
روهي (يوه نۍ/۳ د مرغومي)، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په وينا، روانه اونۍ (څلورنۍ) به د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيران د چين په پلازمېنه بېجېنګ کې سره راټول شي، د افغانستان د سولې پر مساله او د افغانستان او پاکستان ترمنځ به، د باوري فضا په رامنځ ته کولو به خبرې وکړي.
په ياده ناسته کې به درېيو هېوادونو (چين، افغانستان او پاکستان) په خپل منځي اړيکو سربېره د سولې، سيميزې همکارۍ او د ترهګرۍ سره پر مبارزې به بحثونه وشي.
افغانستان، چين او پاکستان تر دې وړاندې هم درې اړخېزې ناستې ترسره کړې وې، تمه ده چې ياد درې هېوادونه به د نوي زېږديز کال په لومړيو مياشتو کې هم درې اړخېزه ناسته ولري.