بې پولې خبریالانو سازمان: په ۲۰۱۷ کال کې ۶۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۸مه) د بې پولې خبریالانو سازمان مرکز په پاریس ښار کې دی. نن یې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې د تېر کال په نسبت د خبریالانو مرګ ژوبله ۱۸ په ۱۰۰ کې کمه شوې ده.
د بې‌پولې خبریالانو په کلني راپور کې د هغو هېوادونو نومونه راغلي، چې د نورو په نسبت د خبریالانو مرګ ژوبله، وهل ټکول او ځورونه زیاته ده.
سوریه، مکسیکو، افغانستان، ترکیه، پاکستان، بنګله‌دېش او ځیني نور هغه هېوادونه دي چې په‌کې خبریالانو ته مرګ ژوبله اوښتې، بندیان شوي یا ځورول شوي دي.