ايا رښتيا هم موږ له هېواد سره مينه لرو

  
وايي چې(( حب الوطن من الايمان )) يعنې له وطن سره مينه دايمان برخه ده . له وطن او خپل استوګنځي سره مينه د انسان په شمول دهر ژوي په فطرت كې نغښتې ده ، هرچاته خپل ټاټوبى ګران دى ، هرڅوك پر خپل ټاټوبي وياړي له وطن او خپل ولس سره مينه نه نشنلستي ده او نه تعصب، تعصب هغه وي چې يوڅوك يواځې خپل ځان ،ژبه ،قوم سيمه .... بې له كوم دليله پر نورو لوړ وګڼي،ټول امتيازات دځان او خپل قام او سيمې ګڼي او نورو ته په سپكه وګوري ، داتعصب ندى چې يوڅوك دخپل ټول قام ،ولس او هېواد ښېرازي او پرمختګ وغواړي . له خپل قام ، هېواد اوهېوادوالو او آن له خپلو دوستانو او خپلوانو سره مينه ، هغوى ته خدمت كول او دهغوى لپاره نېك نيت او ښـه اراده لرل ثواب او آن عبادت دى . زموږ ګران پيغمبر حضرت محمد ص هم چې كله خپل هېواد او دخاپوړو ځاى (مكه معظمه ) پرېښود او مدينې منورې ته مهاجركېده نوپه ژړغوني انداز يې مكه مخاطبه كړه چې كه ستا اوسېدونكيو ماته خنډونه نه جوړولى او زما ددعوت مخه يې نه نېولى نو اى مكې په خداى سوګندچې ما به هېڅكله هم ته نه واى پرېښې.
حضرت ابراهيم ع هم مكې معظمې ته دعاكوي فرمايي : اى ربه دا دامن ښاروګرځوه اواوسېدونكيو ته يې پرېمانه روزي وركړه .
دادواړه بېلګې ددې ښه ثبوت دى چې اسلام له خپل ټاټوبي سره مينه حرامه نه ،بلكې ضرور بولي .
زموږ ګران افغانستان هم حق لري چې مينه ورسره وشي ،درناوى يې وشي او خدمت يې وشي .
كه هېواد اباد او پرمختللى وي نوموږ به هم هوسا او سوكاله واوسو اوسرونه به مو په نړۍ كې هسك وي او كه مو هېواد داوس په څېر وران او كنډر وي نوسرونه به مو ټيټ او ګېډې به مو وږې وي ، پرديو هېوادوته به دخوارۍ او مزدورۍ لپاره ځو ، هلته به خلك راباندې ملنډې هم وهي دمريي په څېربه راته ګوري او هغه ترټولو سخت او شاقه كارونه به پر موږ كوي .
كه زموږ هېواد سمسور او اباد واى نو نن به دومره درپه دره نه وو
زموږد هېواد آبادي، ښيرازي او سمسورول هم افغاني هوډ او له خپل هېواد سره بې كچه مينه غواړي، كه وطن آباد وي، سمسور وي، او په هر اړخيزه توګه ښېراز وي، نو د هېوادوالو ژوند به ارام، سوكال او ډاډمن وي او هر هېوادوال به د دې جوګه وي چې پرته له كوم اجتماعي خنډ څخه د خپل ژوند ورځنۍ چارې په سمه توګه سمبال او پر مخ بوځي، خو كه ددې پرخلاف هره خوا كنډواله وي، ورانى وي او د ژوند اسانتياوې نه وي برابرې نو په هغه صورت كې خلك له ډول ډول رواني او د ماغي ستونزو سره لاس او ګريوان وي او نه شي كولاى خپل ژوندهغه شان پر مخ بوزي چې د يوې ټولنې جوړښت يې غوښتنه كوي.
افغانستان زموږ د ټولو افغانانو ګډ كور دى، موږ ټول په خوله وايو چې دغه ګډ او شريك وطن راباندې ګران دى او موږ ټول نارې وهو چې د دې تاريخي وطن له لوېشتې لوېشتې سره بې كچه مينه لرو، خو د هغه په آبادۍ، سمسورتيا او ښېرازۍكې ونډه نه اخلو او دې ته مو سترګې نيولي دي چې د نورو هېوادونو خلك راشي او دغه كنډواله وطن راته وران، سمسور او ښېراز كړي، خو دې ته مو پام ندى چې د نړۍ پر مخ نور پرمختللي هېوادونه چا ودان كړي دي او چا دې حد ته رسولي دي، كه موږ د نورو پرمختلليو هېوادونو د تېرو تاريخونو پاڼې را واړوو، نو دابه راته ثابته شي چې دغه هر يو پرمختللى هېواد په لومړي سر كې داشان ودان او سمسور نه و، بلكې زموږ له هېواد څخه هم د وروسته پاتې هېوادونو په جمله كې شمېرل كېدل، خو خلكو يې بډې راووهلې، پا ينڅې يې راپورته كړې او خولې يې وبهولې تر څو خپل هېواد يې د ترقۍ او پرمختګ لوړ و مدارجوته ورساوه او اوس هم لګيا دي د لا نور پرمختګ او ترقۍ لپاره خولې بهوي او مخ په وړاندې روان دي.
