
په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د درغلیو زیاتره برخه کاندیدانو په تیره دښاغلي کرزي او عبدالله پلویانو کړې دي، ځکه په ولایتونو او ولسوالیو کې زیاتره پخواني جنګسالاران واکمن دي او دډیرو په باوردغو کسانو یوازې همدغودوو کاندیدانو ته کار کاوو او آن دغه پلوي توب یې له چا څخه پټاوو هم نه.ځینو والیانو په ښکاره ددغو کاندیدانو ملاتړ اعلام کړ او دټاکنو په جریان کې یې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخیسته او ددغو کاندیدانو صندوقونه یې له جعلي رایو څخه ډک کړل.
خو داچې زموږ درسنیو زیاتره برخه دیوې ډلې پلوي کوي او دهغوی یا دهغوی دبهرنیو حامیانو په پیسو چلیږي نو ټوله پړه یې یوازې دکمیسیون په مشرتابه ور واچوله.دوی له پروړې غر جوړ کړ،کوچنۍ خبره یې غټه کړه هغه څوک چې په کمیسیون کې ددوی پلویان نه وو،ددوی دلفظي حملو نښه وګرځیدل.
زه دا نه وایم چې دټاکنو کمیسیون هیڅ نیمګړتیا نه لرله دوی پخپل وار خلکو ته ملامت دي ،خو ټول پوهیږي چې خبره چیرې ده.څوک چې دیوې انحصارګرې ډلې په خوښه کار نه کوي د دوی او تړلو رسنیو دحملو هدف به ګرزي او بیا به په ډیر چل سره خپل پلویان دبې طرفه کسانو په جامه کې نصبوي.
دټاکنو په کمیسیون همدا کانه وشوه.ټول والیان ، ولسوالان او سیمه ایز جنګسالاران چې په ټاکنو کې یې درغلي کړې وې، هیر شول،دتړلو رسنیو او دانحصار ګرو ډلوهدف یوازې دټاکنو کمیسیون او هلته هم یو دوه تنه وګرځیدل.او باالاخره زمینه ددې ته مساعده شوه چې ددغې ډلې یو مهم غړی دټاکنو دکمیسیون مشر وټاکل شو.
که دټاکنو د درغلیو ټوله پړه دټاکنو پر کمیسیون ور لویږي، نوآیا فضل احمد معنوي دهمدې کمیسیون کمیشنر نه و؟که د کمیسیون نورو غړو دټاکنو په درغلیو کې لاس درلود ايا دغه ښاغلی قرار ناست و؟داڅنګه کیدای شي چې هغه څوک چې دنظار شورا غړی نه دی په درغلیو کې لاس ولري او ددې ډلې غړي دې هیڅ لاس پکې ونه لري؟
ښاغلی معنوي دنظار شورا مهم او کلیدي غړی دی له اوله تر اوسه ورسره یو ځای اوسیدلی.نو آیا کیدای شي چې موږ دې دشفافو ټاکنو هیله ولرو؟
دغه راز دټاکنو کمیسیون دشکایاتو د کمیسیون یو شمیر غړي لکه ضیا رفعت او عاکفي هم بې طرفه کسان نه دي،ښاغلي رفعت په تیر کې د ټلوالې پلوی او اوس دښاغلي کرزي نږدې ملګری دی نو ايا ممکنه ده له دوی څخه داهیله ولرو چې دخلکو په ګټه کار وکړي او دخپلو مشرانو په ګټه به کار نه کوي؟
له بده مرغه دغو نویو بدلونو چې دجنګسالارانو په مشوره منځ ته راغلي دي دخلکو په منځ کې نوې اندیښنې راپیدا کړې دي، په دغو تغیراتو سره دخلکو مایوسي لا زیاته شوه.
له دې سره چې دهیواد په زیاترو برخو کې امنیت نشته دولسمشرۍ ټاکنو په څیر به په زیاترو سیمو کې خلک په ټاکنو کې برخه وانه خیستلای شي خو دغو نویو بدلونو نو خلک لا مایوسه کړل.