د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې نن د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۳۰مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوې مأموريت يا يوناما دفتر په یوې خپرې کړې اعلامیه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې به نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش پر وروستي راپور بحث وشي.
د ګوترش په راپور کې ویل شوي و، چې د افغانستان پر امنيتي وضعيت، اقتصادي ودې، سيمه‎ييزې همکارۍ، بشري حقوقو، کډوالو، د مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو تمرکز کړى دى.
د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز د افغانستان د ۲۰۱۸میلادي کال د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو په اړه ویلي، چې سره له‎دې چې د رأی ورکوونکو د لېست او د رأیو د مرکزونو د ارزونې په برخه کې پرمختګونه شوي دي، خو دده په وینا په ځینو عمده پریکړو کې ځنډ د دې سبب شوی چې پر وخت ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې په عامه توګه د انتخاباتو د کمېسیون پر وړتیا اندېښنې راپورته شي.
تمه کېږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى تداميچي ياماموتو هم د ملګرو ملتونو په نننۍغونډه کې چې په نيويارک کې کېږي برخه واخلي او د افغانستان پر روان وضعيت به معلومات ورکړي.