جرمني بیرته په کابل کې خپل سفارت پرانېزي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۳۰مه)  کابل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ډېر ژر به په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.
ښاغلي زیګمار ګابریل دا څرګندونې پرون په ارګ کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې کړې دي.
په کابل کې د جرمني سفارت د روان کال په اوړي کې د یوه ټانکر بم چاودنې له امله، چې شاوخوا سل تنه په کې ووژل شول او د دې سفارت د ودانۍ ډېرې برخې ویجاړې شوې، تړل شوی دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دغه راز افغانستان ته د نورو جرمني سرتېرو د استولو ملاتړ هم وکړ.