د ښـځو مقام د پښتنو په تاریخ او ټولنېز ژوندانه کې

د اوسپنیز میړه، ترقي خوښونکي، پر هیواد مین او د وطن اصلي بچي غازي امان الله خان په مټ د افغانستان د ویاړلي خپلواکۍ او آزادۍ د استرداد وروسته، د ویاړونو څخه ډک پښتون قوم په ځینو مواردو باندې تورن شوی دی چې په اصل کې د دوی د ذاتي فطرت سره سازګار ندی. د هغه جملې څخه یو هم د ښځو د ټولنېز مقام او حقوقو نه پیژندل دي.
پښتانه خپل د ویاړلي تاریخ په اوږدو کې، د دی په څنګ کې چې هیڅ یو اشغالګراستعماري قدرت ته یې سر ندی ټیټ کړی او هیڅکله یې هم د ذلت ژوند یې ندی منلی، د ښځو لپاره د ټولنې د نه بیلیدونکې برخې په توګه د پیړیو راهیسې چې په نړۍ کې د بشر او د ښځو د حقونو هیڅ خبره هم نه وه،ښځو ته خپل په ټولنه کې ډیر ښه مقام قایل شوی دی. پښتانه خپل د تولنیز او سیاسي ژوندانه د تاریخ په بهیر کې، په ټولو تولنیزو، سیاسي، اقتصادي، دولتي اداره او آن په نظامي چارو کې پتمنې ښځې او نارینه بې له کوم تعصبه اوږه په اوږه کار او په ګډه هلې ځلې کړي دي. ښځې په مختلفو دورو کې په ټولو ټولنېزو برخو کې فعالې وې، په مختلفو ادارو کې په افغاني لویو سلطنتونو کې د ښځو لپاره د ښوونې او روزنې آسانتیاوې برابریدلې او هیڅ ډول تعصب لږ و. ښځې د پښتنو د ټولو سلاطینو او وحکمرانانو په سیاست او اداره کې حیاتي او فعاله رول لوبولی دی. د غوریانو د حکومت څخه کولای شو د سلطان راضیه چې په ۶۳۴ ﻫ کې په ټول هندوستان کې حاکمه شوه او د څوکلونو لپاره حکومت وکړ او په دهلي کې یې په خپل نوم سکه هم ووهله؛ په دغه دوره کې شاید په ټوله نړۍ کې کومه ښځه د یو غټ ملک حاکمه شوې نه وي. د امریکې د متحده ایالتونو په معاصر تاریخ کې چې ځان د دیموکراسي او بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو ټیکه دار او حامي بولي، هیڅ یوه ښځه نده توانیدلې چې په هغه هیواد کې ولس مشره شي.
۲۰۰ کاله مخکې په کلیو او بانډو کې ښځې د کورڅخه باندې له نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کړی، او خپل د کار په مقابل کې یې مزد ترلاسه کړی، "استوارت الفنستون"Astorath Alphnston په دې هکله داسې لیکې: د پښتنوپه لیرې پرتو قبایلو کې ښځې د کور څخه باندې د نارینه وو سره اوږه په اوږه کار کړی دی، مګر د دغې سیمې [ افغانستان] په هیڅ یو علاقه کې د ښځو مزد لکه چې په هندوستان کې دود دی، نه کمیده. په هندوستان کې چې ښځې د نارینه وو په برابر کار وکړی، نیمه دستمزد ورکول کېږي. (افغانان- احوال زنان- ص ۱۸۳)
په پښتنو کې د ښځو ترټل شرم بلل کېدل، او هغه نارینه چې په دې کار لاس پورې کړ، خپل اعتبار به په ټولنه او معاشره کې بایله، بیاهم ؛استوارت الفنستون؛ په دی هکله داسې وایې" که څه هم اسلامي شرعيت نارینه ته اجازه ورکوي چې ښځې تنبیه کړي، خو په پښتنو کې د دغه اختیار څخه کار اخیستل د نارینه د بی اعتباری لامل بلل کېږي."
"الفنستون" بیا د پښتنې میرمنې د آزادی په هکله داسې څرګندونه کوي " پښتنې ښځې د پوړنو سره په ښارونو کې ګرځي، په باغونو کې سره را غونډیږي؛ که څه هم په حجاب کې دي؛ خو لکه د هندوستان د ښځو په څیر محصورې ندي، په عمومي ډول د پښتنې ښځې وضعیت د ګاونډیو هیوادونود ښځو په پرتله بد ندی" ( افغانان-احوال زنان-ص۱۸۴)
؛الفنستون؛ د پښتنو د وزیر قبیلې چې ښځې د میړه د ټاکلو یا انتخاب اختیار لرلی، متعجبه کړي دي، او په دې هکله داسې څرګندونه کوي " د دغې قبیلې فوق العاده خصوصیت دا دي چې ښځې د میړه د ټاکلو اختیار لري، که د کومې ښځې کوم نارینه خوښ شي، د ښځې د کورنۍ څخه ډولچي د نارینه کورته استول کېږي؛ ترڅو د ځوان پر خولۍ باندې یو دستمال سنجاق کړي، او دغه سنجاق ګیر چې دهغې پیغلې د ويښتانو د تارونو څخه جوړ شوی وي، ډول وهل په مناسب وخت کې اجرا کېږي او د ښځې نوم اخلي او ځوان که د مهر او ولور د ورکولو توان ولري، اړ باسي چې د دغې پیغلې سره واده وکړي" (افغانان- زنان وزیری-ص۳۵۰)
د هوتکېانو دوره او د درانیانو د امپراتوری په دورو کې، ښځې د سیاست او اداري اصلي محور جوړولو. موږ کولای شو چې هوتکېانو او ابدالیانو د دورې څخه نامتو ښځې لکه نازو انا، میرمن زینب، زرغونه انا، لویه ادې، میرمن عینو، غازي ادې او نور د بېلګې په ډول یاد کړو.  دا هریوپه خپل وار سره د ملت د برخلیک په ټاکلو او د دولت په اداري چارو کې پریکنده رولونه یې لوبولی دي.
