
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۳مه) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې روسيې له ناټو څخه د هغو چورلکو په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی تر لاسه کړی چې افغانستان ته وسلې او د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) جنګیالي لېږدوي.
هغه د روسیې له ریانویستی خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، موږ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د بهرنۍ مرستې په اړه اندېښنه لرو.
د کابلوف په وینا، مسکو د ناپېژاندو چورلکو مسله د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې هم یاده کړې او اوس په دغه برخه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ته په تمه یو چې تفصیلي راپور وړاندې کړي.
ویل شوي، چې د افغانستان د فضا کنټرول له ناټو سره دی، په دې اړه یې ترې معلومات غوښتي خو د مسکو لپاره د ناټو ځواب قانع کوونکی نه و.
بل خوا مسکو بیا زیاته کړې، چې په افغانستان کې د داعش ۱۰زره جنګیالي لري.