د نړۍ د نورو پر مختلليو هېوادونو خلك هم زموږ په شان انسانان دي، هغوى هم ستړي كېږي او هغوى هم استراحت او ارام ژوند ته اړتيا لري، خو هغوى ارامي او سوكالي د خپلو هېوادونو په آبادۍ اوښېرازۍ كې لټوي، هغوى وايي چې موږ دې ستړي يو، خو وطن مو دې ارام وي، موږ دې په نيمه ګېډه ډوډۍ ولرو خو وطن مو دې موړ وي او موږ دې د ژوند ډېر لږ امكانات ولرو، خو وطن مو دې له زياتو امكاناتو څخه برخمن وي خو موږ وايو چې زه دې موړيم، كه وطن مې وږى وي خير دى، زه دې د شتو خاوند وم، وطن مې كه بل ته د سوال لاس نيولى وي څه پروا يې نشته او زه دې آرام يم، كه په وطن مې د ګوليو باران ورېږي او په هر كونج كې ناارامۍ خپل ټغر غوړولى وي زما ورسره كارنشته، نو چې دغه شان حالت روان وي او دو طن هر غړى نفسي نفسي نارې ووهي دې ته به څوك له وطن سره مينه ووايي او وطن به مو څه ډول له نورو هېوادونو سره د سيالۍ جوګه شي او د پرمختلليو هېوادونو په ليكه كې به وشمېرل شي.
كاشكې موږ له خپل وطن او له خپلو خلكو سره مينه پر هغو بنسټونو عياره كړو چې د نورې نړۍ خلك پرې تللي دي، كاشكې موږ ټول هېوادوال د زړه له كومې دا ووايو چې وطن مې دې آبادوي، وطن مې دې آرام وي او وطن مې ټول لازم امكانات ولري، نو كه زما شخصي ژوند له څه نا څه مشكلاتو سره هم مل وي دا دومره مهمه نه ده بلكې مهمه دا ده چې زه د يوه ارام، سوكال او آباد وطن په غېږ كې له هر ډول وېرې او ستونزې پرته ژوند وكړم او بيا د دې عالي احساس په رڼا كې ټول په شريكه پدې راپورته كړو او خولې وبهوو د وطن آبادۍ ته داسې مټ وركړو چې په واقعي توګه له وطن سره زموږ د مينې ثبوت وښيي او په دې توګه زموږ هغه ادعا په ثبوت ورسېږي چې له وطن سره د مينې په اړه يې كوو.
وايي چې ((بې زحمته راحت نشته)) او دا يو واقعيت دى، كله چې څوك زحمت وباسي، خولې وبهوي او څه موده ارام ژوند ته څټ ور واړوي نو په پايله كې هغه خلك او د هغوى راتلونكي نسلونه په راحت او ارامۍ سره ژوند كوي، وطن يې د نورو له احتياج څخه خلاصېږي او د هغو هېوادونو په ليكه كې درېږي چې نور يې مرستو ته لاس وراوږدوي او نور هېوادونه ورته احتياجېږي، موږ هم كه دغه لار خپله كړو، يو بل ته لاسونه وركړو او په يوه غږ دا ووايو چې خپل وطن به ودانوو او د نورو له احتياج څخه به يې بې نيازه كوو، نو لوى او مهربان خداى(ج) به هرو مرو په دې عزم او اراده كې له موږ مرسته كوي او موږ به د نړۍ پرمخ په جګ سر او جګو سترګو ژوند كوو او په دې توګه به دنړۍ د عزتمنو او قدرتمنو هېوادونو په جمله كې شمېرل كېږو، نړيوال به هم په درنه سترګه راته ګوري او موږ به هم دروند او ابرومند ژوند ولرو چې دې ته بياله وطن سره مينه وايي او موږ دا ادعا كولاى شو چې پر خپل وطن مين يو.
او كه يواځې په خوله وايو چې له وطن سره مينه لرو او په عمل كې دادعوه پلې نكړوبلكې برعكس دوطن په ورانولو او چور كولو بوخت واوسو نو بيادا ددروغو مينه او دروغجنې دعوې دي او الله ج پر دروغجنو لعنت وايي