسی د دوري تعلیمات نلري.
په پای کی پکتیکاوال ځوانان د ښو استعدادونو څښتنان دی. د شته ستونځو سره سره بیا هم ډیر پکتیکاوال ځوانان د سیمی - هند ، پاکستان ، ترکیی او د نړی په معتبرو پوهنتونو کی په اوچت تعلیم بوخت دی. د ترکیی د هیواد د ایرزروم په ښار کی د اتاترک د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځی یو پکتیکا وال محصل د ترکیی په سطحه د عمومی اول نمره ګانو له جملی څخه دی، چی د پکتیکاوالو ځوانانو د ښو استعدادنو یوه بیلګه ده. له دغه اړخه د پکتیکا ولایت د هیواد د یو شمیر نورو جنوبی او جنوب لویدیځو ولایتونو به نسبت بیا هم ښه دی. یو بختورتوب به یې داوو چی د پکتیکا په ولایت کی د حکومت د نشتوالی په صورت کی هم د ۱۳۶۱-۱۳۷۵ هش کلونو تر منخ غیر دولتی مؤسساتو فعالیت درلود. دغه دغیر دولتی مؤسساتو تعلیمی فعالیتونه که څه هم محدود وو او په هیڅ ډول کافی او منظم نه وو اما بیا هم د پکتیکا د اوسنی نسبتآ ښه تعلیمی وضعیت لپاره یې ډیره ګټه رسولی ده. له بده مرغه نور جنوبی او جنوب لویدیځ ولایات (له فراه تر زابله) کې بیا د جنګونو د دو لسیزو په دوران کی چي دو لت نه وو خو غیر دولتی مؤسساتو هم هیڅ شتون نه درلود چی پد ې ترتیب سره شاید د دغو سیمو اوسنی بد تعلیمی وضعیت او حتی تعلیمی ناورین په هغو دوو لسیزوکې د دولتی خدماتو د غیابت تر څنګ د غیر دولتی مؤسساتو نه شتون وی.
د پکتیکا والو بله لویه ستونځه د کار ځایونو او د کار د فرصتونو محدودیت او نشتوالی دی. دا چی د پکتیکا لویه برخه کلیوالی سیمی دی نو د ښاری سیمو په نسبت تولیدی او دفتری چاری پکی ډیری محدودی دی. برسیره پردی د ولایت په سطحه ټولنیز خدمات د هیواد د نورو سیمو په تناسب هم ډیر لږ دی. د آمینتی تر څنګ، دغه محدودیتونه په خپل وار بیا د کاری فرصتونو د کمښت سبب شوی دی. برسیره پردی په مرکز او نورو سیمو کی هم د پکتیکا والو حضور په نشت حساب دی. ددغو عواملو به سبب ډیری ځوانان سره لدې چی لوړ تعلیمات یې هم تر لاسه کړي، بی وظیفو ګرزي. دغه ستونځه که څه هم د هیواد په سطحه شته، خو په پکتیکا کې بیا د مرکزي مقاماتو دبی توجهي له وجي تر نورو سیمو هم زیاته ده. د دغي ستونځي مستقیم عواقب که له یوی خوا د بشری قوی او بشری پانګی د راکد پاته کیدو او بی ګټی کیدو په شکل ضایعات دی، خو له بلی خوا د پکتیکا والو لپاره د تعلیم د اهیمت د له منځه تلو په شکل هم دي. پدې ترتیب سره شاید راتلونکي نسل ته د تعلیم د اهیمت په اړه سوالونه او منفی ذهیت د راپیداکیدو سبب شی.
آخځلیکونه
د افغانستان لپاره د سویډن د کمیټه (۱۳۹۰ - ۱۳۷۵ هش). د تعلیم او تربیي کلنی را پورونه.
تاند بريښنا پاڼه، ۱۳۹۶ هش.
د محترم مولوی صاحب محمد عمر فاروقی د معلوماتو په حواله.
Loyn David (2008). BUTCHER AND BOLT: 200 Years of Foreign Engagement in Afghanistan