په دی هکله څیړونکې «معصومه عصمتي وردک» په خپل کتاب کې «نقش و موقف زنان افغانستان» لیکي «احمدشاه بابا کارپوه ښځو ته په هیواد کې په حکومتي چارو کې د برخه اخیستني اجازه ورکوله، دوی ته یې لقبونه وټاکل، په ځانګـــړې توګه د ښځو په اړوند او د ښځو د حقونو لپاره یې د فرمانونو د صادرولو حق ښځو ته تفویض کړ. چې کومه ښځه یې د یو کار لپاره ګمارله، مهرونه یې هم ورته جوړول؛ ترڅو هغه فرامین چې دغې ښځې صادرولی نور هم وزن او اعتبار پیداکړي. دغه نیک رسم د احمدشاه دراني د کورنۍ او تر هغه وروسته د سدوزایي او محمد زایي په سلطنتونو کې هم دوام وکړ».
د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ښځې په سیاست، اداره او د ظلم او یرغل په مقابل کې مبارزې او د خپلواکي په جګړو کې د نارینه وو په څنګ کې په ونډه اخیستلو سره ډیر مهم رول لوبولی دی.
زه غواړم د زرهاوو نوم ورکې ( ګمنامې) اتلې ښځې د جملې څخه د څو تنو نامتو ښځو څخه یادونه وکړم چې هر یوه په خپل وار سره وکولای شول د خپلواکۍ او آزادۍ په مقدسو جګړوکې په مستقیمه توګه ونډه واخلي، د خپل پت او عزت په دفاع کې کلک ودریږي، او کله هم د غټو سلطنتونو او امپراتوریو د جوړولو عامل وګرځي. د دوی کارنامې د افغانستان په ویاړلي تاریخ کې په زرینو کرښو ثبت شوي دي.
نازو انـــــــــا:
د «سلطان ملخي توخي» لور چې د کلات ( زابل) د خانانو څخه وو او ویل کېږي چې «سلطان ملخي توخي» د دښمنانو سره په یوه جګــــــړه کې په شهادت رسیږي او زوی یې «حاجي عادل خان ‎» یا د نازو انا ورور د دښمن مقابلې ته وزي او خپل خور( نازو) د پلار د کلا د حفاظت لپاره ګماري، نازو د نوروساتونکو په څنګ کې جنګي ( نظامي) کالي اغوندي او ځان په جنګي وسایلو تجهیزه کوي، او په میړانه د کلا څخه دفاع کوي. نازو انا بیا وروسته د « شاه علم خان هوتک» سره واده کوي۱. د نازو انا په شعری دیوان کې نږدې دوه زره شعرونه درج دي. نازو انا په خپل وار سره خپل زامن د روزنې او ښوونې لاندې نیسي، خپل زوی میرخان( میرویس نیکه) ته تر اووه کلنۍ پورې یي ټول دیني علوم ور زده کوي و او دا خبره ورته کوي چې زویه! « ته خدای ج د دې لپاره پیدا کړی یې چې ستر کارونه سر ته ورسوې» همدغه وو چې میرخان هوتک به ۱۱۱۹ هجري کال کې افغان ملت او وطن یې د پارس چپاولګرانو، یرغلګرو او اشغالګرانو د لاسه خلاص کړ، او د یو افغاني مستقل او خپلواک حکومت بنسټ یې کښیښود.
زرغونه انــــــــــــا:
د افغان امپراتوری بنسټ ایښودونکی، لوی احمدشاه بابا مور، یوه مصممه، مدبره، پوهه او غیرتمنه ښځه وه. زرغونې خپل شجاعت او درایت خپل زوی ( احمدخان) ته انتقال کړ، چې بیا وروسته دغه ځوان احمدخان په آسیا کې د نړۍ یوه ستره امپراتوري یې را منځ ته کړه.
په ۱۱۷۴ هجري لمریز کال کې کله چې احمدخان په یوه جرګه کې چې ټول قومي مشران یې را غونډ کړي و، فیصله پردې وکړه چې یو لوی خندق او محافظتي دیوال د کندهار په چاپیره کې ودان کړي. کله چې دغې زړورې ښځې په کېسه خبریږي دغې جرګې ته روانیږي، او په ناڅاپي توګه جرګې ته ننوزي، احمدخان حیرانېږي او مورته وایي، خیرت خو به وي؟ زرغونه انا د جرګې ګډون کونکو ته وایي « افغانان باید هیڅګله د دیوالونو او خندوقو شاته پټ نشي؛ بلکه باید مخامخ مبارزه وکړي او د هیواد حفاظت وکړي»۲ د دغې ښځې مشوره چې د احمدخان د ژوند سرمشق او د ټولو بریاوو راز وو، خپل د مور دغه مشوره یې هم ومنله او د دغه پلان څخه تېر شو.
