
په افغانستان کې څو کلونو ناخوالو د نورو بنيادونو ترڅنګ ښوونيز بنسټونه هم سخت زيان من کړل چې ددې بنسټونو په ورانيدو سره ددې پرځای چي امن او ثبات راشي ورځ تر بلې مو هيواد کې ناخوالې زياتيدې او ان تر دې چې ټول هيواد کې مو چاه د زده کړو او پوهنې په تړاو څه ویلس هم نه شول.
دا يو څرګند حقيقت دی، چيرې چې د پوهې ډېوې بلې او روښانه وي هلته به د ورولۍ، امن او ثبات فضا وي ځکه چې پوهه تر ټولو لويه شتمني ده، پوهنه رڼا ده، پوهنه بريا او هدف ته د رسیدو يواځنۍ لار ده.
په هره ټولنه کې چې ليک لوست ته د خلکو پاملرنه وي ترهرڅه وړاندې لومړيتوب ورکول کيږي اوله ميندو او پلرونونيولي بيا ترښوونکو او د ټولنې تر هر وګړي پوريې دې برخې ته بايد تر وسه - وسه پاملرنه وشي داسې ټولنه به تل د بريا، سوکالۍ اوپرمختګ په لورځي، ځکه دهوساينۍ لپاره لومړی شرط علم اوپوهه ده له دې لارې وګړي له اقتصادي، ټولنيز او ان کلتوري پلوه پرمختګ او وده کوي.
خو افغانان د تاريخ په اوږد کې له دې ستر نعمت څخه په یوه نه بل نامه لېري پاته شوي او نه دې پريښودل شوې چې دعلم او پوهې په ګاڼه سمبال شي.
خو کله چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د نوی حکومت د بنسټ ډبره کېښودل شوه، د نورو بنسټونو ترڅنک په ښوونيز بهير کې هم پراخ بدلونونه راغلل، له ښوونځي تر پوهنتونه افغانانو د زده کړو لپاره ليوالتیا څرګنده کړه او په ميلونونه نارينه او ښځينه زده کوونکي د ښوونځيو پر لور روان شول او زرګونو زده کړيالانو بيا د پوهنتون پر لور ودانګل تر څو خپلې زده کړې بشپړې کړي.
نړيوالې ټولنې او له افغانستان سره مرسته کوونکو هيوادونو او موسساتو هم له افغان حکومت او په ځانګړې ډول له ښوونيز بنسټونو سره پراخې مرستې وکړې تر څو په افغانستان کې د ناپوهۍ او جهالت کمبله ټوله او افغانان په علمي پانګه سمبال شي.
په تیرو زيات او کم ۱۵ کلونو کې د افغانستان د ښوونيز بنسټ لپاره کار شوي، خو څومر ه چې اړتیا وه په هغه کچه نه دی شوي یوازې د کميت لپاره کار شوي او کيفیت بيخې له پامه لويدلی دی، دا سمه خبره ده چې افغانستان کې ګڼ شمير ښوونځي او پوهنتونونه د زده کوونکو او زده کړيالانو پر مخ پرانيستي دي، ولي کله چې د معيار او اصولو خبرې کوو نو له ګڼو پوښتنو سره به مخ شوو، دبيلګې په توګه زه د هلمند د ښوونيزو بنسټونو يادونه کوم.
دهلمند پوهنتون چې تر اوسه معياري ودانۍ نه لري اداري او تدريسي شعبات یې یو او بل ځای کې دي، د منظمو ټولګيو نه شتون، نامناسب چاپیریال، دټکنالوژیکي امکاناتو ته نه لاس رسی، په یوه ټولګي تر سلو زياتو زده کړيالانو موجوديت، په مرکزي کچه د هلمند د لوړو زده کړو موسسو ته نه پاملرنه او دې ته ورته ګڼې نورې ستونزې چې د ټولو يادول ګرانه خبره ده.
همدا شان د هلمند معارف په برخه کې هم زياتې ستونزې او ننګونې شته چې ددې ولايت زده کوونکي ترې سر ټکوي.
د بيلګې په توګه هلمند د افغانستان دهغو ولایتونو له ډلې دی چې په دې پنځلس کلونو ورته بشپړ کتابونه نه دي رسيدلي او زده کوونکي یې اکثره وخت نیم تدریسي کال بې کتابونو تیروي.
د کتابونو تر څنګ د ښوونکو کمبود، د مسلکي ښوونکو نه شتون، د زده کړې لپاره نامناسب چاپیريال، په ښوونځيو کې د الکترونيکي او ټکنالوژي امکاناتو کموالي، ښوونکو ته کم معاش ورکول او داسې نور.
اوس خبره داده چې دافغانستان د ښوونيزو بنسټونو د سمښت لپاره باید هڅې او هلې ځلې ګړندي شي که څه هم ولسمشر غني د خپل ټاکنيز کمپاين پرمهال ژمنه کړې وه چې زه یو ښوونکي یم او دې برخې ته به ډیره پاملرنه کوم خو اوس هغه شي نه بريښي.
زه په اقتصادي برخه کې د ولسمشر وروست ۍهڅې ستايم او د قدر وړ یې بولم، مګر ښوونيزو بنسټونو کې د اصلاحاتو راوستل او د یوه معیاري او په نړیوالو اصولو برابر ښوونيز نظام رامنځته کولو کې یې پاتې بولم.
زه د یوه افغان په توګه له ولسمشر څخه هيله کوم چې دې برخې ته پوره پام وکړي، ښوونځي او پوهنتونونه زموږ د زده کړو او پوهې ځايونه دي او د افغانستان راتلونکي سرمايه همدلته تولید او فلټر کيږي، که دې برخه کې شته فساد، تعصب، بي پروايي، غفلت وظيفوي اونامسلکي توب له مينځه ولاړ نه شي.