بيړنی خبر: په ملګرو ملتونو کې اکثريت هېوادونو په ۱۲۸ تائيد رايو سره، بيت المقدس د فلسطين د مرکز په توګه تائيد کړ

روهي (پنځه نۍ/۳۰ د لېندۍ)، نن د ملکرو ملتونو د غړو هېوادونو له خوا فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د بيت المقدس د شخړې په اړه ناسته تر سره شوه، چې په پايله کې يې د نړۍ اکثره هېوادونو د ۱۲۸ تائيد رايو په ورکولو سره بيت المقدس د فلسطين د مرکز په توګه ومنو.
 
په ياده ناسته کې ۹ مخالفې او ۳۵ سپينې رايې کارول شوې وې.
 
په دې سره د ملګرو ملتونو اکثريت غړو هېوادونو د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ټرمپ د هغې پرېکړې پر وړاندې عمل وکړ، چې بيت القدس يې د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه په رسميت پېژندلی وو.