دايتلافی ځواکونو له خوا دملکي کسانو وژل دزغملو نه دي

دوری دمېاشتې په ۳۱ نېټه ناټو ځواکونو یوځل بیا ملکی کسان نښه کړل او بېایې زموږ څلورتنه دښوونځی زده کونکې په داسې حال کې چې دخوست ولایت دګوربزو ولسوالۍ کې په یوه کرولا ډوله موټر کې سواروه شهیدان کړل .
دالومړۍ ځل نه دی چې ناټو ځواکونه ملکی کسان په نښه کوی او بیا هغه تیروتنه بولی بلکی په وار وار ورته پېښې تکرار شوی . په جګریزو پروګروامونو او هوایی بمبارونو کې خو دملکی کسانو دوژنې پېښې پریمانه وې او دبهرنیو ځواکونو غټ دلیل به داوو چې ګواکې وسله وال کسان دملکی کسانو په مېنځ کې پټ شوی حال داچې دهغې تکنالوژی او عصری وسیلو له لارې چې ناټو ځواکونه یی په واک کې لری کولای شی چې په ښه توګه ملکی کسان له وسله والو سره بېل کړی خو اصلی خبر داده چې اصلاُ دی مسالی ته پاملرنه نه کېږی که نه په وار وار په ملکی کسانو بمباری شوی او زموږ هیواد وال په ډله ییزه توګه شهیدان شوي دی او په داسې حالاتو کې چې جګړه نه وی نو پر ملکی کسانو ډزې او دهغوی وژل ستر جنایت دی چې دبهرنیو ځواکونو له خوا ترسره کیږی
دخوست دګربزو ولسوالۍ دورستۍ پېښې سره بېره همدا یوه اونۍ مخکې هم دکندهار – ارزګان په لویه لاره ناټو ځواکونو په هغه بس موټر ډزی کړې وېې چی مسافرین یې لېږدول چې په ترڅ کې یې زموږ دوه ویشت تنه هیواد وال شهیدان اوټپیان شول په همدې توګه په وروستیو ورځو کې دالمانی ځواکونو له خوا دکندز په ولایت کې شپږ تنه دملی اردو منسوبان شهیدان شول ، چې په هرځل دافغان دولت یواځې پېښې غندلې او دڅېړنې امر او غوښتنه یې کړی چې کومه ځانګړې پایله یې نه ده درلودلې او ورته پېښه همداسې تکرارېږی.
که په نورو هیوادنوکې ان یو کس هم بې مورده وژل کېږی دهغه هیواد خلک او دولت کلک اعتراضونه کوی او دخپل وژل شوی کس دوژنې په هکله کلک غبرګون څرګندوی خو افغانان بېوزلی هره ورځ وژل کیږی ،بندیانېږی او په ډول ډول یی په حقونو تیری کیږی خو بیاهم ددې پېښو مخنیوی نه کیږی.
دناټو ځواکونه باید پردې پوه شی چې دا کړنې ددوی په وړاندې دافغانانو کرکه نوره هم ډېروی او ددوی په وړاندې مقاومت لاهم پیاوړی کوی، او دافغان جمهور رییس په خبره هغه (نری پرده چې دمرستې او نیواک ترمینځ شته) ان دافغان دولت په نظر دنیواک لورته شلوی.
دملکی کسانو او بیاد دښوونځیو دزده کوونکو وژنه په هېڅ توګه افغانانو ته دمنلووړنه ده ځینو رسنیو نوموړی څلورتنه دیوې کورنۍ غړي هم ښوولی دیوې کورنۍ دڅلوروتنو وژنه چې هغه هم دښوونځي زده کوونکی وی باید په سترو بشری جنایتونو کې وشمېرل شی. هغه اعلامیه چې دناټو ځواکونو له لوری په دې هلکه خپره شوې هغوی منلی چی نوموړی کسان ملکی کسان وو اوکله یی چی موټر ددوی دغوښتنې سره سم دریدلی نه دی نو دوی ډزې پرې کړی ، چې دا کله هم موجه دلیل دملکی کسانو دوژنی په باب نشی کیدلای.
دافغان دولت هم باید دخپلو اتباعو دسر دساتنې په هکله خپلې ژمنې عملی کړی په تشو غندنو او دکمیسیونونو په جوړولو دامسایل نه حلیږی که حلیدلای نو داسې پېښې به نه تکرایدې . خلک غواړی چې افغان دولت هم په دې هکله خپل دریځ جدی کړی دعاملینو دمحاکمې ترڅنګ دپېښو دمخنیوی په اړوند رغنده ګامونه واخلی.
په دې اړوند یواځې دجمهور رییس دمطبوعاتی دفتر اعلامیه یا هم دولسی جرګې په غونډو کې دپېښې غندل کفایت نه کوی ، دعاملینو په سزارسول له بهرنیانیو سره رغنده خبرې او داړتیا په وخت کې کلک او جدی غبرګون په کاردی.