د امريکا مشرانو جرګې د مالياتي قوانينو لايحه تصويب کړه

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۳۰مه) ویل شوي، چې د امریکا مشرانو جرګې د مالیاتي قوانینو لایحه تصویب کړه.
دا په تېرو درېيو لسيزو کې د امريکا د مالياتو له هغو قوانينو څخه ګڼل کېږي، چې په پراخه پيمانه‌يې متن له سره ليکل شوى دى.
تصویب شوېلايحه په لږ توپير يعنې په ٥١ موافقو او ٤٨ مخالفو رأيو سره تېره شپه ناوخته تصويب شوه.
اوس به دغه لايحه د نهايي تصويب لپاره، نن ناوخته د استازو جرګې ته ولېږل شي چې يو وار بيا رأيه ورکړي.
که دغه لايحه تصويب شي، دا به د ولسمشر ډونالد ټرمپ لپاره، د ده د دورې له پيل راوروسته د قانون په ډګر کې يوه بريا وي.