
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۷مه) د اوکراین پولیسو پرون یکشنبه په کیف کې له هغو زرګونه مظاهره چیانو سره نښته وکړه چې د ولسمشر پیټرو پروشینکو د محاکمې غوښتنه یې کوله او لارو او سړکونو ته را وتلي وو.
مظاهره چیانو همدا راز غوښتنه کوله چې د اوکراین لويې څارنوال له دندې لېرې شي.
زیات مظاهره چیان د اپوزیسیون د مشر میخائیل ساکاشویلي پلویانو وو د ولسمشر پیټرو پروشینکو له سختو منتقدانو دی.
د کیف پولیسو ویلي چې ۲۳ غړي یې له مظاهره چیانو سره په نښتو کې زخمیان شوي دي.
د پولیسو په خبره، خلکو هڅه کوله چې په کیف کې د اکټوبر ماڼۍ تالار ته ور ننوزي.
دا ودانۍ له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۴ میلادي کاله د اوکراین د پخواني ولسمشر ویکتوریانکوویچ پرضد د ولسي مظاهرو مرکز وو.