په یوه بله پېښه کې، کله چې احمدشاه بابا د پاني پټ جګړه ګټي او د دهلي تخت فتح کوي، په کندهار کې په غلطه آوازه خپریږي؛ ګواکې افغاني لښکر په پاني پت کې ماته خوړلې ده او احمدشاه بابا د جګړې څخه شاتګ کړی دی. په دې وخت کې زرغونه انا د کندهار خلک را غونډوي او خپله تاریخي وینا ورته کوي، هغې بری او ناکامي د خدای ج له خوا بولي او وایې « ماته بری د الله ج له خوا دی؛ مګر که خبره د جګړې څخه د احمدخان شاتګ( عقب نشینی) وي، ما خپل زوی خپله روزلی دی، او دهرچا څخه یې ښه پیژنم، هغه [ احمد] د جګړې څخه هېڅکله هم نه شاته کېږي، او باید موږ او تاسې په ګډه سره د خپلو زامنو د شهادت سوګ پرځای کړو». (محقق عبدالرحیم بختانی، نقش زنان در امور مملکت).
د تیمورشاه د مور د حکمرانی او ادارې په هکله استاد عزیزالدین وکېلی پوپلزایی د (تیمورشاه دراني) په کتاب کې په یوه برخه کې داسې لیکي، « معظمه ملکه د احمدشاه بابا میرمنه خپل په عهد کې د عالیه سلطنتي صفاتو درلودونکې وه، او دشاهی کورنۍ د حسن ادارې خاونده وه، کله چې تیمورشاه د احمدشاه بابا په امر د هرات حاکم وګمارل شو، د احمدشاهی معظمه ملکه د خپل کشر زوی پرځای د هرات ټولې اداري چارې پر مخ بیولې، ملکه معظمه د مستشار او متصدي په صفت د دولت د چارو وارسي کوله.
لـــــــویه ادې:
د پاینده خان بارکزایې مشره لور او د منصور خان خور او د وزیر فتح خان مور وه، دا ښځه سربیره پردې چې زړور او غیرتمن زامن یې روزلي و، خپله هم یوه مدبره او سیاستمداره ښځه وه. په سخاوت اوبیوزلو ته په مرسته کولو کې مشهوره وه، خلکو ورته خاصه عقیده لرله، او د خلکود زړونو محبوبه وه؛ نو ځکه لکه چې احمدخان ته «بابا»، زرغونې ته « انا» لقب ورکړی و، دی مدبرې ښځې ته هم خلکود « لویه ادې» لقب ورکړی و. د لویې ادې د کار روایي له مخې؛ نه یوازې هغه د محمدزایې د حاکمیت مؤسسه وه؛ بلکه خپل میړه ته یوه ښه سلاکاره او خپلو زامنو ته ښه لارښوده هم وه.
میرمـــن عینو:
غښتلی، غیرتمنه، مدبره او وطندوسته ښځه وه، کله چې د احمدشاه بابا لښکر د هندوستان څخه بیرته د راستنیدلو په حال کې و، د کابل او کندهار پر لاره لښکرو ته تم کېدو او استراحت هدایت ورکړل شو؛ نو یو سرباز چې کور یې دغه اردوګاه ته نږدې و، په تلوار سره کور خواته روانیږي؛ ترڅو خپل میرمنه( میرمن عینو) وویني، میرمن یې د میړه ناڅاپه لیدل چې وروسته له ډیرې مودې له هندوستان څخه راستان شوی و، ډیر خوشحاله کړه، عینو د میړه څخه پوښتنه وکړه چې بابا ( احمدشاه بابا) چېرته دی؟ میړه ورته ځواب کې وویل «هغه دلته نږدې د لښکرو سره دی». عینـــــو پر میړه باندې ډیر په غصه کېږي او ورته وایې « څو میاشتې ورسره وې، اوس دې دوه ساعته نور انتظار نشو کولای او کور ته راغلې په داسې حال کې چې بابا تراوسه لا په لښکر کې دی » تر لاس یې نیسي او بیرته یې لښکر ته بیایې، کله چې احمدشاه بابا د دغې ښځې د رشادت او شهامت څخه خبریږي، د هغې ډیره قدرداني کوي، یو دولتي کاریز ورته ډالۍکوي. دا کاریز تر اوسه هم د « عینو کاریز» په نامه یادېږي او د کابل او کندهار په لویه لاره پر عمومي سړک باندې بهېږي. ترجمه (خلاصه داستان عینو توسط پوهاند رشاد).
 
غــــازي ادې:
اصلي نوم یې «الماس» دی، میړه یې حبیب اکا د کټواز او په قوم سلیمان خیل وو، د ځینو روایاتو پر بنسټ غازي ادې د لوګر اصلي اوسیدونکې وه چې بیا وروسته په کابل کې میشته شوه. غازي ادې د چهارآسیاب، قلعه قاضي، کوه قروغ ، او سنګ نوشته جګړو کې برخه لرله، هغې د آسمایې په غره کې د ۴۰۰ نور ښځو سره د انګریزانو په مقابل کې جګړه کوله، د سنګ نوشته په جګړه کې د جګړې قومانده یې په لاس کې وه. غازي ادې د آسامایي د غره په لمنو کې د ۸۰ تنه نورو مجاهدو ښځو او نجونوسره د انګریزانو لخوا په شهادت رسیږي، او په کارته پروان سیمه کې خاوروته سپارل کېږي، مقبره یې د امیر امان الله خان په امر په مرمرو فرش کېږي. زیارت یې تراوسه د کارته پروان او بهارستان ترمنځ پر عمومي سړک باندې پروت دی.
