د سمڅو تل



سیزیف د کورینت پاچا و. یوه ورځ یې زیوس، د خدایانو مشر، د یوې ناوړې کړنې پر مهال ولیده او خبره یې افشا کړه. زیوس ورته په غوسه شو، تناتوس ، د مرګ خدای، یې پسې واستاوه چې سا ترې واخلي خو سیزیف په څه چل د تناتوس لاس او پښې وتړل او بندي یې کړ. د ځمکې پر مخ مرګ نه و، ټول ژوی به تل ژوندي وو. د مرګ ختمېدلو د نړۍ نظام سره ګډوډ کړ، نو زیوس د جنګ خدای، ارېس، راواستاوه چې تناتوس له بنده وژغوري او سیزیف ووژني. سیزیف چې نه یې غوښتل داسې ژر مړ شي نو خپلې مېرمنې، مېروپې، ته یې وویل چې د ده مړی به نه ښخوي، د ښار په میدان کې به یې اچوي چې سپي یې وخوري. مېروپې د خپل خاوند وصیت ټکي په ټکي بر ځای کړ. کله چې د سیزیف اروا د دوزخ اوبو ته ورغله نو د دوزخ خدای، هادېس، یې په دې قانع کړ چې هغه ښځه چې د خپل مېړه له مړي سره داسې سپک کار کوي باید ووژل شي. هادېس ورته اجازه ورکړه چې بېرته دنیا ته راشي او کسات واخلي، سیزیف بیرته خپلې پاچاهۍ ته راغی ، له مېروپې سره یې له سره د مینې ژوند شرو کړ، کسات اخیستل خو څه کوې چې حتی په جنګونو کې به هم د دښمن مخې ته نه ورته چې مړ نه شي. زیوس ورته نور هم په غوسه شو او سیزیف یې په دې محکوم کړ چې یوه غټه ګټه به د غره له لمنې د غره تر څوکې رغړوي خو کله چې د غره څوکې ته ورنېږدې شي ګټه به بېرته لاندې ترې تولېږي او دی به بیا لګیا وي تیږه به رغړوي. دا کار به د وختونو تر پایه په همدې ډول روان وي.
****
د بي بي سي ژورنالیست له اسد اسمایي سره مرکه درلوده. ژورنالیست وپوښتل چې فلسفه ولې په کار ده خو اسد رټ ځواب ورکړ چې فلسفه ګردسره په کار نه ده. ژورنالیست چې ظاهراً د فلسفې ټاکو نه و، هڅه کوله چې خپله پوښتنه بېرته په یو ډول سره راجوړه کړي خو فیلسوف بیا له خپلې خبرې اووښتونکی هم نه و او په دې هم نه پوهېده چې چې ولې یې پر خبرو د مقابل لوری سر نه خلاصېده. دا به د بي بي سي تر ټولو ناکامه مرکه نه وه، خو مرکه کوونکي به د خپلو پینځو دقیقو مطلب په ختمولو حتماً څپل ځان او دغه فیلسوف ته یو دوه ښکنځلې کړې وي.
د ژورنالیست او فیلسوف تر منځ نه پوهاوی په خپله چندان خبره نه ده چې سړی دې برې تم شي خو دغه ناکامه مرکه د اسد اسمایي د پېژندلو له پاره یوه مناسبه دریڅه ده. ژورنالیست په دې فکر دی چې یو چا چې خپل ژوند یو کار ته وقف کړی وي، هغه به حتماً په دغه کار کې یوه ګټه ليدلې وي، ټولنه چې فلسقې او فیلسوف ته په دومره لوړ نظر ګوري، ضرور به یې په فلسفې او په فیلسوف کې کوم خیر لیدلی وي نو ځکه له فیلسوفه د دې تمه لري چې هغه به خپل مفیدیت زبات کړي. خو فیلسوف بیا موضوع ته له بلې زاویې ګوري. هغه ځان ته ګوري، هغه خپل ژوند ته ګوري، هغه خپل چاپېریال ته ګوري او دې نتیجې ته رسېږي چې فلسفه په خپل ذات کې داسې یو څه دي چې د یو انسان فکر مشغول ساتلای شي خو که له دې وړاندې ولاړشو، په اوسنۍ نړۍ کې چې ټولنیز - سیاسي ژوند پر لنډمهالو اقتصادي بنسټونو ولاړ دی، د فلسفې عملي اغیزه دومره نه ده چې د یو عادي انسان په ورځنیو ستونزو کې پرې حساب وشي. دلته فیلسوف له ژورنالیست سره په یو سطح نه دی، دوه پړاوه ترې مخکې روان دی.
