
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۹مه) د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ به سبا پنجشنبه د اسرائیل د پلازمېنې په توګه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بیت المقدس د رسمیت پېژندلو د پرېکړې په اړه یوه بیړنۍ ناسته وکړي.
ویل شوي، چې دا ناسته به د اسلامي هېوادونو په غوښتنه دایرېږي.
په ملګرو ملتونو کې فلسطیني استازي ریاض منصور ویلي، د عمومي اسامبلۍ ۱۹۳ غړي به پرېکړه لیک ته چې له ولسمشر ټرمپ څخه غواړي خپله پرېکړه بېرته واخلي، رأی ورکړي.
دا پرېکړه لیک به لازم الاجرا نه وي او یوازې به سیاسي اهمیت لري.