
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۹مه) د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه د دغه هېواد مشرانو جرګې ته ویلي، چې د افغانستان او هند په ګډون له ټولو هېواونو سره ښه اړیکي غواړو.
هغه د سې شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته په داسې مهال وینا کړې چې د امریکا ولسمشر د ملي امنیت ستراتیژۍ په روښانولو کې یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې خپله خاوره کې "ترهګرو" له منځه یوسي.
په پاکستان کې د مسلېم لیګ نواز ډلې یو غړی عبدالقیوم وايي، باجوه په دې خبرو کې نږدې یوه ساعت یوازې په ختیځو او لوېدیځو پولو خبرې وکړې.
ویل شوي، چې قمرجاوید باجوه په دې خبرو کې پر هند تور لګولی، چې پر ۲۰۱۷ کال یې په کنټرول کرښه ډېره خلاف ورزي کړې.