ملالۍ میـــــــــوندی:
د افغانستان د تاریخ مشهوره اتله نجلۍ، کله چې سخته جګړه د انګریزانو او افغانانو تر منځ د غازي محمد ایوب خان تر مشری لاندې په میوند ولسوالۍ کې شروع کېږي، مجاهدین روحیه بایلي او د تندې او لوږې له لاسه ډیر ستړي معلومیږي، ملالۍ چې په هغه وخت کې اوه لس کلنه پیغله وه او د دغه سیمې ( میوند) اوسیدونکې وه، د خپلو همزولو نجونو د یو ګروپ رهبري په لاسی اخلي اوپه ګډه سره د جګړې میدان ته ورننوزي. دوی مجاهدینو ته اوبه او ډودی ورسول او د ټپیانو پالنه یې کوله. کله چې ملالۍ د افغان بیرعچي ته پام کېږي چې ټپي شوی دی او نږدې دی چې بیرغ یې دلاسه پریوزی؛ نو سمدلاسه منډه کوي او بیرغ بیرته پورته کوي او رپوي یې او خپل حماسي شعرونوپه ویلو سره د مجاهدینو احساسات را پاروي اود مجاهدینو لیکو ته فوق العاده قوت وربخښي، په پایله کې دغه نابرابره جګړه د افغانانو په بري سره پای ته رسیږي او د انګریز ټول قوت چې ۱۶۰۰۰ عسکر سمبال په ټانګونو او توپونو و له منځه ځي. او په نتیجه کې انګریز تصمیم نیسي چې ټول افغانستان تخلیه کړي. د ځینو روایاتو پر بنسټ دغه غښټلې پیغله په دغه ورځ په شهادت هم رسیږي.
 
 
میرمن خجو:
د وزیر اکبر خان مور او اصلي نوم یې «خدیجه»  و، د انګریزانو پر ضد جنګيدله. کله چې وزیر اکبر خان بخارا ته پناه یوړه، د مور(بی بی خجو) لخوا ورته یو پیغام ورسیده؛ ترڅو ملت د انګریزانو له منګلو څخه خلاص کړي. د میرمن خجو په دستور په هیواد کې پلونه، مدرسې ودان شول، هغې خپل میړه امیر دوست محمد خان د دولت په اداري چارو کې مرسته کوله.  دغې منورې او پوهې ملکې د ده افغانان رنګه جومات هم ودان کړی دی او د دې یوه را پاتې یادګار دی.
مـــــــــادر مدد خان:
د «امیر دوست محمد خان» خور، د «عبدالرحیم خان» ښځه چې د «مادرمدد خان» په نامه سره مشهوره وه. د انګریزانو د یرغل پروخت، قرآن شریف یې پر ځیګر نیولی او کور په کور د کابل، کوهستان، او پروان د ولایتونو قومي با رسوخو ریېسانو ته یې قسم ورکړ چې د انګریزانو مقابلې ته راووځی او یرغلګر د هیواد څخه وباسي.
میرمن سپینه:
د نور محمد خان الکوزي لور، کله چې وزیر یارمحمد خان الکوزي په دوره کې یعنی د نولسمې پیړۍ په نیمایي کې، او کله چې په ۱۸۳۷م کال کې پارسانو پر هرات باندې یرغل کوی او محاصره کوي یې ، دغه با احساسه ښځه د افغانانو هلې ځلې یې چې د هرات په دفاع کې کړې وې، په خپل حماسي اشعارو که انځور کړي دي.
د شاه بوری ( په دری ژبه کې ښاه پرۍ) جـــــــــګړه د بابر د لښکر سره:
ډاکټر «حبیب الله تږی» خپل د «پښتانه» په نوم کتاب کې لیکي « دتاریخ د روایاتو پر بنسټ، کله چې د بابر لښکریان په یوکلي باندې حمله کوي، شاه بوری خپل میړه ته وویل: موږ باید د دغه لښکر مخه ونیسو، مګر میړه یې چې دغه شجاعت نه درلود چې دبابر د لښکر مخې ته ودریږي، او د شاه بوری خبرې ته یې اهمیت ورنکــــــړ. شاه بوری په یوازې د میړه پر ځای سنګر ونیوه او دکور له ننې څخه د بابر د عسکرو سره یې جګړه پیله کړه. د بابر هریو عسکر چې غوښتل د شاه بوری د کور له مخې تیر شي، د شاه بوری د غشي هدف ګرځيدل او پرمځکه به پرې وتل. د شاه بوری غشي هیڅکله هم نه خطا کېده او پدې ډول شاه بوری یو ډیر شمیر د بابر عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله او د جګړې له کرښې یې وایستله. په آخر کې عسکرو د مخته تللو جرات  له لاسه ورکړی وه او لښکر تم شو. وروسته له دې عسکرو له هرې خوا د شـــــــاه بوری پر کور باندې برید پیل کړ او د غشو په وارولو سره یې د شاه بوری نازک بدن سوری سوری کړ، وروسته عسکرو د شاه بوری کورته ورننه وتل چې وګوری دا څوک وو چې داسې تینګ مقاومت یې وکړ، ولیدل چې په کور کې د یوې ښځې پرته بل څوک نشته، او ښځه هم خپلې آخری سلګۍ وهي. ټول حیران شول او خبره یې بابر ته ورسوله، بابر ډیر ژر یو کس واستوه چې ویې نه وژني؛ مګر تر هغه چې خبره عسکرو ته ورسیده، شاه بوری سا ورکړې وه. کله چې بابر د دغې غښتلی او زړه ورې ښځې د میړانې څخه خبر شو، ډیر سخت متاثره شو او خپل عسکر یې ملامت کړل چې داسې ښځې هیڅ څوک هم نه وژني او باید مو ځل ماته راستلې وای. عسکرو ویل چې هغې داسې غشي ویشتل چې زموږ زرهې کالي هم ورته تنګیدای نشوای او موږ داسې فکر وکړ چې دا باید یو نارینه وي، دغه وو چې ووژله شوه. پادشاه او ټول عسکرود دغې ښځې د شجاعت څخه حیران او تعجب کې ډوب شوي و او هریو هغې ته آفرین ووایه؛ تر هغه وروسته چې د عمرخیلو د قبیلې څخه هریو بابر حضور ته ورتلل، بابر له هغې څخه تعریف کاوه او په ځانګړي توګه د شاه بوری د کېسې توصیف به یې کاوه.
