قدرمنو پښتنو ويښ سئ؟

لیکوال : ويښ پښتون
څرنګه چې ټولو هېوادوالو اوپه څنګ کې یې نړېوالو ته دا خبره ثابته شوه ، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې هم داخلي جګړه مارانو او هم بهرنیو جګړه مارانو په کې خپلې مارې او غلاوې وکړې، او د دغو غلاوو په نتیجه کې یې خپل لوی لوی جیبونه ډک کړل، او مظلوم هېوادوال یې د تورو تمبو شاته واچولو او هر څوک یې په خپل کور کې دغم په ټغر باندې کېنول او چې کوم پښتون نن ورځ د خپل سر نوشت د معلومولو لپاره په هېواد کې سر را پورته کوﺉ او د خپل ځان او ناموس د ساتلو دفاع کوﺉ هغه بیا د القاعده په نامه نومول کېږي، او په بې رحمانه ډول سره یې کورنه د دوي په
اصطلاح د دوستو قواوو له خوانه تلاشي اوپه بمونوورانېږي او بالاخېره ځای یې بیا د بګرام او د ګوانتنامو تور زندانونه وي، هلته نو بیا د دوي خپله خوښه ده ،چې څه ورباندې د دوي دا مردار زړونه او نیتونه غواړي هغه ورباندې کوﺉ او ویې کړل، هغه په دې مانا دا کومه جګړه ،چې نن ورځ په هېواد کې روانه ده، دا ټوله د پښتنو په ضد باندې ده ، چې تر نن ورځې پورې یې دوام وکړو.
دا خو ټولو ته څرګنده ده، چې له بلې خوانه بیا زموږ اکثره د پښتنې سیمې ځوانان د خپلو زده کړو له لوی نعمت نه یې بې برخې کړل ،چې دغه بې برخې والی بیا یو لړ علتونه لري، چې له یوې خوانه یې په هغه سیمه کې ورته جګړه روانه کړې ده، او له بلې خوانه یې په بمونو سره د هغوی ښوونځي ټول وران او ویجاړکړل، او دې ته اړشول، چې د زده کړې له لوی نعمت نه لاس په سره شي.
دا پوښتنه خو د تاریخ په اوږدو کې خصوصا په دا لسوکلونوکې یو پښتون چارواکي هم د پښتنو د ستونزو په اړه له چانه ونکړه،چې ووایې نن ورځ زموږ په وران او ویجاړ هېواد کې ولې د پښتنو په سیمه کې دا اوربل دی؟ علت یې څه ده ،چې دومره دوي هره ورز زورل کېږي؟ ولې دوي دومره بې ځایه وژل کېږي ؟ چې په دې توګه زموږ د هېواد دوښمنانو ورته جدي توجو کړې، چې د هغې په نتیجه کې یې ډېری داسې تنکي ځوانان هم روزل کېږي اولا روزي یې چې له یوې خوانه یې د هغوی ژوند د مرګ کندې ته واچولو او له بلې خوانه یې زموږ ګران هېواد ورباندې د تل لپاره د تاریخ په اوږدو کې په خپلو وینو رنګ کړو.
هغه ځوانان، چې نن ورځ د هېواد د دوښمنانو له خوانه په بهر کې ورته غلطه تربیه ور کول کېږي، او افغانستان ته یې رالېږي او خپلوځانونو ته د ښار په ګڼو واټونو کې انفجار ورکوي اوله ځانه سره د هېواد ډېر بېګناه هېواد وال د مرګ کندې ته اچوي، په دې کې کومه ځوانې او جنت ګټل نشته چې دوي په دغسې ناوړه اعمالو باندې د خپلو بادارانو د خوشحاله کولو لپاره لاس پورې کوي.
خوزه بیا د یو ورور په صفت سره خپلو لیډرانو او د هېواد دوښمنانو ته دا وایم ،چې نور له دغسې نا ځوانه مرګونونه لاس په سرشي، په پښتو کې یومتل دی او وایې څوک چې د مارانو په څوړه کې لاس وهي نو یوه ورځ به یې مار خوري، دوي چې دغسې نور ځوانان د مرګ کندې ته اچوي نو دوي دې هم په دې باندې پوه شي، چې یوه ورځ به دوي هم په دغه لاره باندې قدم ږدي او خپل اولادونه به یې د مرګ کندې ته غورزېږي اوبیا به یې د هېواد په تاریخ کې نومونه په تورو کرښو باندې لیکل کېږي، او د هېواد مظلومو بچیانو ته به دهغوي ناوړه اعمال تشریح کېږي. خونه دا به سم کار نه وي باید هرڅوک، چې په دغه پاکه خاوره کې حکومت کول غواړي، هغه دې د افغانستان تاریخ یو ځل بیا را ژوندې کړي نه، چې خپل ځان د هېواد په پاک تاریخ کې په شرمونو باندې وشرموي او نوم یې د ملي جنایتکار او خیانتګر په ډول ثبت شي.
