
هغه یې ووژله.!
د مور او لور لنډه کیسه
ټکنده غرمه وه ، سره ګرمي وه، د کلي په هر کونج کې خاموشي وه، له خپل کور راووتمه ، یو څو قدمه وړاندې لاړمه، د سړک یوې څنډې ته ماشومانو چوشلي (مردکۍ) کولې.
وړاندې لاړمه ، د سړک هغه بلې خواته یو څو ماشوماني په چندرو (چندکۍ) لګیا وي، ورنږدې شومه د غټو سترګو کوچنۍ ماشومې په ژرا پیل وکړ.
نه نه ګلالۍ زه یې نه منمه، ماسله تا غالې وکلې، زه تا اوس مور ته ولشایم.!
د ماشومې له سترګو اوښکې همداسې روانې وي، ورغلم ماشومه مې په غیږ کې کلکه ونیوله، هغې ته مې وویل نوم دي څه دی.؟
په وړه لهجه یې وویل زما نوم ناز ده، ما سله ګلالۍ غلطي وکله، زه نه ومه اوټ هغه لاته وایې سی ته اوت یې.!
د ناز سترګي له اوښکو تکي سرې شوې وی، په ښکلو او تورو ویښتانو کې د خاورو ګردونه ، ریګ له ورایه ښکاریدل.
ګلالۍ مې را وغوښته هغې همدا یوه جمله تکراروله ، ما څه نه دي کړې، ما څه نه دي کړې.
مور ته مې مه ورښایه.!
مور ته مې مه ورښایه ښه.!
د ښه له جملې سره جوخت ډز شو، پورته شومه د مسجد سره نږدې یو کور وو، له هغه ځایه د چیغو او نارو ډیر لوړ غږونه راتلل.
ګلالۍ وویل دا خو زموږ په کور کې بد حال دی.!
وارخطا شومه چې دا ناڅاپه ولې ډز وشو.؟
مسجد ته نږدې کور ته مې په بیړه حرکت وکړ.
ناز شاته پاتې وه، ګلالۍ زما ترڅنګ منډي وهلئ، د ناز چیغه مې تر غوږ شوه موري چیرته یې ولویدم.!
شاته مې وکتل ناز د سړک په منځ کې په ځمکه لویدلي وه، او په ژرا کې یې همدا څو جملې تکرارولي.
مور لاشه!
مور چیرته یې.؟
زه دلته یمه.
لاشه.!
ناز مې پورته کړه او په غیږ کې مې واخیسته ، مسجد ته نږدې کورته مې حرکت وکړ.
ورنږدې شوم د چیغو غږ نور هم زیات شو.
دروازه مې خلاصه کړه د برنډۍ یوې څنډې ته د کور ښځې سره راټولې وي.
ښه وړاندې ورغلمه پر ځمکه د یو چا جسد پروت وو او په ځان یې تور ټیکری اچول شوی وو.
ګلالۍ ژړل موری.!
هی موری، پورته شه دلته ولې ویده یې.؟
ناز مې له غیږه ښکته ځان واچوو او د جسد پر خوا یې ورمنډه کړل، له مخې یې ټیکری لرې کړ.
ورنږدې شومه هغه زما همصنفۍ مریم وه.
حیرانه په ځای ودریدمه، ګنګسه شومه، ژبه مې بنده شوه.
ناز ته مې فکر شو، هغې په ځمکه ، ځمکه ځان واهه او مور ته یې ویل موری پولته سه زه دلته یم، تاته یوه خبله کلم.
هی موری ما سره ګلالۍ غلطۍ وکله، موری تاته وایم.!
ناز ټیکری نور هم کښ کړ.
د ناز د مور مریم له سینې تکي سرې وینې روانې وي.
ناز او د ګلالۍ په وینو نظر شو او په لوړ غږ ګلالۍ چغې کړل.
موری دا چا وکړل.؟
موری په تا څه وشول.؟
موری موږ دې ولې یوازې پریښودو.؟
موری تا خو ویل چې زه به تر پایه درسره یم، تاسې به درس وایئ له ځانه به ډاکټرې جوړوئ او بیا به کړیدلو ښځو خدمت کوئ.
موری ما به اوس مکتب ته څوک بیایې.؟
موری ماته به جامې اوس څوک راغوندي.؟
موری زه مې پلار ته ټوله کیسه کړم، چې زما له مور سره ټولو په کور کې ظلم کوو.
زما او زموږ د ټولو له سترګو اوښکې روانې وي، ټول هک حیران په خپلو ځایونو کې ولاړې وو.
د ناز غږ ورک شو د مور په سینه یې سر ایښې وو، ګلالۍ چې هر څومره ناز وښوروله هغې غږ ورته ونه کړ.
کلالۍ بیا چغې کړل خورکۍ ، هی ناز پورته شه.!