د شاه میرمن سلطان ابراهیم لودي د شجاعت کېسه:
ارواښاد استاد رشاد وایې« کله چې بابر په ۹۳۳ﻫ کال کې د هند د لودیانو پښتنو حکومت یې ړنګ کړ او دهلي او آګره یې فتح کړل او پر شمالي هندوستان باندې یې خپل واک ټینګ کړ، د سلطان ابراهیم لودي له وژلو څخه وروسته، د هغه وړوکی زوی او مور یې افغانستان ته تبعید کړل تر هغه خپل پاتې عمر د بدخشان په قلعه ظفر کې په بند تیر کړي. میرمن ابراهیم لودي چې د اوښ په کجاوه کې سپره وه، او د عسکرو تر نظارت لاندې د افغانستان پر لور روانه وه، کله چې قافله د اټک د کلا محلې ته ورسیده، تم شوه، او د یوې لنډې دمې وروسته بیا په تګ پیل وکړ، کله چې قافله د سیند د رود د پله څخه په تیریدلو وه، میرمــــــــن ابراهیم لودي ناڅاپه د اوښ له کجاوې څخه را پورته شوه، او لکه قهرجن باز وزرې وغوړولې او ځان یې د رود په منځ کې وغورځوه، ساتونکې په حیرت سره دا منظره په سترګو ولیده چې څرنګه دغه افغانه زړوره ښځه د اوبو په څپاندو څپو کې ډوبه شوه او مرګ ته یې د اسارت تر ژوندانه ترجیح ورکړه».
د دغې پیښې ۲۶ یا ۲۸ کاله وروسته، کله چې هیبت خان نیازی کشمیر ته پناه یوړه، او د هغه ځای حــــــــکمران ورباندې یرغل وکړ. هغه ځان دفاع لپاره تیار کړ، او د هغه سره یوځای د هیبت خان مور او ښځه هم د نورو افغان عسکرو سره مقابلې ته تیارې شولې او د خپل عزت او ناموس د دفاع په خاطر د ژوند تر آخري سلګۍ پورې د دښمن په مقابل کې وجنګيدله؛ تر هغو چې ټول د جګړې په میدان کې شهیدان شول. د افغاني ښځې د زړورتوب بله کېسه ده چې مرحوم رشاد، عبدالقادر بدایونی په منتخب التواریخ کې د دغې کېسی ذکر یې کړی دی، سربیره پردی په  «کمبریج هستری آف اندیا» کې هم د دغې حماسي کېسه یاده شوی ده.
پښتنې میرمنې او پیغلې د هندوستان په بهوپال کې نږدې دوه سوه کاله حکمراني کړې ده:
په اتلسمه پیړۍ کې کله چې په برتانوي هند کې نوابانو حکمروایې کوله، «دوست محمدخان» په قوم اورکزیي د « بهوپال» د ټولې سیمې امیر وو [نږدې دو سوه کاله هلته حکمراني وکړه، تقریبا ټول واکمنان یې پښتنې میرمنې وې] او وروسته واک یې زوی «نذر محمد» ته انتقالیږي. «نذرمحمد» وصیت کوي چې " که چېرې ناڅاپه مړ شي نو د ده لور«سکندر بیګم» به د ټول «بهوپال» نوابه وي، ترڅو چې دا ځوانه شوې نه وي پخپله ګوهر بیګم(قدسیه) به د دې سرپرسته او د « بهوپال» واکمنه وي، او کله چې « سکندر بیګم» ځوانه شوه، بیا به د اورکزیو په کورنۍ کې به ودیږي او د دې خاونده به د « بهوپال» نوابه شي". بیا کله چې « نذرمحمد» وفات کېږي؛ نو د وصیت نامې مطابق د « نذرمحمد» میرمنه « قدسیه بیګم» د لور«سکندر بیګم» په نیابت د «بهوپال»  واکمنه کېږي.
قدسیه بیګم د ستر په ساتلو سره د بهوپال چارې ښې پرمخ بیولې،آس سپرلۍ، پوځي تربیت و د جګړې فن یې زده کړي و. قدسیه بیګم په عقیده ټینګه مسلمانه میرمنه وه، او دایې نه منله چې ښځه د ریاست مشره کېدای نشي، دایې ویل چې خلکو د ښځو د مخنیوي لپاره د اسلام څخه ناوړه ګټه اخیستي ده.
