د ايټالیا د پخواني پاچا مړی له ۷۰ کلونو وروسته، له مصر نه خپل ټاټوبي ته وړل شوی

د ايټالیا پاچا «دريم ویکتور امانويل» جسد، تر ۷۰ کلونو وروسته په ايټالیا کې د ده ټاټوبي ته وړل شوی.
نوموړی، چې په ۱۹۴۶ ز کال کې له پاچاهۍ نه ګوښه شو، يو کال وروسته د مصر په سکندریه کې د تبعيد پر مهال ومړ او تیره ورځ د الوتکې په واسطه يې مړی پلرني ټاټوبي ته انتقال شو.
د رويټررز د رېپوټ پر بنسټ، د «ویکوفورته» سيمې ویاند ويلي، چې پخوانی پاچا به په هغه هدیره کې خاورو ته وسپارل شي، چې کورنۍ يې هم ده.
دريم ویکتور امانويل په ۱۹۰۰ زکال کې واک ته ورسید او پر ده باندې يوه نيوکه دا وه، چې د ده په ۴۶ کلنه پاچاهي کې د ايټالیا د فاشيزم لارښود «بينيتو موسولیني» هم واک ته په کې ورسید او ده يې مخنيوی ونشو کړی.
بله نيوکه پر پخواني پاچا دا وه، چې کله په ۱۹۴۴ ز کال کې پر روم باندې د جرمنانو لخوا برید وشو، ده مقاومت ونکړ او له روم نه وتېښتیدلو.
وروسته له هغې، چې په يوه ټولپوښتنه کې د ايټالیا خلکو د شاهي نظام پر ځای د دموکراسي نظام غوره وبللو، ویکتور امانویل د مصر سکندریه د خپلې تبعيدځي په توګه غوره کړ، تر څو همالته ومړ.