ما خو ډیر زړه نه جدا کړو خو له زړه نه جدا نشو
د خپل خیال نه مې بهر کړو خو له خیاله فنا نشو
يو ځل بیا د دسمبر ساړې هواګانې په چلیدو شوې او د غم اسویلو نه ډک ورځ بیا په څرګندیدو شوې. د ۱۵ دسمبر ۲۰۱۱ کال سهار ۹ بجې زما ګران پلارخپلې آخرې ساګانې ورکړې او خپل حقیقې خالق ته یې ځان وسپارلو. خداې بخښلي قدرت الله حداد ستر تاریخ پوه، فلسفه نګار، د افغان ملی فلسفه او تاریخ لیکونکې ، ژورنالسټ او د افغان ملت جریدې او د افغان ډیموکریټک پارټي مشر هغه شخصیتونو نه شمارل کیږي کوم چې خپل ژوند د وطن او د خلکو په خدمت او مینه کې تیر کړې وو. قلم د هغوی توره وه او د قلم په طاقت یې ټول دنیا ته ماته ورکړې وه او لوې لوې پیشنهادونه یې په ډیر متانت سره رد کړي وو، او چا ته تسلیم نشو. هغوي ډیر په شجاعت سره اعلان کړې وو چې مونږ افغانستان افغانستان د پاره غواړو، افغانستان روس یا امریکا د پاره نه غواړو.
مونږ منې نشو غلامي او اسارت د چا
مونږه کولې نشو سلامي او یا خدمت د چا
نه منو هیڅکله امر او نه حکومت د چا
نه مو دې پکار پردي مالونه نه دولت د چا
هغوي تل دا وینا وه چې هغه قدرت زما نه دې پکار کوم چې زما د ملت په وینه تمامیږي. دا دوه ابر قدرت سره یې بغیر څه ویره مبارزه کړي وه. زه دا ډیر فخر سره وئیلې شم چې هغوې نه یوازې زما فخر وو بلکه د ټول افغان ملت فخر وو.لکه څنګه چې محترم صافي صیب هم په خپلې یوې لیکنې کې ذکر کړې چې ارواښاد حداد صیب خپل خوږ عمر د ځواني نه تر ګوره پورې د خاورې، وطن، ناموس، دین او خپلواکي په چوپړ کې ازمیښتونو او تاړاکونو نه هسک او بریالې وو په خپله مړینه یې د وطن اصلې بچو ته د متانت، صداقت، خاکساري غوړیدلي کتابونه پریښودل. د ارواښاد شخصیت ډیر لوړ دی او تاریخ به یې په مناسب وخت کې رابرسیره کړي.
زه خپل پلار په عقیدت دا شعرډالي کوم.
ستا ژړا مې کړي د زړه آباده
سوز دې ډیر شه عندلیبه خوش فریاده
هیر مې مه شی نن چې ډیر راته یادیږې
دا به زه یم غافل شوې ستا له یاده
راکوي چې هره ورځ نوي غمونه
ستا یادونه دي تل ما سره پلاره
بال و پر دې رانه غوڅ کړو نغمې څه کړم
چې نسیم په ما ازغي لګي پلاره
د یو بې طرف او یو موټي افغانستان په هیله
وروستي