د قدسیه بیګم لیور(منیر محمد) چې خپل د وریندارې واکمني نشو زغملای، روهیله پښتانه یې د ځان سره مل کړه او د قدسیه بیګم د وژلو تابیا یې وکړه؛ څرنګه چې د قدسیه بیګم استخبارات ډیر قوي وو، د دغه پلان څخه خبریږي، د دوی پټ مرکز محاصره کوي او جنګ پیلیږي، دا جګړه څلور ورځې دوام کوي او د دواړو خواوو څو کسان پکې وژل کېږي. جنګ د قدسیه بیګم په ګټه پای ته رسیږي او مخالفان د « منیر محمد» په شمول نیول کېږي. « منیر محمد» لاس تړلی قدسیه بیګم ته حاضروي، منیرمحمد د هغې پښو ته پریوت او بښنه یې وغوښته، هغې هم معاف کړ. وروسته دغه سلسله دوام کوي او په ترتیب سره لاندې میرمنې په وار سره د واکمنۍ چارې په لاس کې اخلي:
۱ - قدسیه بیګم
۲ - سکندر بیګم
۳ – شاه جهان بیګم
۴ - سلطان جهان بیګم
د سلطان جهان بیګم لور« عابده بیګم» د هندوستان لومړنۍ مسلمانه پیلوت ده.
لکه څرنګه چې جوته کېږي د افغانستان د تاریخ نږدې په ټولو غټو بریاوو کې اساسي برخه د یوې ښځې برخه اخیستنه وه. په افغانستان د انګریزانو د ماتې اساسي لامل هم دغه وو چې د افغانستان ښځې او نارینه اوږه په اوږه هلې ځلې او مبارزی کولې. د افغان او انګریز په اکثرو جګړو کې، د افغانانو د احساساتو اصلي محرک ښځې وې. او دغه لامل وو چې یرغلګرو قوتونه او په ځانګړی توګه انګریزانو دغه د تحریک اوپیاوړتیا عوامل یې تشخیص اوپه ګوته کړه او د له منځه وړولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې. د دې لپاره یې دوه مهمې برنامې طرحه کړې:
۱ - د نیمگړي مذهبي مدارسو جوړول د دیوبندي مدرسو په نامه:
۲ - د چادري یا بورقه اغوستل
دیوبندي مدرسې:
افغان ځوانان یې دغو مدرسو ته جلب کړل او د ناسم مذهبی تعلیم په لړ کې د ښځو، تعلیم او ترقي ضد احساسات ورتزریق کړل. په هماغه لومړیو وختونو کې د دغه کښت لومړنۍ حاصل یې د غازي امان الله خان د حکومت ړنګول د حبیب الله کلکاني په لاس چې د دیوبندي تش په نامه روحانیونو او د برتانوي هند په حمایت ورسره وه، لاس ته راوړ. د وخت په تیریدو سره او د پاکستان په جوړیدو دغه شیطاني مدرسې چې نور د افغانستان څخه واټن اخیستی و، لیري شوي وي او نشو کولای نور هغه پخوانی اغیز پر افغانانو ولري، هغه مدرسې یې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د «تش په نامه دیورند کرښې» ها خوا را انتقال کړلې، او پر دغو مدارسو باندې ډیرې غټې پانګونې هم شوي دي... انګریزان خپله په دغه شوم پلان باندې ښه بریالي شول، او وروسته د سیمې څخه په وتلو سره دغه شیطاني پروسه یې اوسني پاکستان ته وسپارله. اوس اوس په لس هاوو زره دغه ډول مدرسې د «تش په نامه دیورند کرښې» ها خوا کي، شته دي چې د افغانستان او پاکستان هغه ټول سرحدي پښتانه میشتې سیمې یې د دغه تیارو تر پوښښ لاندې نیولي دي.
د چادري( بورقه) رواج کول:
دویم پلان چې انګریزانو د افغانانو د تضعیف په موخه پکار اچولی وو، د غیر شرعي حجاب ترویجول وو چې د چادري( بورقه )په نامه مشهوره ده. چادري یا بورقه یو غیر اسلامي حجاب دی او پخوا د هندوانو د فرهنګ برخه وه. د افغان او انګریز په ټولو جګړو کې ښځې او پیغلې د نارینه وو ترڅنګ په مستقیمه توګه برخه اخیستي ، او یا نارینه مجاهدینو ته خوراک او اسلحې ورسولي دي، دغه وو چې په یوه ورځ تر ۸۰ ډیرې ښځې او پیغلې چې د «غازي ادې» تر قوماندې لاندې د کابل په اطرافو کې جنګیدلې، شهیدانې شوې. تر دغه دمه افغاني ښځې او نجونې په اسلامي حجاب او لوڅ مخونه، او د افغاني مروجو کاليو په اغوستلوسره د جګړې په میدان کې د غازيانو سره مل وې. انګریزان د دغو تحرکاتو د له منځه وړلو په موخه، یو لړ هلې ځلې شروع کړې؛ تر څو وکولای شي ښځې د جګړې له میدانه څخه وباسي، او د نارینه وو د احساساتو عوامل له منځه یوسي. دغه وو چې د امیر دوست محمد خان د سلطنت په دوره کې د دیوبندې مدرسو د متعصبو شاګردانو له خوا چې د انګریز د پلان یوه برخه یې جوړوله، چادري چې هیڅ ډول شرعي او اسلامي بنسټ توجیه نلري، ورو ورو کابل ښار او ځيني نورو ښارونو کې رخنه کوي، د وخت په تیریدو سره وکولای شول تر یوې اندازې د افغاني اسلامي حجاب چې تر اوسه هم د هیواد په ډیری سیمو کې، د ښارونو په اطرافو کې د «چادر نماز او یا پوړني» تر نامه لاندې په مختلفو رنګونو رواج دي ، ځای ونیسي. تر ننه پورې موږ کولای شو چې د اصیل افغاني پوړني او حجاب نمونې چې یوه کامله شرعي حجاب ده، په شرقي، جنوبي، غربي او کوچېاني ښځو په منځ کې او تر یوه اندازې د افغانستان په شمال کې وګورو.
