
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۷مه) امریکا کې خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې ښاغلی ټرمپ به د "امریکا لومړی" په پالیسۍ تمرکز وکړي او همدا راز به چین د "اقتصادي پارونې" په سبب د سر سخته سیال په توګه ونوموي.
د بوش د ولسمشرۍ د وخت یوه چارواکي مایکل الن فایننشل ټایمز ته ویلي:
"د ملي امنیت سټراټيژي په چین باندې د اقتصادي فشارونو د یوې لړۍ د واردولو یوه پیلوونکې وسله ده."
ځینو نورو کارپوهانو بیا ویلي، له چین سره تُند چلند به د اسیا له دغه لوی قدرت سره ویجاړونکې اقتصادې جګړې ته لار پرانیزي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن د امریکا په وخت د ماسپيښین په دوو بجو د ملي امنیت نوې ستراتیژي اعلان کړي.
د ملي امنیت ستراتيژي د ولسمشر رونالډ رېګن له وخته هر څلور کال یو ځل اعلانیږي.