فلسفه ریښتیا هم همدغومره بېکاره متاع ده، لکه زموږ فیلسوف یې چې وایي او که زموږ فیلسوف له فلسفې سره کومه خاصه ستونزه لري. سیزیف ته که په سطحې نظر وګورو، د عبث خوارۍ تر ټولو ښه مثال دی : په زړه چاودون دومره ستره ډبره د غره سر ته ورسوه او هغه دې بېرته خپل ځای ته راشي. ستونزه په تیږه کې نه ده. د هغې ماهیت دا دی چې د ځمکې د راښکون تابع واوسي. ستونزه په د تیږې په وړونکي کې هم نه ده، هغه په خپل ټول ځواک د ورسپارل شوې دندې په سرته رسولو لګیا دی. غر هم ستونزه نه لري. نو خبره جېرته ده؟ د سیزیف ګونا دا نه ده چې د مرګ خدای یې په زنځیرونو تړلی دی. د دوزخ له سمڅې په ستنه راتګ هم داسې څه نه دي چې په دومره درنده جزا دې وارزي. د یونان په اسطورو کې سیزیف یوازینی انسان نه دی چې د خدایانو د تېرایستلو هخه یې کړې ده. هغه خطا چې سیزیف یې د وختونو ترپایه کفاره ورکوي دا ده چې یو پټ واقعیت یې لومړی میندلی دی او بیا یې افشا کړی.
هغه څه چې د نړۍ په پوهنتونونو کې د فلسفې په نامه ویل کېږي، د دنیا او ما فیها په اړه د نوو او پخوانیو پوهانو د نظرونو مجموعه ده چې فیلسوف پرې خبرې کوي،«نظر پرې ورکوي»، او د کره او نا کره جاج یې اخلي. دغه فلسفه بې ګټې نه ده. د انسان ژوند د پېژندل شویو سیمو تر منځ په سپینو لارو تلل او راتلل دي. د لارو پېژندل د ژوند ستونزې هواروي او که داسې څوک وي چې ډېرې لارې ورمعلومې وي نو هغوی بیا نه یوازې له نورو انسانانو سره دسمو لارو په میندلو کې مرسته کوي، بلکې، که اړتیا یې پېښه شي، د غلو پل هم وهلای شي او ورکې لارې هم راسپړي. د لارو لټولو او د پر روغو لارو د تلو راتلو په ترڅ کې دغه لارښوونکي لارویان نوې لارې هم مومي او د بشریت له پاره د نوو پرمختګونو زمینه برابروي. دلته که د خلقت د حقیقتونو پر لور د کتلو دریڅې پیدا کېږي نو ډېرې وړې او تر یوه بریده تصادفي وي.
د اوسني عصر د پوهنتونونو فلسفه هغه څه ته ډېره نېږدې ده چې پخوانیو عارفانو د استدلالیانو لار بلله.
پای استدلالیان چوبین بود
پای چوبین سخت بی تمکین بود
د استدلال د لرګینو پښو یون د شاړو لارو د پل کولو ځواک نه لري. د عرفان او تصوف په مرسته سالک د دنیا د ماهیت د پېژندلو له پاره د الوت هڅه کوي. عارف واقعیتونه یو یو، تار، تار نه شمېري، ټوله صحنه په یوه نظر کې را نغاړي. د عارف الوت کولای شي چې د خلقت د واقعیت په اړه یو مجموعي، اجمالي تصویر ورکړي خو له مادي دنیا څخه دومره فاصله اخلي چې جزییات نه شي لیدلای. د عارف لید که غل او مل پېژني، د انساني عدالت سره کار نه لري ، پولیس ته هغه دلایل او شواهد په لاس نه ورکوي چې د غله د تېښتې مخه ونیسي.
