
د نن نه ۱۷ کاله مخکې د عشق اباد د رېل په تم ځای کې له يو وروسي ځوان سره مخ شوم زه يو ميز ته چې دوه چوکۍ ورته ایښې وې ناست وم د ميز يوه چوکۍ خالي وه يو وروسی ځوان مې مخې ته ودرېد د کېناستلو اجازه يې وغوښته مايې هرکلی وکړ ځوان راته د سمبوسو ست وکړ ما ترېنه په ماته ګوډه وروسي ژبه مننه وکړه وروس وويل چې له خبرو دې داسې معلوميږي چې افغان يې مايې خبره تائيد کړه چې هو زه افغان يم ځوان وويل زه هم افغان يم.
زه په طمعه شوم چې ځوان به اوس راسره په دري يا پښتو ژبه خبرې کوي خو نه ځوان بيا په وروسي ژبه خبرې پيل کړې پوښتنه يې وکړه په افغانانو کې څوک يې ما ورته وويل پښتون يم ځوان خوشحاله شو چې زه هم پښتون يم څومره نيک تصادف ځوان وویل زما نوم سردار دی ته په پښتنو کې څوک يې ماترې و پوښتل چې ته څه ډول پښتون يې چې په پښتو نه پوهېږې سردار وويل په الله قسم چې زه پښتون يم دا چې په پښتو نه پوهېږم کيسه يې اوږده ده خو ته راته ووايه چې څوک يې ما ورته وويل خوګياڼی يم سردار هیجاني شو په ټوپونو يې پيل وکړ راغی په غېږ کې يې ونيولم په لوړ اواز يې وويل زه هم خوګیاڼی يم خدايه شکر چې خپل عزيز مې پيدا کړ.
ما د معتاد شرابي ګمان پرې وکړ ځان مې ترې خوشې کړ د پولیسو په لور ورغلم دا هم راپسې و پوليسو ته مې شکايت وکړ چې دغه ځوان نه پوهېږم له ما څخه څه غواړي ډير يې په تنګ کړم پوليسو د ځوان مخه ونيوله پوښتنې يې ترې وکړې زه ترېنه څو قدمه لرې ولاړ وم پوليس له لږ ځنډ وروسته زما په لور راغله لمړنۍ خبرې مو وکړې خو سم سره پوه نشو د پوليسو يو تن لاړ لږه شېبه وروسته يې دوه تنه افغان محصلين له کوم ځای نه د ترجمانۍ لپاره راوستل زه هم خوشحاله شوم چې خپل افغانان مې وليدل محصلينو راته وويل چې دغه وروس ځوان ریښتیا وايي موږ يې اسنادونه وليدل ما ترې وپوښتل چې دتاسو خبره سمه ده خو دغه ځوان له ما څخه څه غواړي محصلينو وويل چی دی وايي زما سره ماري ته لاړ شه زما کور په ماري کې دی په ماري کې لس ګونه کورونه خوګياڼي او اسحاقزي پراته دي.
ما له خپلو مشرانو سره ژمنه کړې چې یوه ورځ به زه خپل عزيزان پيدا کوم که تاسو له ما سره لاړ شئ نيکه به مې ډېر خوشحاله شي ما محصلينو ته وویل که تاسو راسره ځئ زه کومه ستونزه نه لرم محصلينو وويل موږ هم رخصت يو راځئ توکل په الله لاړ به شو د رېل ټکټ مې کنسل کړ زه او دوه تنه محصلين د سردار سره د عشق آباد نه د ماري په لور روان شو تقريباً ( 6 ) ساعته مو په يو وړوکي پيجو موټر کې تر ماري مزل وکړ.
مازيګر مهال ماري ته ورسېدو د سردار خبرې ريښتيا وې ماري کې مو ډېر پښتانه وليدل چې په وروسي ژبه غږېدل د ډېرو کمو مشرانو چې تعداد يې محدود و په پښتو ژبه يوه نيمه خبره زده وه سردار ساعت وروسته زموږ د هرکلی لپاره ډلې ډلې ښکلې پيغلې، ځوانان، مشران او کشران چې څیرې يې کټ مټ پښتنو ته ورته وې په کتارونو کې درولي وو د سردار نيکه د خپلو اسلافو په هکله راته وويل چې زموږ نيکونه د افغانستان پخواني پاچا امير شيرعلي خان سره يوه نيمه پيړۍ مخکې په سنه( ۱۲۴۵) کې دلته راغلي همدا راز د سردار نيکه د ازبکستان د قرچي په ښار کې او د تاجکستان د کولاب په ښارکې د پښتنو ادرسونه راکړه چې اوس مهال پښتو نه شي ويلی له پلټنو وروسته پوه شوم چې د قرچي پښتانه ساپيان او د کولاب پښتانه عمرخيل دي چې تر ننه پورې هلته اوسې.