د یوه نوي پیدا شوي ماشوم زړه د هغه د سینې څخه د باندې وو

په برطانیه کې د یوه نوي زیږیدل شوي ماشوم زړه د سینې باندنۍ یا د سینې په سر باندې وو چې بیا تر بریالي عملیاتو وروسته ډاکټرانو د نوموړي ماشوم زړه د سینې دننه په خپل ځای کې ولګاوو.

جیو نیوز ویبپاڼې د، دې ګارجین په حواله ویلي چې د کوچني په اړوند له پیدایښت څخه وړاندې موراو پلار ته خبر ورکړل شوی وو چې د نوموړي پیدایښت به ستونزمن وي او د روغ پاتې کیدو امکان یې ډیر لږ شته.
خو د ماشوم د والدینو په وینا دوي دا پرېکړه وکړه چې تر ډیره بریده به خپله هڅه کوي تر څو کوچنی یې روغ پاتې شي، ددې ماشوم لومړني عملیات ۵۰ دقیقې وو چې په بریالیتوب پای ته ورسیدل چې همدا راز وو چې د والدینو تمه یې هم دې ته زیاته شوه چې نوموړی به روغ رمټ پاتې کیږي.
 
د کوچني ماشوم د والدینو په وینا کله چې یې کوچني منظمه سا اخستل پیل کړل زیاته د حیرانیدو وړ خبره وه او ددوي په آند چې مونږ یې زیات حیران کړو.
 
د نوي زیږیدل شوي ماشوم د مور ناومي په خبره نوموړې پر کوچني ماشوم نوم د ډزني فلم (ریک اټ رالف) د یوې صحنې څخه په متاثره کیدو پر ماشوم د وینلوپ نوم کیښود، ځکه ددې په اند نوموړی یو ضدي او همت ناک هلک وو چې په فلم کې بلاخره شهزاده جوړیږي او هیڅ ماتې په کې نه مني.

دا وړاندې وايي چې د ماشوم تر پیدایښت مخکې راته ډاکټرانو دا مشوره راکړه چې تاسې باید حمل ضایع کړئ خو ما ورسره ونه منله ما غوښتل همدا ماشوم مې روغ پاتې شي.

ناومي وايي هیڅکله باید یو څوک نا امیده نه شي، ځکه نړی ته زه او زما ماشوم د یوه مثال په توګه وګرځیدل.
د یادونې ده چې دا په بریتانیا کې لومړني داسې عملیات دي چې په بریالیتوب پای ته رسیږي، اوس ډاکټران وايي چې وینلوپ روغ صحت لري او د نورو ماشومانو په څیر یې وزن هم مخ په ښه کیدو دی.