روسيي یو وکیل تاجکستان ته په اخراجیدو ویلي؛ دی تاجکستانی نه و

د تاجکستان لپاره، د کډوالو د حقونو يو وتلى مدافع وکيل ویلي، دى هېڅکله د تاجکستان تبعه نه و، خو له روسيې څخه تاجکستان ته اخراج شوى دى.
د کرامت شريفوف مدافع وکيلې الکساندرا ميدويديفا ویلي؛ د هغې موکل تېره شپه وروسته له هغې له مسکو څخه د تاجکستان جنوبي ښار کولاب ته اخراج شو، چې يوې استېناف محکمې د هغه د اخراج لپاره د ابتدائيه محکمې پرېکړه تائيد کړه.
په کولاب کې ځينو سرچينو د نوم نه ښوولو په شرط ازادي راډيو ته ويلي، شريفوف هم په هغو مسافرو کې شامل و چې تېره شپه يې الوتکه کولاب ته ورسېده.
خپله له شريفوف سره تماسونه ناکام شوي دي.