
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۹مه) د پاکستان لوی درستیز ښاغلي قمرجاوید باجوه ویلي، چې پاکستاني پوځیان په افغانستان کې هر تغیر ته بې پلوه نهشي پاتې کیدای.
هغه دا خبره تیره ورځ په اسلاماباد کې مشرانو جرګې ته وکړه، خو په دې برخه کې یې نور توضحیات ورنه کړل.
ښاغلي باجوه په ورته وخت کې وویل، چې دا مهمه ده چې له افغانستان سره د پولي امنیت ټینګ شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ د کرښې په اوږدو د امنیت د ټینګېدو پر مسئلې د پاکستان د پوځ د اوپراسیون د مشر تورن جنرال ساحر شمشاد مېرزا په مشرۍ یو پلاوی هم روانه اوونۍ په کابل کې له افغان امنیتي چارواکو سره خبرې وکړې.