آخر کې لوی «غازي امان الله خان» د خپل د سطنت په پیل کې امر ورکړ چې هندوانې ښځې دې په خپلو چادريو کې یوه تور ټوکر ولګوي، ترڅو د مسلمانو ښځو نوې رواج شوې چادري څخه توپیر وشي. او کله چې«غازي امان الله» د انګریز له دغې توطیې څخه خبریږي، پر چادري باندې یې د  فساد کڅوړه نوم کښیښود او مکمل بندیز یې پرې ولګوه. وروسته بیا د حبیب الله کلکاني چې د دیوبندي ملایانو او انګریزانو په ملاتړ په کابل کې قدرت ته ورسید، یو وارې بیا چادري یې په جبر سره پر خلکو تحمیل کړه. چادري په اصل کې د هندوانو ښځو مخصوص کالي و، چې نمونې یې اوس هم د برتانوي هند( اوسني پاکستان)په ځینو سیمو کې تر سترګو کېږي. د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه، په طلایې دوره کې په اختیاري ډول د چادري د رفع حکم ورکړل شو.
د افغانستان د پخواني شوروي د لښکرو په وسیله د یرغل وروسته، یو وار بیا د افغانستان دښمنانو ته لاره هواره شوه؛ ترڅو دغه د تیاره اچونې پروګرام ته په افغاني ټولنه کې زور ورکړي، او د افغانستان یو شمیر خلک په ځانګړي توګه پښتانه په دیوبندې ناروغی( تعلیم ضد، ترقي ضد، او ښځې ضد) اخته کړي.
سربیره پردې چې د مجاهدینو او بیا د طالبانو په حاکمیت کې، چادري بیرته په افغانستان کې جبري شوه، مګر دغه پدېده تر ننه نده توانیدلې چې د افغانستان په بومي سیمو کې رواج شی... د طالبانو د رژیم په ړنګیدلو سره د افغانستان اکثراً پښتون میشت اطرافي خلک په جنوب، شرق او غرب کې خپلې چادري لیرې وغورځولې، او خپل اصیل افغاني پوړني بیرته پرسر کړي او خپل شرعي حجاب یې خوندي کړی دی.
 
پښتانه کوچېان:
د افغانستان کوچېان؛ څرنګه چې دوی په یوه سیمه کې میشت ندي، وتوانیدل د دغه وژونکې مرض څخه ځانونه وساتي، که څه هم د افغانستان چاپېریال پر دوی باندې هم کاملا بی اثره ندی پاته شوی، بیا هم په عمومي توګه دغه ټولنه خپل په طبیعي ډول پاته شوې ده. موږ ډیر په آسانۍ سره کولای شو چې د ښځو د آزادې او د نارینه وو سره د برابر حقوق د کوچېانو په ټولنه کې ووینو. کوچېان بې له کوم جنسي تعصبه، نر او ښّځه په ګډه سره کار کوي، په ګډه د ژوندانه د ناخوالو سره مبارزه کوي، د دوی دغه له تعصبه څخه پاک ژوند د دې لامل شوی دی چې دوی د ډیرو تجاوزاتو او تیریو څخه په امان کې پاتي شي؛ سربیره پردې چې شپه او ورځ په دښتو، غرونو او بېدیاوو کې تیروي، څوک جرات نشي کولای چې دوی ته زیان ورسوي، دا د دوی د پیاوړتیا نښه ده. دوی په ټولو تولنیزو، کلتوري، او اقتصادي چارو کې په ګډه سره تصمیم نیسي، او په ګډه سره هغه د عمل په ډګر کې پلي او اجرأ کوي. که څه هم دوی د نړۍ د ټولو نویو آسانتیاوو او تکنالوژۍ څخه محروم دي، او د نړۍ هیڅ سهولت ته لاس رسی نلري او ډیر په بد حال کې خپل ژوند تیروي، بیاهم ویلای شو چې د کوچېانو ژوند په افغانستان کې د پښتنو د ژوند یوه ښه بیلګه او نمونه کېدلای شي. پښتانه مخکې له دې د جندر او د ښځو د حقونو قوانین او برنامې ورباندې عملي شي، دښځو حقونو ته احترام کول او فوق العاده مقام یې په ټولنېز او اجتماعي ژوندانه کې ورته قایل شوي دي، او ټولې انساني آزادي یې د پت او عزت په حیطه کې تامین کړی و.
د افغانستان په تاریخ کې د پښتنو ځینو نامتو ښځې:
دا یو کامل لست ندی، په سل هاوونامتو ښځې د افغانستان په تاریخ که ثبت شوي دي او په زرهاوو تنه نورې ښځې نوم ورکې ( ګمنامی) پاتي شوي دي... دا یوه نمونه ده چې د اصیلو پښتنو عالي کلتور ښکارندویې کوي.
۱ - سلطان راضیه: په ۱۵۲۵ کال کې په استانبول ښار کې زیږیدلې ده. هغه د سلطان سلیمان لور او د هغه وخت ملکه وه. همدا راز د شاهزاده مصطفی او سلیم خور وه چې وروسته د خپل ورور له مرګ څخه استانبول ته راغله او په کال ۱۵۷۰ د خپل ورور د حکومت په دوران کې له دې فاني نړۍ ځخه سترګې پټې کړې. او د خپل میړه په هدیره کې چې یحیی افندي نومیده، خاورته وسپارل شوه.
