
د سعودي عربستان د چلونې او لارښونې ادارې خبر ورکړی، چې له دې وروسته د دغه هېواد میرمنې د سړیو په څېر کولی شي، چې موټرسایکل او لوی موټر هم وچلوي.
د یادونې ده، چې تقریبا دوه میاشتې مخکې، د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لخوا ميرمنو ته د موټر چلوو اجازه ورکړل شوه او اوس يې دا بل ګام دی.