زه بیا خپلو بېوزلو او ناچاره افغانانو ته دا وایم ،چې تراوسه پورې د کوم سترسلاکار وزیر ، رهبر یا د ملاصیب اولاد د هېواد په جګړه کې وژل شوی، اویا بې زده کړې پاتې شوې دی. دوي دې مهرباني وکړﺉ هغه دې ماته په ګوته کړي ،چې موږ هم پوه شوو او دا له ځانه سره ووایو چې یاره د فلاني صیب وزیر ، رهبر یا د ملا صیب زوی ګورﺉ بې زده کړې پاتې شو اویا ووایو، چې د فلاني صیب زوی په جګړه کې ووژل شو. دا چې د تاریخ په اوږدو کې یې کوم یو په مرګ باندې رسېدلی ،هغه یې د خپلو اعمالو سزا وه چې نن ورځ ورته په برخه شوه. او یا یې کوم زوی بې زده کړې پاتې شوې ده، نوکوم یو یې که بې زده کړې پات
ې شوی وي، نو هغه به هم د خپل پلار په شان لیونی وي، او په شرابو اوعیاشیو باندې به مست وي او وخت به ورنه تېر شوی وي، په نور خو هغه ده موږ ټول یې په خپلو غټوغټو سترګو سره ګورو او د زړه په غوږونو یې اورو چې هریوپه بهرنیو هېوادونو کې خپلې زده کړې کوﺉ افسوس په داسې مشرانو چې د غریب اولاد نن ورځ په بمونووژل کېږي ،په کوڅو او ډیرانونو کې ګرځي خیراتونه او کباړ راغونډوي اوخپل ځانته د یوې مړې ډوډۍ د تیار ولو لپاره کارکوي.
داسې نه ده، دا هیڅکله غریب هېوادوال نشي منلای، هغه څوک چې نن ورځ یې په هېواد کې لوړې چوکۍ په لاس کې دي او یایې له لاسه وتلې دي او یا د چوکۍ لپاره یې دغه جګړه توده ساتلې ده، او غواړي، چې د هېوادوالو د ژوند او مرګ د خرابولو لپاره قوي قوي پلانونه جوړ کړي، هغه دې مهرباني وکړﺉ له دې مظلوم ولس نه دې پوښتنه وکړﺉ او هغوی ته دې ووایې، چې ای مظلومو افغانانو تاسو کومه ستونزه لرې؟ تاسو په دغه نه ستړې کیدونکې جګړه کې چې نن ورځ موږ ګرمه ساتلې ده ، او هیڅکله مو ستاسو په اړه مثبت نظر ونکړو، او نه مو خپل خدای ته دا توبه وایستله او دا موویلي وایې چې یار نوربس ده دا د خدای پیدا دي، نه زموږ خاینینو او جنایتکارانو چې ډېر ژوبل شولې اوکه نه؟ د خوراک او څښاک مو څه شته او که کنه ؟او په کوم حالت کې قرار لري؟ د ځان لپاره یو د سر پناه ځای لري اوکه نه یې لرې؟ چې موږ ستا سو دغه ستونزه درته حل کړو نو بیا دې دغه مشران راشي او له ولس سره دې کیني او هغوي ته دې بیا ووايی چې یاره اوس نو ما په مشرې ومنې اوزه په تاسو باندې یو ښه حکومت کول غواړم.
اوکه نه نور خو افغان مشرانو په موجوده حالات کې کومه د پت اوعزت خبره پرې نه خوده، چې موږ ووایو افغاني مشران ډېر د عزت خلک دي ځکه د اسلام له نامه نه دوي غلطې ګټې پورته کړې پښتو او افغانیت خویې د اور په لمبو وسوزولو،افسوس په هغو ویناو او بیانونو باندې، چې زموږ مشرانو به د تاریخ په اوږدو کې د سټیج په سرباندې کول او تنکي ځوانانو ته به یې دا ویل چې یاره جهاد ده ، جنت ده ،پیسې دي اوحوري دي، چې د دغو ویناو په نتیجه کې یې د روس غوندې ظالم او جابر طاقت ته هم ورباندې ماتې ورکړه او تورمخ یې په خپل هېواد باندې وسپارل،چې بیا د روسانو له ماتې نه وروسته دوي په خپلو منځونو کې جهاد شروع کړو، چې په نتیجه کې یو کافر شو او بل نیمه مسلمان او مظلوم هېوادوال په خپل ځای بې برخې پاتې شول، لکه څنګه چې اوس هماغه معامله یو ځل بیا ښه په درز او چاودنو کې روانه ده، چې د ورانیو اوتاوانونو خو له سره حساب نه کېږي،چې چاته په یوه چاودنه کې څومره مالي او ځاني تاوانونه اوړي څومره کورونه د غم په ټغرباندې راټولېږي.
پاک خدای دې دوي ته نوره لارښونه وکړي زموږ د مظلومو لیکوالانو لیکنې خو په دوي باندې نور هیڅ کوم مثبت تاثیرنه کوي او نه یې وکړو .