د اپلاتون په وینا، فیلسوف هغه کس دی چې په یوه تیاره سمڅه کې ناست دی، شا یې د سمڅې خولې ته ده، د سمڅې په مخ کې اور بلېږي، څوک یا څه چې د اور په مخ کې تېرېږي، سیوری یې د سمڅې د تل پر دېواله څرګندېږي او مفکر انسان ګومان کوي چې وافعیت هماغه څه دي چې د ده په مخکې دي. دا د سمڅو فیلسوف کولای شي چې د سیوري په ځیرلو د هغو موجوداتو په اړه یو تصور پیدا کړي چې د اور په مخ کې تېرېږي، راتېرېږي خو د دغو موجوداتو له مخامخ لیدلو محروم دی.
د شلمې پېړۍ په پیل کې د ارواځیرنې (سایکوانالایزس) تیوري د انسان د ادراک په اړه څو پوړیز تصور وړاندې کوي چې شعوري برخه یې (هغه برخه چې فیلسوف یې مخامخ کتلای شي) تر ټولو سطحي برخه ده، ټوله لوبه د تحت الشعور او لاشعور په ډګر کې کېږي. زیګموند فروید د فرد ادراک څېړي خو په دغو تیارو کې بیا هم له یو لړ ستونزو سره مخ دی چې کارل ګوستاو یونګ د ټولنیز لاشعور مفهوم ته په مخ وراړولو هڅه کوي چې هوارې یې کړي.
وجودي فلسفه په همدغې بوخته کې نښتې ده، د مسوولیت او ارادي خوزښت په مرسته د خلاصون په لټه کې ده.
ځوان افغان فیلسوف خپل چاپېریال ته ځیر دی، کتابونه یې لوستي او ګومان کوي چې د تیارو سپړلو ته تیار دی. په همدغه مهال د ده په کور کې اوربلېږي. د لمبو نڅېدونکې رڼا د یو ثابت تصویر او د یو پایېدونکي تصور د جوړولو امکان نه ورکوي. دا هر څه خو په خپل څای، له لمبو راوتی ښامار یې په څپله زهرجنه خوله ننباسي او هلته یې د نورو دوزخیانو سره د پل چرخي د نوو تیارو سمڅو تل ته ورټېل وهي. وجودي اندېښنې او جسمي عذابونه یې دې ته اړباسي چې د خپلو تورتمونو له پاره د نوې زده کړې فلسفې لمده، دودجنه شونټۍ په لاس واخلي. اسد اسمایي له غربي فلسفې سره اشنا دی، شرقي عرفان سره روږدی دی او په خپله هم د یو دقیق نظر خاوند دی. خو دی د ژبې ستونزه لري. ده ته د فلسفي او نړۍوالو ادبي متنونو یوازې هغه برخه رسېدلې ده چې په ایران کې فارسي ته ژباړل شوي دي یا یې په کابل کې له خپلو استادانو اورېدلي دي. اسمایي د حقیقت په لټون د پرله پسۍ سمڅو تل ته ورکښېوتی دی، د رڼا یاد ورسره دی او په څپل ټول فکري ځواک هڅه کوي چې که رڼا ته و نه شي وتلای، کم له کمه شاوخواتیارې و څیري. د فلسفې په سفر کې یې د پوهنتوني زده کړو، د خپلې پراخې مطالعې او د خپلو استادانو د لارښونو څوري په خپله بوخڅه کې راخیستي دي. په روسیه کې یې د نورو زده کړو فرصت هم پیداکړ خو نوې سمڅې یې هم پر مخ خلاصې شوې.
هغه ترخه واقعیتونه چې ځینې یې د پټولو هڅه کوي او ځینې پرې د سیاسي ژمنتیا پرده غوړوي، د نوي عصر سیزیف دې ته اړباسي چې د شعوري درک دروند پېټی د ژوند پر ستغو پېچومو وخېژوي او دا تجربه هره ورځ، هره شېبه، د سا له اخیستلو سره تکرار کړي. دا فیلسوف مجبور دی چې فلسفې ته هم د شک په سترګه وګوري.