بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
کله کله انسان ته ديوه عمل په هکله شک پيدا شي چي داوکړم کنه ؟ داکارثواب لري که ګناه،روادی که ناروا؟نواوس به راشودېته چي دشريعت حکم څه دی؟هغه شکمن سړی يابې علمه سړی بايد په داسي وخت کي څه وکړي؟
عن ابې امامة ان رجلاسال رسول الله صلی الله عليه وسلم ماالايمان قال:اذاسرتک حسنتک وسائتک سيئتک فانت مؤمن
قال يارسول الله فمالاثم قال:اذاحاک في نفسک شئ فدعه .رواه احمد.
ترجمه:ابوامامه رضی الله عنه فرمايې چي يوه سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي (يارسول الله ) دايمان نښانې څه ده نبې کريم صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل :کله چي ته په خپل نيک عمل خوشحاله شي اوپه بدعمل خفه شي نوته مؤمن يې .هغه سړي بياپوښتنه وکړه چي د ګناه علامه اونښه څه ده ؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :کله چي يوشی ستاپه زړه کي شک پيداکړي نوهغه کارپريږده .
تشريح ؛دحديث مطلب دادی چي کله ته څه دنيکی کاروکړي اوپه
هغه خوشحاله شي په دې يقين اوباورسره چي ماته به په دي کار
الله تعالی اجراوثواب راکوي، کله که دګناه کاروکړي ،په هغه
غمجن شي اودافکردرسره پيداشي چي دالله پاک دحکم مخالف کارمي وکړونودادايمان دشتون نښانه ده ،چي په تاکي ايمان شته
ځکه ته دالله پاک په رضا راضي اوخوشحاليږي اودالله پاک په
ناراضتیاغمجن کيږي نودادي دايمان نښه ده اوچي کله په ګناه
غمجن شې له دې نه معلوميږې چي ته په دې ګناه پښیمانه یې اودا
پښيمانتياتوبه ده، په حديث شريف کي راغلې دي :التائب من
الذنب کمن لاذنب له {له ګناه څخه توبه ايستونکی دهغاچاپه څېردی لکه بالکل چي ئي ګناه نه وي کړې }.
ګناهونه په دوه قسمه دي يوهغه دي چي دهغه کارحرمت اوګناه کېدل هرچاته څرګنداوښکاره وي لکه غلا،زنا،غيبت اوداسي نور.
دويم هغه دي چي دهغه کارګناه کيدل هرچاته ښکاره نه وي،ډېرکم خلګ ورباندي پوهيږي، په دې حديث
کي ئې هغه ګناهونه ورته ښودلي دي چي هغوته ډېرخلګ ګناه نه وايي، نورګناهونه يي نه دي ورته بيان کړي بلکه يوازي هغه ئي بيان کړي چي دانسان په زړه کي دهغه کاردکولوله امله شک پيداکيږي چي دابه ګناه وي کنه؟ نونبي صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي همداګناه ده ،داکارپرېږده .
په يوه حديث کي راغلي دي:دع مايريبک الی مالايريبک (ترمذي اونسائي)
هغه کارپرېږده چي تاپه شک کي اچوي اوهغه وکړه چي په شک کي دي نه اچوي.
ددې شک دپيداکيدودرې لاملونه دي
{1} يودعلماووداختلاف له امله سړی شکمن کيږي چي بعضي ورته ګناه وايې اوبعضي نورورته ګناه نه وايې.
{2}په دلائلوکي ظاهراتعارض انسان ته معلوم شي ،دواړه طرفته دلائل وي نوله دې امله شکمن شي .
{3} : سړي ته دليل نه وي معلوم چي ددې کاردحرمت ياحلت څه دليل دی؟
نوکه هرډول شک انسان ته پيداشي، نوموږته په دي وخت کي نبوي ارشاددا دی چي هغه کاربايدپريږدو،داسي کارته بايد مخه کړوچي هغه له هرډول شک اوشبهي څخه خلاص وي .په دې هکله نورهم ډېراحاديث راغلي :
له نواس بن سمعان رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي چي نيکي ښه اخلاق ده ،اوګناه هغه ده چی ستاپه
نفس کي شک پيداکړي اوته په دې خفه کيږۍ چي خلګ ترې خبرشي (مسلم)
وابصه بن معبدرضی الله عنه وايې : زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلم نووه ئې فرمايل:ته ددې لپاره راغلی يې چي دنيکۍ په هکله پوښتنه کوې؟( دنيکي علامه څه ده )
ماوويل:هو!رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :له خپل زړه څخه فتوی غواړه،نيکي هغه ده چي زړه اونفس د هغه کارپه کولوکي مطمئن وي اوګناه هغه ده چي په زړه کي شک پيداکړي،که څه هم تاته خلګ فتوی درکړي(چي داکارروادی نوبياهم نه رواکيږي )
په يوه روايت کي راغلي دي چي آدم عليه السلام خپلوزامنوته څووصيتونه وکړل چي څوئې دادي :
{1}کله چي ديوه کاردترسره کولواراده کووئ نوکه موپه زړه کي شک وو،هغه کارمه کوئ ځکه زه چي دوني خواته دخوړلوپه اراده ورنږدې شوم،په زړه کي مي دخوراک په وخت کي شک وو.
{2}کله چي ديوه کاراراده وکړئ نوپايلي ته ئې ګورئ ځکه ماکه چيري دوني دخوراک پايلي ته فکرکړی وی نومابه نه وی خوړلې .
{3}کله چي ديوه کاردکولواراده وکړئ نودښوخلګوسره مشوره وکړئ ځکه ماکه چيري له وني څخه دخوراک په وخت کي دملائکوسره مشوره کړې وی نودوی به راته له وني څخه دنه خوراک مشوره راکړي وی .(شرح الاربعين للنووي)
نوله دې ټولونصوصوڅخه معلومه شوه چي دکوم کارله امله دانسان په زړه کي شک پيداکيږي چي دابه رواوي که ناروا؟نودهغه کارپرېښودل پکاردي .
په دې احاديثوکي يوه لويه ضابطه دانسان دزندګی لپاره ذکرشوي ،که داخبره دچايادوي اوعمل ورباندي وکړي نوانشاءالله دډېروسوالونه ځواب به په اسانئ سره پيداکړي .
الله پاک دي موږته په دين کي پوهه راکړي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين
ليکوال :عصمت الله عزام
وروستي