اوس وخت کې د نړۍ په اقتصادي ډګرونو کې دوه ډوله نظامونه ډېر شهرت لري؛ چې هر يو يې پانګوال (سرمايه داري) نظام يا Capitalismا و بل يې اشتراکي نظام Socialism دی.
ددې لپاره چې ددواړه نظامونو په اړه يو څه پوه شو، غوره بولم چې اول په پانګواله نظام باندې د خپلې پوهې مطابق رڼا واچوم.
پانګوال نظام (Capitalism)
دا چې په اوس وخت کې پانګوال نظام د اقتصاد په ډګر کې ډېر پر مخ روان دی، نو غوره بولم چې اول پانګوال نظام وپېژنو.
د پانګوال نظام فلسفه داده چې هر انسان بايد په راکړه ورکړه او اقتصادي منډو ترړو کې خپلواک پرېښودل شي؛ همدارنګه هغه لاره چې نوموړی شخص يې ځانته د عايداتو او ګټو ترلاسه کولو لپاره غوره وبولي، هغه د ورته پرانستې پرېښودل شي.
په پانګوال نظام کې هڅه کېږي چې هر يو اقتصادي مسؤليت، باید د خلکو په واک کې ورکړل شي؛ حکومت په اقتصادي چارو کې هېڅ د مداخلې حق نه لري؛ حکومت يواځې او يواځې د امنيت د ټيګښت مسؤليت پر غاړه لري؛ خو که چېرې اوسني حالاتو ته پاملرنه وکړو، حکومت نوموړی ار تر پښو لاندې کړی؛ ځکه يو شمير اقتصادي مسؤليتونه حکومت مستقيماً په خپل کنټرول کې راوستي؛ لکه: رېل ګاډی، تليفون، برېښنا او... چې په انګريزي کې ورته د Mixed Economy اصطلاح کارول کېږي.
ددې لپاره چې په پانګوال نظام کې هر اقتصادي فعاليت په سمه توګه پر مخ لاړ شي، يو شمېر اقتصادي اصول يې وضع کړي.
۱: شخصي مالکيت (Private Property)
۲: د ځاني ګټو خوځوونکی (Profit Motive)
۳: د حکومت د نه لاسوهنې کړنلاره (Laissez Faire)
۱: شخصي مالکيت: هر هغه د توليد وسايل، د توليد د وسايلو اړوند توکي او د شخص خپل توکي، شخص کولای شي چې بې له کوم بنديز څخه هغه په خپل کنټرول کې وساتي؛ د نوموړو وسايلو په شخصي ساتنه کې شخص خپلواک وي.
۲: د ځاني ګټو خوځوونکی: هر هغه شخص چې د کوم کار پيل وکړي، همدا شخص د پيل کړي کار بنسټګر بلل کېږي؛ د ګټې اصلي حقدار هم نوموړی شخص وي او هغه عوايد چې ورڅخه ترلاسه کېږي، بنسټګر يې تر لاسه کوي.
۳: د حکومت نه مداخله: دلته حکومت حق نه لري چې په سوداګرو يا د سوداګرو په اقتصادي لارو چارو بنديز ولږوي او سوداګر بايد آزاد پرېښودل شي؛ چې د همدې په خاطر د فرانسوي ژبې Laissez Faire اصطلاح ورته کارول کېږي؛ د نوموړې اصطلاح بشپړ مفهوم داسې ده، چې سوداګر بايد خپلواک پرېښودل شي او حکومت دې د سوداګرو په اقتصادي لارو چارو هېڅ ډول بنديز ونه لږوي؛ همدارنګه حکومت دا صلاحت هم نه لري چې سوداګر دېته مجبور کړي، چې ته دا کار وکړه او يا دا کار مه کوه.
د اشتراکي نظام په اړه معلومات به په بله مقاله کې له تاسو درنو لوستونکو سره شريک کړم.
وروستي