۲ - زرغونه کاکړ: په ۷۸۴ ﻫ ق کال کې زیږیدلې ده، یوه عالمه ، عارفه ، شاعره او یوه ترټولو غټه خطاطه هم وه.
۳ - بی بی الایي: په ملی مبارزو کې یې ونډه درلوده، یوه ډیره زړوره، شجاع، او با همته د علم او پوهې خاونده وه.
۴ - حلیمه خټک: د زیږیدو نیټه یې ۱۰۶۵ﻫ . ق تخمین شوې ده، خپل د دورې د نامتو شاعرانو څخه وه چې خواږه او ساده شعرونه یې ویل.
۵ - میرمن زینب: د شاه محمود هوتک او اصفهان فاتح خور وه، په حکومت داری او دیني علومو کې یې دیر مهارتونه لرل او یوه ښه شاعره او ادېبه هم وه.
۶ - عایشه درانۍ: د علیخان بارکزایې لور، یوه شاعره وه خپل دیوان یې به ۱۲۳۲ ﻫ .ق کال تکمیل کړ، چې بېلابېل او مهم محتویات لري. هغې په ۲۰ کلنۍ څخه د ژوند تر آخره پورې خپل ادبي ذوق یې په ښه توګه خوندي کړ.
۷ - آمنه فدوي: په ۱۲۷۶ ﻫ . ق په کابل کې زیږیدلې ده، یوه شاعره ، عالمه او ډیر کامیابه پیاوړې لیکونکې وه. د دی اشعار ډیر آرام بخشه او له محتوا څخه ډک دي.
۸ - ګل ناره انا: په یوه نیمه کوچۍ کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غوړولي دي. مور یې د چکرې او خورد کابل د سیمې د پښتنو د قبیلې څخه وه او پلار یې سلیمان نومیده. د کوچنیوالي څخه یې ساده کالي اغوستل، ناترسه او زړور وه.
۹ - میرمن سپینه( سپین ادې): میرمن سپینه د نور محمد خان الکوزي د وزیر یار محمد خان معاصر و. کله چې ایرانیان پر هرات باندې یرغل کوی، او هرات یې تر محاصرې لاندې راوړي، دې نامتو ښځه د جګړې، او افغانانو هلې ځلې یې د هیواد په دفاع کې په خپلو شعرونو کې انځور کړي دي،
۱۰ - مادر مدد خان: د امیر دوست محمد خان دریمه خور، او د سردار پاینده خان بارکزي لور وه.
۱۱ - بی بی شمسو: د دغې نیک سیرته او صاحبدلې ښځې پلار شیخ حسن نومیده. شیخ حسن د بایزید روښان انصاري ( اورمړ) چې په پیر روښان مشهوره وه. د دې پرتمنې کارنامې په سیاسي، اجتماعي، او کلتوري او عرفاني برخو کې یوه بې ساري مقام یې د افغانستان په تاریخ کې ور بخښلی دی.
۱۲ - میرمن حره جلالۍ: یوه منوره، فاضله، او علم دوسته ښځه د غوریانو په دوره کې وه،د سلطان بهاؤالدين سام مور، او د غیاث الدین محمد سام او سلطان معز الدین خور وه، منهاج السراج وایې چې میرمن حره سلطانی د دواړو وروڼو څخه ښه وه.
۱۳ - میرمن نیکبخته: شیخ الله داد مموزی لور، په اشنغر کې یې ژوند کاوه، په ۹۵۱ کال کې د شیخ قدس الله سره واده وکړ.  نیکبخته یوه عارفه، پوهه ښځه وه، دیني علوم یې زده کړي و او په شاعرۍ کې یې هم ډیر استعداد درلوده.
۱۴ - لطیفه کبیر سراج: دافغانستان د تاریخ لومړنۍ ویاند
۱۵ - میرمن رابیا
۱۶ - قدسیه بیګم
۱۷ – شاه جهان بیګم
۱۸ - سلطان جهان بیګم
۱۹ - د سلطان جهان بیګم لور« عابده بیګم» د هندوستان لومړنۍ مسلمان پیلوته ده.
مآخذ:
۱ – (کبرا مظهری ملورو، پشتنې لیکوالې اوشاعرانې، ١٣٦٦، ص ۵_٦، په حوالۀ پته خزانه، ص ١٠١)
۲ – (روایت اکادمیسین رشاد)
۳ – (غبار، احمدشاه بابا، ص ٧١)
۴ – (کتاب زندگی امیر دوست محمد خان، جلددوم ص275/مؤلف موهن لال سفیر سابق انگلیس در افغانستان.)
۵ - (کبرا مظهری ملورو، پشتنې لیکوالې اوشاعرانې، ١٣٦٦،ص٢١ په حواله پشتنې میرمنې، از عبدالرؤوف بینوا، ص ٧٤)
۶ -  (پشتانه ص ١۵١_ ١۵٢،بحواله تواریخ حافظ رحمت خانی صفحات ١١١ _١١٩، طبع پیشاور١٩٨٧)
۷ - بهوپال، د هندوستان پښتانه
۸ - ډاکټر «حبیب الله تږی» په نوم کتاب «پښتانه»
۸ - «معصومه عصمتي وردک» په خپل کتاب کې «نقش و موقف زنان افغانستان»
۹ - (افغانان- احوال زنان- ص ۱۸۳)