د چېچنیا جمهور رييس لور، د روسیې د کالیو موډ په فیستوال کې ګټونکې شوه

عایشه قدیروف د چېچنیا د جمهور رييس رمضان قدیروف لور، د روسې د کالیو موډ به فیستوال کې، چې په روسیه کې جوړ شوی و جایزه وګټله. دغه جایزه د Fashion New Year Awards 2018 په فیستوال کې د مرسدس بېنز کمپنۍ لخوا ورکول کیده، چې د همدې نندارتون جوړونکی شرکت دی.
دغه فیستوال د اکټوبر په میاشت کې جوړ شوی و او عایشه نندارې ته «د غرونو جواهراتو» په نوم ۴۷ جوړې د پوړنیو سره وړاندې کړې وې، چې د مسلمانو مېرمنو لپاره طرحه شوې وې.
د چېچنیا جمهور رييس رمضان قدیروف لور ۱۸ کلنه ده او د فردوس په نوم د ګاليرې مدیره ده. د دغه ګاليري بنسټ ۹ کاله وړاندې د نوموړې  مور لخوا اېښودل شوی و. عایشه د حجاب کالیو تر څنګ نور جامې هم نړيوالو نندارتونونو ته وړاندې کوي.
 

عایشه قدیروف