ستا وینه بې قېمته

نن وینه بې قېمته، قاتلان په جګو سترګو
مظلوم د آواز څړیکه، قاتلان په جګو سترګو
د درد په غېږ کي ځانګي، هر داستان بور او بدنام
د تېره خنجر پر څوکه، قاتلان په جګو سترګو

خود به سوځې د نړۍ په هر یو ګوټ کې
خود به خوږ يې دلته هلته په هر چوټ کې
ته د عشق په طمعه ناست وې ډېر بې غمه
ته معبود کې تېر وتلې، ستا مسجود شو بل صنمه
ته غافل وې، ته پردی وې، ته له خپل مسلکه لیري
ته بڼوال د هغه بڼ وې چې اهاړ درنه سوځلي
چې پر تورو بیدیاګانو خزانې وې تا ټومبلي
تا کښت کړی پر خپل ځمکه سپینې واورې ملغلرې
ستا فوجونو، ستا لښکرو له هیبته لړزولې
ستر قصرونه او ماڼۍ ئې تر پښو لاندې اېلولې
څه برم وو څومره شان وو زورور هغه دوران وو
هره هیله ځوانه ځوانه د غلیم کورګی چي وران وو
موږ په هسکه غاړه ګرځېدو چي لوړ مو هر نُښان وو
د شمال جنوب ورورنه شرق او غرب پورته آسمان وو
دا د ځمکې خلافت وو هر څه زموږ پت او عزت وو
لوړې څوکې دنګ دنګ څلي هر یو داسې عظمت وو
پر دې ځمکه زموږ رواج وو دلته زموږ د تورې راج وو
د طاغوت سرونه کښته دښمنان راته محتاج وو
 
نن مو هېره وروسته پاته هغه لاره د عروج کړه
په میدان کي مو ګټلې له هغې بازۍ خروج کړه
موږ د عشق پر بازارونو کړل د حُسن طوافونه
غلیم پورته زموږ له پاسه بامه وکړل دیدنونه
زموږ د نبض له حاله پوه شو چي بیمار دئ
دا مُعتاد جسد د حسن په خُمار دئ
غلیم پورته شو ځوانانو وخت د ښکار دئ
چي دښمن خمیر خوړلی وخت د وار دئ
او په یاد لرئ چي ورک به دغه قوم کړو
هر یو کور به د الحاد په نوم مسموم کړو
نن مو ورځ ده که وجود کي څه شیمه سته
که خپل تېر په لاس راوړئ یا تلوسه سته
چي را پاته له پلرونو او نیکونو دا ګوندي ده
زموږ ازل کي لیکل شوې له اسلام سره بدي ده
پاڅئ پاڅئ د ناموس په قسم پورته شئ ځوانانو
د جواز پولي نور پرېږدئ زموږ اتلو توریالیانو
دې نړۍ کي لیکل شوی دا دستور او دا قاونون دئ
یا محکوم او یا حاکم یو دا شعار وخت د بدلون دئ
 
نن ئې وینو د اُمت وینه ارزانه پلورل کیږي
بې قېمته مظلومان دلته هلته وژل کیږي
د اسلام په نوم مو ستر ظلم چي کړی
موږ پخپله پخپل لاسو د عزت څلی ویشتلی
دا دي ړنګ شول چي مو کور،کلي او ځمکي
لاس تړلي زولنې او پښې مو بندي دي اُولچکي
لا به څومره خزانونه د بهار په لوري راشي
زموږ نه لیري سره اورونه چي د یار په لوري راشي
د طوفان په مخ کي ستر ستر ګړنګونه لا ولاړ دي
زموږ تر ځایه په راتلو کي ستر خنډونه لا ولاړ دي
موږ بې غمه یو دې اور خو د هغو نصیب ښکل کړی
د پردو دښمني غواړي د پردو رقیب ښکل کړی
ددې اور بڅري نه پرېږدو خپل کور ته چي لمبه شو
په ناحقه له غلیم سره د بل پر سر خفه شو
د بل جنګ را انتقال کړو پخپل کور کي پرې اخته شو
دا بې ځایه غولېدل دي چي بل غم کي اندېښنه شو
 
دا نفسیات د اسلامي اُمت په دې ډول ګویا دي
هر یو خپل غم کي کړیږي او د ځان په واویلا دي
ځکه سوځم دلته هلته زه یوازي مسلمان یم
زه قتلېږم پردې ځمکه زه یوازي پر ایمان یم
زما د وینو هر یو څاڅکی دغه زما جُرم سزا ده
که مي پښو کي زولنې دي دا مي هغه ناروا ده
د پرون غفلت مي نن د غاړي طوق د خولې ژړا ده
د ایمان دعوا نور تشه او بې ځایه تمنا ده
نن د اور بڅري زما پر ټټر اوري زه په سوځم
دا مي خپل هغه کرلي شخ ازغیان را ټولوم