
(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لیندۍ ۲۶مه) د جرمني د کورنیو چارو وزیر ويلي، هېواد یې اټکل کوي چې سږ کال به تر۲۰ زره لږ پناه غوښتونکي ومني.
ښاغلي توما دو مزیر بېلډ اېم سونټاګ جرمنۍ ورځپاڼې ته په مرکه کې چې نن خپره شوې ده؛ ویلي، د سږ کال د نوومبر تر پایه جرمني ته شاوخوا ۱۷ زره ۳۰۰ تنو پناه ور وړې وه.
په ۲۰۱۵ میلادي کال شاوخوا ۸ لکه ۹۰ زره پناه غوښتونکي چې اکثره د سوریې او افغانستان اتباع وو، جرمني ته ورغلل.
جرمني ته د دومره زیات شمېر پناه غوښتونکو ورتګ د دغه هېواد صدراعظمه انګېلا مېرکل له سختو انتقادونو سره مخامخ کړه.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۱۶ کال کې جرمني ته ۲ لکه ۸۰ زره پناه غوښتونکي ورغلي وو.