ناز غږ نه کوو، ګلالۍ د مرستي غوښتنه کوله سوې نارې یې وهلې، ډاکټر راوغواړئ خورکۍ مې د زړه تکلیف لري.
هلئ هلئ.
ناز مو پورته کړه هغه هم په حق رسیدلي وه.
د کور مشرې میرمن راغله وي ویل هلئ ځۍ خپلو کورنو ته لاړې شئ مریم په خپله، خپل ځان وویشتو.
د مریم لیور او خسر دروازه په بیړي خلاصه کړه او کور ته راغلل زه او دکلي ټولې ښځې یې له کور وشړلو.
ګلالۍ یوازې پاتې شوه او ژړل یې.
څو ورځې ورسته بر ګودر ته د اوبو لپاره لاړمه منګۍ مې ډک کړ او بیا د کور په خوا مې حرکت وکړ.
په لار کې مې د مریم لور ګلالۍ ولیده پوښتنه مې ترې وکړه ښکول مې کړه.
په سر مې لاس ورته را کښ کړ.
ویښتان یې خیرن او له خاورو ډک وو.
تورې پلاستکي چپلکي یې په پښو وي، له ورایه ښکاریده چې مور یا پلار نه لري.
ګلالۍ هغه پخوانۍ ګلالۍ نه وه. کله یې چې مور ژوندی وه، په خوله یې تل مسکا وه او تر ډیرو ماشومانو ښکلې ښکاریده.
زما د جامو لمن یې کلکه ونیوله او په ښکلې مخ یې د اوښکو غټ غټ څاڅکي روان شول.
ژړا یې زور واخیست په ژړغوني غږ یې وویل زه بیخې یوازې یم.
زه بیخې یوازې یم.
زه مې د مور او خور بیلتون نه شم زغملی.
ګلالۍ په سترګو توره شپه راغله د لویدو په حال کې وه ژر مې په غیږ کې ونیوله.
هغې بیا وویل زما مور او خور زه ولې یوازې پریښودم.؟
ولې یې پریښودم.؟
هر څومره هڅه مې چې وکړه ګلالۍ مې ارامه نه شو کړئ.
له څه ځنډه ورسته هغې وویل زما مور په کور کې تل وهل کیده ، نیکه به مې په وړه خبره مور یوه ورځ دومره ووهله چې څو ځلې مو ډاکټر ته یوړه، مور ته مې ډوډۍ نه ورکوله د کور ټول کارونه به یې پرې کول د کور نورو ښځو ته به یې هیڅ هم نه ویل، زما انۍ به تل زما مورکۍ ته سپکي سپوري کولې.
بیګا مې انا نیکه ته وویل چې له هغې بدمرغې ښخې خو خلاص شو اوس دي زوی ته بل ښه ځای راګوره چې په کمه بیه او کم ولور ورته واده وکړو.
ګلالۍ سترګي له اوښکو ډکي وي او اسمان ته یې لاسونه لپه کړل، هغې په زړه کې پټ څه وویل او بیا یې په ژړا شروع وکړه.
ما او ګلالۍ دواړو ژرل او اسمان ته مو لاسونه نیولي وو.
پلوشې نوره کیسه بس کړه او په اخیر کې
یې وویل دا څه حال دی؟
مریم د کورني تاوتریخوالي قربانې شوه، هغه دولس کالنه وه زما سره په یو ټولګي کې وه، پلار یې د څو پیسو لپاره واده کړه.
ټول ارمانونه یې له خاورو سره ورته خاوري کړل.
خاوند یې د لوی عمر وو، خسر او خواښي یې پرې ډیر ظلمونه کول.
هغې وویل ماته یوه ورځ مریم د خپل ژوند کیسه داسې کوله پلوشې په کور کې سخته په تنګ یمه، خواښي مې په ارام نه پریږدي.
خاوند مې په کالونو کالونو مسافر وي پنځه کاله کیږي ایران کې مسافر دی د ښه او بد پته یې نشته.
دا ظالمان مې د پلار کور ته نه پریږدي او په ژړا یې پیل وکړ.
په ژړغوني غږ یې وویل هغه بله ورځ مې خواښي ویل چې په ډوډۍ کې به زهر ورکړو زهر خو پوه نه شومه چې څوک یې یادول.?
پلوشې په لوړ اوز چغې وهلئ بس دی بس دی نوره کیسه نه شم کولی. اسمان ته یې لاسونه لپه کړل.
آی خدایه په موږ رحم وکړه.
آی خدایه دلته په موږ ظلم کیږي، هیڅ څوک مو ده پوښتنې نشته الهی تاته پنا دروړو ته مو غور وکړه.
ربه زموږ فریاد واوره.
ربه زموږ فریاد واوره.
پای